(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د پارلماني ټاکنو په اړه

[30.Dec.2015 - 22:15]

د پارلماني ټاکنو د نيټې ټاکلو او د نوموړو ټاکنو ژرترسره کيدو په اړه د ملي ثبات  اعلاميه

راتلوونکو پارلماني ټاکنې چې دقانون دحکم له مخې بايد په ۱۳۹۴ کال کې ترسره شوې وی خو ديولړ نامعلومو دلايلو له مخې دا ټاکنې په خپل وخت ترسره نه شوې او دحکومت له لورې يې تر يوه کاله کاري موده ځنډيدل په خپل ذات کې دهېواد دنافذه قوانينو سره په ټکر او په لوی لاس دپارلماني ټاکنو د وروسته کيدو په اړه دحکومت په نیت دملت شک زياتيږي.
دټاکنيزو اصلاحاتو په نوم جوړ شوی نا انډوله کمېسیون دپیل څخه داساسي قانون او ټاکنيزو قوانينو په خلاف دشوې تفاهم ليک پراساس رامنځته او تر دې دمه پورې يې ټولې کړنې او دټاکنو اصلاحاتو په نوم جوړه کړې طرحه  او پکې وړانديزونه یې مغرضانه،ناعدلانه،جانبدارانه، دهېواد دعيني شرایطو او حالاتو سره په تضاد او دعملي کيدلو وړ نه دي چې له نيکمرغه دهمدغې نا انډوله کمېسيون په اړه دولسمشر تقنيني فرمان دولسي جرګې لخوا په قاطع اکثريت رايو رد او د ټاکنيزو اصلاحاتو کمېسيون او غوراوي کميټې په چارو يې دبطلان کرښه وکښله چې موږ د ولسي جرګې داکړنه ستايو او له مشرانو جرګې هم د ورته عمل هيله لرو.
له شک پرته په ټاکنيزو کمېسيونونو او ټاکنو کمېسيون سره دممدو ارګانونو کې اصلاحاتو راوستل اړين دي خو دا اصلاحات بايد دقانون په چوکاټ کې ترسره چې ټولو سياسي جريانونو او په لویه کې ملت ته دمنلو وړ وي.
د راتلوونکو پارلماني ټاکنو نيټې اعلانول چې دکمېسیون له واکونو څخه ده ژر تر ژره اعلان  او حکومت دې د راتلوونکو ولسي جرګې او ولسواليو شوراګانو ټاکنو ترسره کيدلو په اړه سياسي اراده په عمل کې ثابته او دنوموړو ټاکنو لپاره دې بودجه پيدا او راتلوونکې ټاکنې دې دهر ډول مداخلوو پرته په شفاف ډول په ولسواکه فضاء کې ترسره کړي.

په درنښت
ملي ثبات ټولنه

-
بېرته شاته