(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

امریکا ته ...

[26.Dec.2015 - 23:40]

لیک: محمــد امین بســـمل
دظاهرشاه وختونه وو زه په دریم ټولګي کې وم موسم د اوړی اوزموږ دکلي ترمخ ګیمیندې ګیمیندې درمندونه پراته وو.
دماښام ډوډۍ په تیارېدو او دکلي دروازې هم خلاصې ولاړې وې.
چاغږ وکړ وېل هله راووزئ، چې غله دي زموږ مشران چې له کار څخه ستړي راغلي وو نویې دزمریانوپه ډول له هجرې(مهمانخانې)څخه پسې وځغاستل.
موږ کوچنیان چې هم وهم اخیستي وو اوهم موغوښتل ووینو څه پېښه ده نو له کلي غلي غلي په همدې تیاره ماښام کې پسې ور ووتو.
زموږ دکاکا زوی چې پوخ او قوی زلمی و هغه له نوروکلیوالو مخکې دکلي کنډو ته ځان رسولی و په همدې توره تیاره کې یې غږ زموږ غوږو ته راورسېد وېل څه خبره ده څه شول په کومه ولاړل؟
مقابل طرف دحسین جان اکا زوی کوم چا چې دادغلو خبره کړې وه ورته وویل دلته یو څوک ښکارېدل.
زموږ دکاکازوی ورته وویل :
کوم دي دلته خو هیڅوک هم نشته ځغله ورشه ځان دې ښه تش کړه تاته غول درغلي دي.
 دخپل کاکا دزوی داخبره مې داسې په ذهن کې ثبت شوې ته وا همدا نن ماښام مې ځینې اورېدلي.
 نوکه رښتیا ووایم داخبره دامریکا له ګډوډ میجاز اوخونړي سیاست سره سل په سلو کې سر خوري.
تاسوخو دا لاندې خبرچې په روهي ویبپاڼه کې خپور شوی یو ځل په ځیر سره ولولئ:
د امريکا سفارت د چين په پلازمېنه کې د ترهګريزو بريدونو د احتمال خبرداری ورکړی
 
نن د امريکا سفارت په چين کې خبرداری ورکړی، چې داسې احتمالات شته، چې د ترهګرو لخوا په پلازمېنه پکن کې بريدونه ترسره شي.
سرچينې زياته کړې، چې کيدی شي ترهګر پر چينايانو او بهرنيانو باندې په پلازمېنه او نورو لويو ښارونو کې بريدونه وکړي او سپارښتنه يې کړې چې پاملرنه ورته وشي. د دوی په وينا چې کيدی شي دا بريدونو د کرسمس په ورځو کې يا تر هغې لږ وروسته تر سره شي.
د چين دولت لخوا هم په ښارونو کې امنيتي تدابير زيات شوي او له ولس نه يې غوښتنه کړې، چې بيدار اوسي او د مشکوکو مشاهداتو په صورت کې دې امنيتي ارګانونو سره اړيکې ونيسي.
د يادونې ده، چې د امريکا سفارت په کابل کې په وارو وارو دا ډول خبرداري ورکړي او معمولا بريدونه هم شوي؛ يو شمېر خلک بيا شک کوي، چې په دې بريدونو کې پخپله د امريکا لاس دی.
نودرنولوستونکو!
که امریکا ته غول نه وي ورغلي نوڅه کاره ده، چې چین ته داحتمالي بریدونو خبرداری ورکوي؟
اياچین امنیتي او استخباراتي تشکیلات نه لري؟
ايا امریکا دچین اوبشریت دومره خواخوږې ده؟
ايا دتایوان په سر یې څو ورځې مخکې دچین اعصاب ورخراب نه کړل؟
ایا له دوهمې نړیوالې جګړې را وروسته همدې خونړۍ امریکا ۳۰ ملیونه له هغوڅخه ۹۰سلنه ملکي وګړي قتل نه کړل؟
اوس چې امریکاچین ته داحتمالي بریدونوخبرداری ورکوي ایا دا پخپله دچیني وګړو اروايي ترور نه دی؟
زه د کوم چا اړخ نه نیسم له ما سره دټول بشریت غم دی ماپه یوه لیکنه کې لا تقریبأ دوه کاله مخکې ددریمې نړیوالې جګړې خبرداری ورکړی و.
د۲۰۰۱زکال دسپتمبرد یوولسمې له ډرامې څخه وروسته دنړۍ په مخ هرعاقل اوبالغ انسان ته ثابته شوه چې امریکا له بشریت سره یوه لویه جفاپیل کړې ده او زموږ دګران افغانستان له اشغال څخه وروسته دعراق اشغال او ورپسې دعربو دروغجن بهارخو په حقیقت کې دعربي نړۍ دتباهي خزان، دلیبیا ناتار او ورپسې دمظلومو یمنیانواو سوري وګړو ناورین د روسې او اکراین ترمینځ دښمني او بلاخره دداعش عجیبه اوغریبه ډرامه یوازې او یوازې  دټول بشریت په سترګو کې خاورې وراچول دي اوبس.
روان حالت دټول بشریت په زیان او په هیڅ حال روس او چین ته دزغملو وړ نه دی ځکه خو روسانو په سوریه کې بمباریو ته زور ورکړی خو ترکله؟
وړمه ورځ په مسکو کې دهمګټو هیوادونو ددفاع وزیرانو له ګډې غونډې مالومیږي، چې روسیه نوره دداعش په وړاندې بې تفاوته پاته کېدای نه شي همدا راز چین او هند هم په سیمه کې دپټ مخو بدماشانو څېرې نه شي زغملای ځکه خو دسیمې هیوادونه یوې سرښندونکې فزیکي قوې ته ضرورت لري او دا قوه بې له طالبانو بل څوک نه شي کېدای.
داچې مسکو له طالبانو سره داسخباراتي همکاري ادعا لري دا په حقیقت کې یوه سړه تبه ده چې په سپینه ماڼۍ یې راوسته ځکه خو د پاکستان او افغانستان لپاره د امريکا ځانګړي استازي رېچرډ اولسن ويلي، پاکستاني طالبانو ته د ماتې ورکولو لپاره پاکستان ته د افغان طالبانو پر خلاف جګړه کول په کار ده.
اوس نو د روسې، چین او دسیمې دهیوادونوددې حیاتي اړتیا له وجې افغان طالبانو ته بهترین چانس په لاس ورغلی خو که سمه استفاده ورڅخه وکړي.
په پای کې یو ځل بیا تکراروم، چې نړیوال حالت دتشویش وړ دی خو دچين، روس، سیمې او ټول بشریت لاسونه ترشا نه دي تړل شوي خامخا به غبرګون ښيي.
که خپله لیکنه رالنډه او نتېجې ته یې ورسوم بس دومره وایم، چې دامریکا دیوې نیمې لسیزې دا سپکو ډرامو نه یوازې امریکا، بلکې ټول بشریت زخمي زخمي کړنوبیا هم هغه زما دکاکادزوی خبره، چې امریکاته غول ورغلي. 

      

-
بېرته شاته