(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

ایا استخباراتي جګړه مونږ ګټلي شو؟

[10.Dec.2015 - 14:32]

شاه محمود میاخیل

کله چې د کورنیو چارو په وزات کې وم نو زما په دفتر کې د افغانستان نقشه په دیوال نصب شوی وه او ورباندې سپینه پرده چې ډیره خیرنه وه ځوړنده وه نو ما خپلو همکارانو ته وویل چې دا پرده ډیره خیرنه ده او ویې وینځي. کله چې پرده یې د نقشه نه لری کړه نو نقشه د افغانستان ښایسته ښکاره کیدله نو ورته ومې ویل چې دا پرده مه ځوړندوی ځکه نقشه پخپله ښایسته ښکاري.

دکورنیو چار وزارت د مطبوعاتو مشر راغي او راته یې وویل چې صیب! دا نقشه محرم ده نو باید پرده پری ځړیدلي... وي. ما ورته وویل چې د دی نقشي محرمیت په څه کې دي؟ ځکه دا نقشه خو د هیواد نه بهر په بل ملک کې چاپ شوي ده، نړي ټول استخبارات په افغانستان کې فعالیت لري او د ګوګل ارت Google Earth په وسیله هرځای کتلی شي او دی نه خبر نه يې چې اوسنې تکنالوژی دومره مخکی ده چې زمونږ د بیچاره ګانو هرڅه تري ښکاري حتې زمونږ د غرونو لاندې زیرمي هم نورو ته د مونږ نه ښه معلومي دي. اوس ته راته ووایه چې زمونږ څه د نورو هیوادونو نه پټ دي.

زما په اند افغانستان د افغانانو نه پټ او محرم دی ځکه چې مونږ د خپل ملک په حالاتو خبر نه یو. استخباراتي لوبي همداسي دي چې خپله خبره درته ستا په خوله درکوي او بیا مونږ په هغه خبرو شخوند وهو او داسی فکر کوو چې ګوندې مونږ خپلی خبری پخپله کوو. د استخباراتو یوه مسله دا ده چې د افغانستان متهد او زړه سواندې خلک څنګه بدنامه کړي، په ولس او هم حکومت کې داسې بی اعتمادی په یو بل پیدا کړي چې سړی حتی په خپل ځان هم مشکوک شي او د همکاری، اعتماد او تفاهم فضا له منځه یوسي تر څو د استخباراتي شبکو لپاره د فعالیت زمینه همیشه مساعده وي. زما سوال دا دی چې ایا هغه کسان چې مونږ یې د نومونو سره اشنا یو، په دوی کې داسی کس پیدا کولې شي چې په دی نظام کې پري په تیرو پنځلس کلونو کې د جاسوس ټاپي نه وي لږیدلي.

همدا علت دی چې د حکومت په دننه او هم د حکومت نه بهر داسې محور نه شي جوړیدي چې افغانان پري راټول شي او یا په حکومت کې دننه یو قوی ټیم رامنځته شي. زما په اند مونږ استخباراتی جګړه نه شو ګټلي خو که مونږ خپله تګ لاره سمه ونیوله او ولس مو په خپل اعتماد کې واخست نو بیا د استخباراتي لوبو مخه نیولی شو. د استخباراتی لوبو مخه یوازی ولس نیولی شي نه زمونږ موجوده استخباراتی او امنیتي اداری.

 

-
بېرته شاته