(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

ایا د ډیورند کرښه ریښتیا ...

[21.Dec.2015 - 22:18]

ایا د ډیورند کرښه ریښتیا امضا شوی؟
 

لیک: نبي حبیبی
ددې منحوسې کرښې د رامینځ ته کیدو ډیر سیاسي لاملونه دي خو پوښتنه پیداکیږي چې ایا امیر عبدالرحمن خان دومره غټه اشتباه کړی؟  او ولې د ډیورند مسله کی تیروت؟.
زه د اکادمیسن عطایی صاحب چی د افغانستان تاریخ ته یو لنډه کتنه (کتاب)  کی چی ډیر په زیرکی سره لیکل شوۍ او د ډیورند د کرښۍ په سیاسي بعدونو او ددۍ منحوسې کرښې د رامینځ ته کیدو په باره کی مفصلې خبرۍ کړي د زړه د کومی ستایم مګر بعضې وخت د یوې ډیری غټې دسیسي د کامیابۍ لاسته راوړلو ډیر واړه اسباب وی. همدا راز امیر عبدالحمن خان او د د ډیورند د کرښی د امضاء په خصوص هم داسی خبری چی کیدای شی چی زمونږ ورته ډیر پام نوي. نوسوال دا دی امیر ولی او چا ودی ته اړ کړ چی پدی منحوسی کرښی چی انګرزانو لیکلی وه  چی د دده دنظره یوه مؤقته او چی د یو څه وخت لپاره وه قبوله او امضاء کړی؟ او ایا دا امضاء شخصاً امیر کړی وه؟  ولې  او څنګه؟
 
د نوي دین ایجاد او د ډیورند د کرښی سره ربط
عبرقدرتی برتانیی  چی ځانونو ته یی د د نیا خدایان ویل د منطقی د خلکوسایکولوجی ډیره ښه لوستلی وه نو  پدی وختو کی یی دوه فرقی په جدی توګه اکمالولی چی دا فرقی ددوی اکمالاتو څخه لا تر اوسه محرومه ندی. په ۱۷ پیړی کښی یی یوه ډله فارسیانو د سیکولوجی مطابق د بهایت په نوم  فرقه جوړه کړه، باید په یاد ولرو چی د بهایانو پیغمبر په اسرایلو کی خښ دی.  هو کله چی برتانویان پوه شول په پارس کی یی د پلرونو پروژه کامیابه وله نو په هند کی یی د هندیانو د سیکولوجی مطابق د قادینیت په نوم فرقی ته وده ورکړه. قادیانیان تراوسه دوی مکمل  ترزیق او تقویه کوی او د پیغمبر خلیفه یی په لندن کی ژوند کوی.  قادیانیان په دین کی د انګریز په ضد د جهاد څخه منکر  دی او دوی هم خپل پیشوایان لري. دا ډله په هند کی  مرزا غلام  احمد  قادیانی تاسیس او دوهمه فرقه  چی په پارس کی د بهاءالله په نامه شخص ډیر له وخته شروع کړیوه د ناپوهو او بی علمه مسلمانانو په مینځ کی د پیسو په زور خپل تبلیغات شروع کړل او تر یوحده کامیاب ول. دواړو د پیغمبری دعوی وکړی د مسلمانانو په مینځ کی د اسلام د نوم څخه په استفاده او د ملا او مولوی په جامه کی د ساده مسلمانانو په تیرایستلویی شروع وکړه. نن  زموږ بحث فقط د  ضاله قادیانی  فرقی او د دوی ربط د ډیورند د کرښی سره  څه کیدای شی؟ په لنډه توګه لیکم.

برتانایی چی من حیث د یو لوی عبرقدرت دافغانانوسره دری جنګونه وبایلل او ویی نشو کولای چی د افغانانو یوه جریب مځکه هم په زور ورڅخه ونیسی. نو مجبور شول چی داسی ملکونو ته داسی کسان را وروزی چی خپل اهداف د افغانانو د تیراستلو په زریعه لاس ته راوړی.
دوی فقط غوښتل افغانان لکه په هند کی نور تیرویستل شوي مسلمانانو پشان تیرباسي او د انګلیس په ضد جهاد کی د اصلي علماوو اود خدای د ویری مولویانو فتوی ګانو په زریعه شروع شوی ووه غوږ ونه نیسي. نو قادیانیانو چی د انګلیس پرضد یی جهاد حرام بوله او د قادیان ملایانو به په خپلو جوماتونو کی خلکو ته ویل چی انګلیسان زمونږ کومک او همکاری ته راغلي  دوی اهل کتاب دی او ددوی پر ضد جهاد کول حرام دي د انګلیس په درد خوړل.
بله داچی قادیانانو به د جهاد شته والی په اسلام کی حرام بوله او دوی ته به سالانه په لکهاو روپی ورکول کیدی. علی کل حال دا د قادیانی ملایانو تبلیغات وو او دوی ځانونه د دیوبند مدرسی ته منسوبه ول. خپله مرزا غلام اخمد قادیانی چی د مهدیت دعوه او ویل یی محمد څخه چی پس کو م مهدی رازی هغه دی دې. دا ضاله ملایان چی ټولو ځان د دیوبند د مدرسی  پوری تاړه ښه پوهیدل چی دیوبند د ملایان په افغانانو کی څومره قدر لری اوڅومره ورته احترام کوي سوء استفاده شروع کړه.

دا قضیه  د ډیورند دکرښی سره څه ربط لري؟
انګریز دعبداللطیف په نوم ځوان یی د ملا په شکل خوست ته ولیږه دافغانی تاریخ لیکونو په وینا دې په اصل کی  یو هندې وو او په مدرسوکی طالب رالوی شوی، فقه، اصول او پښتو یی هم ښه  زده کړی وه  کله چی د پښتنو په عاداتو ښه بلد نو بیا د خوست د کلیو په جوماتونو کی امام او بالآخره د امیر ماڼی ته د جرګو په وسیله نزدې او څه موده پس د امیر عبدالرحمن خان د خاصو ملاقاتونو او مشورو خاوند وګرزیده. ویل کیږی چی دۍ د دربار رسمي مولوي او امام جمعه هم شو. د قادیانیانو دکتابونو او داکتر جهاندارشاه خاوری په یو مقاله کی د(نقش مؤسسات دینی در افغانستان: مدرسه دیوبند و تآثیر آن در دګرګونیهای سیاسي افغانستان) په نامه مقاله او د بعضی نورو کتابونو په اساس دا شخص یو څه موده په خوست کی والي هم مقرر شوی وو. صاحبزاده عبدالطیف له ځانه وچ پښتون ملا جوړ او د پښتو په جامه کی خوستیانو او نورو ساده ملایانو په زړونو کی ځان ځای کړ.
ده خپل نزدی نور پیسه خواره دین فروشان هم روزلي وو چی په پټه به د انګریز او د قادیان ملاقاتونو ته همیش ځانونه ور رسول. د ډاکتر خاوری د مقالی په اساس دی ملایانو په قندهار، لوګر، کابل او نورو کوهستاني مناطقو کی ډیر په جوش او خروش د دولت پرضد تبلیغات کول. مګر امیر ددی په تحریکونو ناخبره وو. ده به د حج په بهانه د امیر عبدالحمن خان څخه د تګ اجازه او پرځای به یی اول د قادیان زیارت کاوه.  دعمری په نوم به هند ته روان وو ترڅو امیر ورباندی شکی شو.

صاحبزاده عبداللطیف د امیر په رازونو ښه پوه وه، د امیر توانمدی او ضعف ورته هم ښه معلوم وو. په افغانستان کی د انګزیز مداخلې امیر تر حلقه لیونۍ کړۍ وو.  نو انګریزانو چی کله د ډیورند د کرښی  زومـزومۍ شروع کړې نو صاحبزاده عبداللطیف چی انګریز همدۍ ورځی ته ساتلی وو او دی د امیرعبدالرحمن خان په سیکولوجي هم پوه وو خپل د زهرو نیش ور ننیست او امیر یی په دی قانع کړ چی انګریز سره موقتا د ډیورند کرښه ومنی. ده همیش امیر ته ویل چی انګریز سره داکرښه منل، نه پښتانه له تا جداکولای شی او نه دهغه خوا اپښتانه د انګریز په درد خوري. مګر انګریز د یو بل بفر د جوړولو کوشش او د خپل رقیب عبرقدرت روس د ویری انګلیس خپل بفر د نور تآمین ولو لپاره دا کار کوي. بله دا چي انګریز هم دی ته آماده دی چی د دربار سالانه خرج  اومخارج تاسوته تضمین کړي، نو پدی کی نه فقط دانګلیس بلکه زموږ هم ګټه شته.
لنډه داچی انګریز به ترکومه په دی منطقه کی پاتی وي؟ دا یوه فرضی کرښه منل هم خرماده او هم ثواب. اول داچۍ د انګریز د ظلم او مداخلي به په امن کي یو او بله داچی ددوی څخه به مادي او اقتصادي فایدی هم تر لاسه کړو.  
البته باید ووایم چی د قادیانانو په کتابونو کی صاحبزاده عبداللطیف ته د خوست  د پښتون نوم او دی یی  تڼۍ قوم ته منسوب کړی. ده خپله هم خلکوته د داتاګنج بخش چی په لاهور کي خښ دۍ لمسي  ویل. د صاحبزاده لمسی  صاحبزاده ظهور احمد لاتر اوسه په لاهور کی دی، او د خپل نیکه دنده په مخ وړي.  
دافغانستان مقابل کی د برطانیی-هند پاکستانۍ بهرنۍ پالیسي
د یادولو وړ ده چی نن د پاکستان بهرنی سیاست د افغانستان مقابل کی هماغه دری سوه کلن پخوانی پالیسي په نوی بڼه کاریږی. همیش د ملا او د مولوی د جامی استفاده کیږي. په پختونخوا کی به انګریزانو افریدو، شینوارو، یوسفزو، او د وزیرو قومو ته عادی خلک د ملایانو په جامه کی ولیږل او کلو ته به یی ویل امیر مو کافر شوی، او افغانستان ته تګ او په تاسو هلته جهاد فرض دی. نو ددی قومو ځوانان به یی کابل او نورو منطقو ته د ترور او نورو ورانکاریو پسی د جهاد په نوم استول. په هند کی د انګریز پر ضد جهاد ناروا افغانستان چی نسبتا شرعی نظام وو، جهاد فرض باله. همدا پالیسی اوس هم پاکستان ته افغانستان ته په میراث کی پاتی.

 
ایاد ډیورند کرښه چا امضاء کړی؟
د ډیورند د معاهدی امضا هیچا نده لیدلی. خو په بعضو مواردو کی ذکر شوی چی په دی کرښی نه د امیر عبدالرحمن خان شخصي امضاء ده او نه مورټیمور ډیورند! ځکه پدی مسله د افغانستان نماینده ګي همدی منحوس صاحبزاده عبداللطیف او شیریندل خان کوله او د امیر په نمایندګی ویل کیږی صاحبزاده عبدالقیوم د سوات د  انګریزی هند لخوا د سوات  صاحبزاده عبدالقیوم (پولیټیکل اجنیټ) وو کیدای شی موافقه کړی وي.  

 

امیر حبیب الله خان او د عبداللطیف سنګسار
کله چی امیر عبدالرحمن خان په خپل اخري عمر کی پوه شو چی عبداللطیف عالم نه بلکه د انسان په جامه کی یو شیطان وو  او عبداللطیف هم خپل اصلیت نو نشو پټولۍ نو دی یی د سردار نصرالله خان د نظارت لاندی واچاوه. سردار نصرالله او امیر حبیب الله خان او نور پدی ښه پوه شوي وو چی دی قادیاني کافر د افغان په نوم د افغانانوپه مینځ کی د ملا په جامه یی اسلام او پښتنو ته څومر خیانت ضربه ووهله او د ډیورند کرښه چی ورونه یی سره جداکړی دې یی اصلي عامل دی  وو خبره علني شوی وه. علی کل حال امیرعبدالرحمن خان ډیر مریض او په کال ۱۹۰۱ کی ومړ. د امیر حبیب الله خان په وخت کی علماوو په عبداللطیف قادیاني (خلیفه المسیح الخامس) باندی د د سنګسار  فتوی صادره او بلآخره د سنګسا په ورځ امیر حبیب الله خان ورباندی اولینی تیګه په افتخار وار او ورپسی نورو ددی لعین انسان شطاني څهره ددی دنیا نه تر ابده رخصت کړ. بچیان او نور خائنین چی دده ورسره نزدی اړیکی درلودی د انګریز غیږی ته ور وتختیدل.

قادیانیان څه وایی؟
قادیانیان پدی عقیدی دی چی افغانانو ددوی د پیغمبر اولنې خلیفه وژلې نو د په (شهید) مشهور اوپه افغانانو  د روسانو یرغل او وروسته خپل مینځي جنګونه د افغانانو څخه د خپل خدای غچ بولي. او د افغانانو په مرګ خوښي کوي د قادیان ملایان په خپلو خطبوکی په افغانستان کی اوسنی ناخوالی او پختونخوا کی ناقراری د خدای غضب بلې. ددی ډلي سیاسي اړیکی بدون د مسلمانانو د هر چاسره ډیری ټینګي دي. دوی همیش په غرب کی د نورمال مسلمانانوپه نومونو ځان معرفي کوی  او دمسلمانانو هر راز او نیاز د خپلو بادارانو  ته په دقیقه توګه ترجمه کوي. 

 اخیستنځاي
 http://andisha-e-now.ca/News-pdf/53.pdf
http://www.pakistan-karachi.info/Sahibzada_Abdul_Latif
http://en.wikipedia.org/wiki/Sardar_Shireendil_Khan
http://en.wikipedia.org/wiki/Sahibzada_Abdul_Latif
Afghan Martyr ( A book by Ahamdis) Published in England

 

-
بېرته شاته