(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

دخدای (ج) درملتون

[12.Dec.2015 - 19:02]

لیک: پوهنمل محمود نظري

خدای (ج) لومړی مځکه پیدا کړه،  بیا یې تروې اوبه له خوږو اوبو څخه جلا کړې؛ پر مځکه  او سیندونو کې یې نباتات  او حیوانات پیدا کړه؛ دانسان روزې یې پیدا کړه، دا ټوله د انسان د پیداکیدو تر  مخه وه .انسان ته  وښوول  سوول چې نباتات وخورئ اودرملنې لپاره یې په ځینو نباتاتو کې یو روښانه  راز  ښکاره کړ( لېبل ونښلوه) چې انسان ته یې گټه اخیستنه آسانه سي، د سارې په ډول ځینې میوو ته یې د بدن دغړو شکلونه ورکړل چې هغه غړو ته گټور دي .
  ډیرې خوږې  میوې یې  بې زیانه او ترخي یې زهري پیدا کړې، چې انسان په طبیعي ډول  هغه ونه خوري  او پوه خلک دتجربې په اساس دهغه لږ مقدار په درملنه کې وکاروي، میوو ته یې رنگارنگ رنگونه ورکړل  چې د مزاج په اساس انسان  دهغه دخوړولو هڅه وکړې ،چې وړته اړتیا لري او گټه  ورته رسوي،هغو ته یې رنگارنگ شکلونه ورکړل  چې هر شکل  خپل ځانگړې خواص لري .
 
دمیوو ورته والی دانسان د غړو سره

هغه نباتات چې د انسان د غړو شکل لري هغه غړو ته گټور دي.
 په کلتور کې راغلی، چې د نباتاتو شکل دغړو سره انسان ته  یوه نښه ده ،چې انسان ته ښیي د اله غړو سره  هم ډوله  میوه هغه غړي ته  مناسبه میوه ده.
د یوروپ  په فلسفې کې راغلي دي، هغه نباتات چې لکه دانسان  دغړو شکل لري له هغه  سره اړیکې لري .
که تاسو د گازرې یوه چکۍ و وینئ هغه لکه سترگه مالومیږي؛
خوږې پټاټې لکه پانکراس  او ادرک  لکه معده؛ سره لوبیا لکه بډوډۍ  او یو ه چکۍ د رومیاو لکه زړه ؛ چکوتره لکه تیان؛ سیلري لکه پښه او جوز لکه ماغزه ښکارې
اوس طب مالومه کړې ده ،چې رښتیا هغه نبات چې دانسان دیو غړي شکل لري دانسان هغه غړی ته گټور دی؛ نوځکه اوس علما وایي چې خدای  (ج)دهغو استعمال انسان ته ښوولی دی .
په نورو میوو کې هم ځنینی رمزونه سته چې عادی انسان تر اوسه هغه ته پام نه دی کړی،  څېړونکي دهغو دځینو خواصو په پام کې نیولو سره له هغه درمل جوړوي.
اوس څېړونکو مالومه کړې ده چې دگازرې یوه  چکۍ ته که وکتل سي هغه  دانسان له سترگې سره ورته ده ، څېړنې ښیي چې د گارزو خوړل دوینو جریان په سترگو کې تیزه وي، هغه ویتامین« اې» لري چې سترگې له کمزوري ساتي .

چې رومی له منځه نیم کړو ، څلور برخې لیدل کیږي چې لکه زړه مالومیږي ،څېړنې ښیي چې رومیان وینه تصفیه کوي.
رومیان ډیر « لایکوپن » لري ،چې دزړه د ناروغیو لپاره  گټور دي .
د جینسنگ جرړه دانسان دبدن سره ورته والی لري، هغه د شکرې دناروغي لپاره  او جنسي او جسمي واک د درملنې لپاره کارول کیږي .
 
پوڅکۍ چې له منځه پرې سي دغوږ سره ډیر ورتوالی لري ، پوڅکۍ ویتامین« دي» لري، چې د هډوکو او اوریدو لپاره په ځانگړې ډول د غوږ  درو هډوکو دځواکمني لپاره چې ږغ مغز ته لیږدوي ښه دي  .
 
دانگورو دانې او دنډر لکه په  زړه کې دوینو سلولونه ښکارې، څېړنو جوته کړې ده چې انگور  زړه او معده سالمه ساتي .
 
جوز( چارمغز) لکه د انسان مغز ښکارې   دجوز تاویدنه  لکه د« نئو کورتکس » دي جوز( ۳۶ )چنده دمغز پیغام رسونکې نیورونونو ته  پراختیا ورکوي .

سره لوبیا لکه بډوډۍ ښکاري ،لوبیابډوډي فعاله ساتي.
 
د سیلري ساقه لکه دپښې هډوکي  ښکارې. سیلري هډوکي ځواکمن وي ځکه هغه( ۲۳ّ )په سلو کې سودیم لري.
 
اووکادو چې لکه رحم ښکارې ،ډیر پولیک  اسید لري .
د ښځو د«سرویکس» او رحم لپاره اغیزمن درمل  دي .  

دانځر دانې  لکه په مني کې سپرمونه ښکارې ، هغه دسپرمونو کچه او خوځښت ډیروي ،انسان له عقیم کولو څخه ساتي .

خوږې پټاټې لکه معده مالومیږي. خوږې پټاټې  د قند تعادل په دیابتي ناروغانو کې ساتي ،هغه ډیر« بتا کاروتن» لري ،چې د ټول بدن اومعدې اودپانکراس انساج (اوینگ)بافت له سرطان او زړښت  څخه ساتي .
 
زیتون لکه  تخمدان  ښکارې،  هغه د تخمدان د روغتیا سره مرسته کوي.

زنجبیل یا ادرک  له معدې سره ورتوالی لري ، هغه د معدې  دناروغیو لپاره ښه دي
 
چکوتره لکه دشیدو غدې ښکاري، هغه دسینې سلامتیا ساتي.
 
پیاز لکه دبدن سلولونه  ښکارې، څیړنې ښیي چې پیاز له بدنه اضافی مواد لیري کوي  او اوښکې دسترگو مخاطي لایه مینځي .

دبراکلي شنې څوکې لکه د سرطان  سلولونه ښکارې اوس جوته سوې ده  ،چې براکلي( ۴۵ )په سلو کې د پروستات سرطان لږوي  ځکه هغه «سولفورافان » لري .

مرچک د  نارینه تناسلي الې سره ورته دی  مرچک « کاپسایسین » لري، چې دوینو پمپ  ډیروي او عصب تحریک وي .

کیله د  نارینه تناسلی الې غوندې ښکاري هغه   ډیرپوتاشیم لري چې دغړو د قوت لپاره ښه دی،انسان قوی کوي.

-
بېرته شاته