(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

یار مې هندو زه مسلمان یم!

[28.Dec.2015 - 12:38]

لیک: شاهین بونیری

دا په سوات کې د ژمي د یوې شپې قیصه ده ـــــ د ایلم د غره په سر د واؤرو سپین څادر خور وو او د مرغزار په لمن کې د راتلونکي سپرلي امیدونه په خواږه خوب اوده وو ــــ مونږ د یو ملګري په حجره کې راټول شوي وو ــــــــــ خوا ته د بدهایانو د وختو د یو کنډر په غیږه کې ددې خاورې د امن او مینې یادونو غزونې کولې.

خو د سوات د سیند نه هغه خواته یو ملا د شریعت په نوم ، د مذهب په نوم ، د انصاف په نوم د خلکو د ژوند سره لوبې کولې ـــــ ویره وه ، دهشت وو، بې یقیني وه او خاموشي وه ــــ او یوه بې لارې کوونکې خاموشي!

بیا هم د ژوند لاره څوک نیولې شي ؟ ؟ سندره څوک څنګه د خپو لاندې کولې شي؟ ظلم که هر څومره ډیر شي ــــ هیلې او امیدونه نه شي وژلې ــــ تیارې چې هر څومره ډیرې شي ـــــــ سهار خو به راخیژي نو.

د حجرې په دغه کوټه کې د سوز او ساز محفل ، د ښایست سندرې ، د ژوند خبرې ، د رنګ قیصې په خپل جوبن کې وې ـــــ دا هر څه که یو خوا د زړه د زخمونو دارو وو ــــ نو بل خوا د روان ظلم پر ضد یو احتجاج هم وو ــــ یو ښایسته او زورور احتجاج.

په دې محفل کې د عقیدو په بنیاد ، د رنګ او نسل په بنیاد ، د تور او سپین په بنیاد څه فرق نه وو ـــــ امتیاز نه وو ــــــ ټول ملګري وو ــــ ټول د خاورې بچي وو ــــ او ټول یو مار خوړلي وو!

نیمه شپه شوه ــــ د رباب ساز او د منګي اهنګ هره ساه خمار او هره ټپه میخانه کړه ــــ د زړه په جهان کې یو اوده شوي ، خاموشه شوي او ژوبل شوي احساس بیا سر راپورته کړو.

یار مې هندو زه مسلمان یم
دیار لپاره درمسال جارو کومه

​په دې خاوره د بیلا بیلو عقیدو د منونکو تر مینځ د مینې د تړون ددې نه ښه اظهار نور نه شي کیدای ــــ دوه عقیدې ، دوه مذهبونه خو تاریخ یو دی ، سماج یو دی ، او د مینې او انسانیت رشته یوه ده. لږه شیبه تیره نه وه چې زمونږ د یو هندو ملګري سترګې له اوښکو ډکې شوې.

لکه دې ټپې (لنډۍ) هغه د تاریخ په لارو کې د نوو پوښتنو سره مخ کړې وو ، لکه د هغه چې په خپلو غوږونو باور نه راتلو ــــــــــــ هغه غصه هم وو او بېوسه هم ـــ ویل يي چې هره دویمه دریمه ورځ ورته ټیلیفونونه راځي ، بدرد ورته ویل کیږي او د مرګ ګواښونه ورته ورکول کیږي.

خو د هغه اوښکې داسې راروانې وې چې که چیرې نن راتوي نه شي نو د هغه سینه به اوشلیږي ــــ هغه بار بار هم داخبره کوله چې زه ددې نه انکار نه کوم چې زه هندو یم خو ولې زه پښتون نه یم؟
خو د هغه اوښکې داسې راروانې وې چې که چیرې نن راتوي نه شي نو د هغه سینه به اوشلیږي ــــ هغه بار بار هم داخبره کوله چې زه ددې نه انکار نه کوم چې زه هندو یم خو ولې زه پښتون نه یم؟

مونږ د هغه د دم دلاسه کولو هڅه کوله ـــ خو د هغه اوښکې داسې راروانې وې چې که چیرې نن راتوي نه شي نو د هغه سینه به اوشلیږي ــــ هغه بار بار هم داخبره کوله چې زه ددې نه انکار نه کوم چې زه هندو یم خو ولې زه پښتون نه یم؟ ویل يي د مرګه نه یریږم ، زړه مې چاؤدې ځکه دی چې اوس مې خلک د مور پلار او کورنۍ د غړیو سپکاوې کوي.

هغه وار په وار هم دا خبره کوله چې که چیرې ستاسو سره داسې اوشي نو تاسو به يي معاف کړۍ؟

مونږ ټول د ریاست د تورې بلا په پنجه کې وو ، ټول زوریدلي وو خو په مونږ ټولو کې هغه ډیر بېوسه وو ـــ ځکه چې هغه په خپله خاوره په خپل کور کې نه چا پښتون ګڼلو او نه انسان.

د جنازې بازو مې نیسه
چرته به ما په راستۍ خوله درکړې وینه

-
بېرته شاته