(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

دصبر کاسه می ختمه شوه

[30.Dec.2015 - 22:19]

بې غیرته پښتنو!
غږ پورته کړئ، چیرته مو چې دنده ده، مسولیت لري، نر غوندي د خپلې ژبې چوپړ وکړئ. له هیچا سره تعصب مه کوي، فاشیزم ته لمن مه وهي، خو خپل حق تر لاسه کړي. لاندې مواردو ته پام وکړئ، بیا لږ په ګریوان کې سر ښکته کړئ. 

۱. ښوونځي کې درسونه په دري
٢. پوهنتونونو کې ليکچرونه په دري
٣. په حکومت کې ټولې فورمې او عريضې په دري
٤. دجايدادونو قبالې په دري
٥. د برېښنا بل مطلق په دري
٦. د ګمرک تعرفې او فورمې ټولې په دري
٧. په وزارتونو کې بانکي تعرفې او فورمې ټولې په دري
٨. حکومتي مکتوبونه چې راځي هغه ټول په دري
٩. دولتي کاروکونکي اکثريت خبرې کوي يوازې په دري
١٠. رسنۍ ٩٧٪ (ټلوېزيون راډيو)  په دري
١١. د وزارتونو داوطلبي سلګونه پاڼې اسناد ټول په دري (غوښتنو سره سره پښتو ١٤ کاله کې تيار نشول)
١٢. د وزارتونو تړونونه ټول په دري (پښتو نشته انګرېزي شته)
١٣. حکومتي ادارو ته چې ټليفون وکړې نو ځواب يوازې په دري
١٤. سفارتونو او قونسلګريو کې ټولې اعلاميې او فورمې مطلق په دري
پښتو چې ترې وغواړې وايي ولې دري دې نده زده؟ کور دې وران شه که زده مې ده کنه ستا يې پرې څه ته ولې پښتو فورمه نه لرې زما لپاره او زما حق تلفي کوې؟؟؟ وايي موږ ته وزارت ندي رالېږلي ته يې خپله ترجمه کړه؟!!!
١٦. دا لړ نور تاسې پسې ور زيات کړئ چېرته چې د پښتو حق تلفي روانه ده...
پښتو ژبه تش په نامه ملي او رسمي ده او له سره په پورتنيو برخو کې شتون او حيثيت نلري، دا نور په يوه لوحه څومره غږ پورته کوي او تر عملي کولو يې نه پرېږدي تاسو ماته وواياست چې په پورتنيو برخو کې د پښتو ولې حق تلفي روانه ده او څوک هيڅ نه وايي؟
فیض محمد ځلان

د يوې ژبې دود...
د دفاع وزارت د نوې ودانۍ د دفترونو لارښودې ډبرې کې, د دري ژبې نه ليکلو بحث, تر سنا وغزېد او دا دی پرېکړه شوې چې دا هر څه دې له سره وليکل شي چې دري ژبه هم په کې وي. مونږ د مشرانو جرګې او دفاع وزارت له دې پرېکړې ملاتړ کوو او فيصله د اساسي قانون مطابق بولو. د دې ډبرې د کرښې بدلېدل دې يو پيل شي او په ټولو رسمي ادارو کې دې د يوې ژبې کارولو دود چې اساسي قانون سره په صرېح تناقض کې دی, ختم شي. له دې وروسته دې ټولې هغه لوحې چې په يوه ژبه دي, په دوه رسمي ژبو شي او ټولو مکاتباتو او مراسلاتو کې دې د دواړو ژبو توازن رعايت شي.
عبدالستار سادات


له یو شمېر ملګرو پرته چې هروخت یې ګډون کړی ا وله هېواده بهر دي
نن فیسبوک ګورم ډیرای ملګري غوسه او خفه دي چې ولې د دفاع وزارت د لوحې په هکله داسې غبرګون ښودل شوی دی، بس فیسبوک کې ښه په درز پوسټونه کوي او یو غر په بل غر ولي که چیرته د عمل خبره دې وکړه او اعلان دې وکړ چې سبا مطبوعاتي کنفرانس دی او یا لاریون دی راشئ چې د عدالت غوښتنه وکړو نو باور دې وشه د خپلې تجربې پراساس ویلی شم چې د عمل په میدان کې خو به یې په سترګو هم ونه وینې دا لا پرځای پریږده نیوکې به هم کوي ( چې لاریون نشی کولی مه یی کوی، یو څوکسه راټول شوي یاست موږ مو وشرمولو خلک به وایی چې بس همدا خلک ول چې زموږ مخالفت یې ښود خوارشئ ) کنځلې سپکې سپورې به هم درته کوي. 
ملګرو که تاسې همداسې بې غوري کوی او ځانونه تېر باسئ نو حق به درنه تروړل کیږي او همداسې به خوار یې که یوه ورځ دفتر ته لاړ نه شوې که یوه ورځ دې خپل شخصي کار د قوم لپاره پرېښود نو هم به ثواب وګټې هم خرما کنه زه او ملګري مې چوپه خوله نه کینو موږ به غږ پورته کو خو که تاسې هم راسره ملګري شئ نو غږ به مو قوي وي کنه موږ خو هروخت الله ج شاهد دی چې ترخپلې وسې چوپ نه یو پاتې.
ددې مسلې لپاره سبا یوه بېړنۍ ناسته لرو ښه شوه چې زموږ دې نورو ورونو دا خبره را برسیره کړه دلته ډېر مسایل دي دا موقع به له لاسه نه ورکو د ولسمشر یو فرمان هم پښتو نه دی د اجرایه رییس هم همداسی پوهنتون هم په یوه ژبه ټول دفتري کارونه په یوه ژبه انډول باید دد واړو ژبو ترمنځ وساتل شي که په دې باندې د چا زړه چوي و دې چوي موږ په خپل هیواد کې په سوال شپې نه شو تیرولی 
ددې لپاره به انشاءالله کنفراسنونه لاریونونه هم کو خو دا حق به ترلاسه کو
عطاالله خان حیران


عبدالله عبدالله بايد له پښتنو بښنه وغواړي
په دې ورځو كې د ملي دفاع وزارت په كومه لوحه كې د پښتو په اړه حساسيت د اجرايي رياست تر دفتر او مشرانو جرګې پورې ورسيد. د عبدالله عبدالله فرهنګي سلاكار وايي چې هغه نقيصه چې د دفاع وزارت په لوحه كې شوې ژر به اصلاح شي ، فاضل سانچاركي په پښتو ليكنې ته نقيصه كارولې ده ، بل خوا د مشرانو جرګې مرستيال محمد علم ايزديار هم ويلي  چې له دفاع وزارت څخه يې په دې اړه وضاحت غوښتى دى . عجيبه وضاحت چې لوحه مو ولې په پښتو ليكلې ده . اوس به نو د دفاع وزارت په لوحه كې بدلون راځي او فارسي به په كې زياتوي ، خو دا كسان دې ته پام نه كوي چې دا د نورو وزارتونو په لوحو كې چې پښتو نشته او ټول په دري ليكل شوي هم يوه نقيصه ده او كه نه په هغه كې ستونزه نشته . عبدالله عبدالله خپله دنده ښه پرمخ وړي او په همدې يې ځان دې ځاى ته ورساوه ، هغه خپلو خلكو او خپلې ژبې ته كار كوي او دا يې حق دى چې كوي يې ، خو ستونزه زموږ ده چې داسې شخص مو ارګ ته ليږلى چې  تر نيمې ورځې نه چالانيږي او چې چالان هم شي نو هرڅه يې مصنوعي وي ، يا داسې ماشومان دي  چې ټوله ورځ په ځان او نورو پسې بد وايي يا يې د حامد كرزي شاه نيولې وي او يا هم د ماشومانو په شان تمامه ورځ په فيسبوك كې د ځان درنې او د نورو سپكې وايي ، دا ښاغلي په دې پوهيږي چې دا ارګ او قدرت د دوى پلرنۍ ميراث دى او كه نه همداسې خلك حق لري چې له ارزښتونو يې دفاع وكړي . همدا اوس د افغانستان د ټولو وزارتونو لوحې په دري ليكل شوې يوه ورځ دوى په دې اړه غږ پورته نه كړ چې ولې په پښتو نه دي ليكل شوي .

اشرف غني او د ارګ    سلاكاران  دې څو ټكو ته پام وكړي :
۱_ د افغانستان په ډيرو وزارتونو ، ادارو او نورو دفترونو كې د  احمد شاه مسعود انځور لګول شوى دى . دا انځور د كوم قانون او لايحې له مخې لګول كيږي ، ژر تر ژره بايد ليرې او كه ليرې نه شي نو يو څو كاله وروسته به د عبدالله عبدالله عكسونه هم په كورونو كې جبري وي .
۲_ د وزارتونو او دولتي ادارو ټولې لوحې بايد له سره وليكل شي او په دواړو ژبو وليكل شي اوس ډيرې لوحې په فارسي ليكل شوي دي .
۳_ عبدالله عبدالله ته بايد ور زده كړل شي چې پښتو د افغانستان د خلكو ژبه ده او په دې ليكل نقيصه نه ده ، تا ته كه فارسي ګرانه ده نو د نورو د ژبو درناوى هم كوه كه نه بيا څوك اړ نه دي چې ستا د يوه قوماندان  انځور په خپلو ودانيو او ملي ادار كې ولګوي .
۴_ اشرف غني بايد ور وښودل شي چې پښتو او پښتني كلتور ستا تخلص نه دى چې ليرې يې كړې ، پښتو د دې خاورې د اوسيدونكو رسمي او ملي ژبه ده او هرڅوك چې ورته سپكاوى وكړي نو بايد ترې پوښتنه وشي .
۵- ارګ ميشتې بايد له سره خپله پيژندګلوي خپره كړي چې خلك يې وپيژني ځكه ښايي خلك تيروتلي وي چې غني ته يې د يوه پښتانه په نامه رايه وركړې او دا رايه بايد ترې بيرته واخيستل شي .
اشرف غني په دې محبوبيت نه ترلاسه كوي چې په پښتو خبرې ونه كړي ، خپل قومي تخلص ليرې كړي ، په سعدي درود ووايي او نور اجتهادونه وكړي .
موږ له چا سره ستونزه نه لرو او دا هيواد د ټولو خلكو ګډ كور دى ، خو چاته اجازه هم نه وركوو چې زموږ په ارزښتونو لوبې وكړي او سپكاوى ورته وكړي .
اوس چې  ارګ له ماشومانو سره دى نو كارونه يې هم ماشومانه دي ، وايي  ( ماشومانو ته يې چې په لاس وركړې له خاورو يې ډكوي )  رښتيا ده
له محور نیوز ویب پاڼې  څخه

دصبر کاسه می ختمه شوه. 
ستانه ګل شیرزاد او انورالحق احدي 
داهغه ښاغلی مشران دی چی هر وخت یی د پښتنو نه دوطن دخدمت او دځان دخدمت لپاره پوره ګټه اخیستی او مقامونه یی تر لاسه کړی. 
کله چی بی هویته عبدالله عبدالله د وزارت دفاع په تخته د دری ژبی دنه شتون لپاره چغی پورته کړی او دوزارتدسرپرست یی د سپیناوی لپاره راغوښتی. 
نو دا ښاغلی مشران دی هم زرترزره دپښتو ددفاع په خاطر ولس راوغواړی او په زغرده دی د متفکر دحکومت نه په ټولو دولتی او غیر دولتی ادارو کی دژبو داندول ساتلو  غوښتنه وکړی او ټول دولتی او غیردولتی لیکنی دی هم په دواړو ژبو کی دلیکلو رغنده ګام واخلی. 
که داسی ونکړی نو بیا خو دوی پوهیږی چی پښتانه به ددوی سره کوم ‌‌‌‌‌‌ډول چلند وکړی اوڅومره به بی واکه او سلب مقام شی او بیا چی تاریخ ددوی په باره کی څه لیکی هغه به ددوی اولادونه ولولی. 
مننه.
راز محمد شیرزاد

#پښتو
دا نن چې څوک په فیسبوک کې د پښتو چغې وهي ، په دوی کې اکثریت یې حتا پخپلو دولتي دفترونو کې پښتو نه لیکي او نه یې وايي! 
اصل کې پښتو د افغانستان یوازنۍ ملي ژبه ده ، خو په رسمي چارو کې پښتو او دري د هېواد په کچه او نورې ژبې لکه پشه يي، ازبکي ، په هغو سیمو کې چې ویونکي یې زیات دي دریمې رسمي ژبې دي. 

که د ان‌‌‌‌‌‌ډول خبره کیږي دا باید په هر ځای او هره برخه کې وشي، خو دا عمل غواړي، قرباني غواړي. 

دا اوس د کابل په ښوونځيو کې د پښتو ژبې د ترویج په وړاندې تر ټولو ستر خڼ‌‌‌‌‌‌ډ پښتنو رامنځ ته کړی. پښتون خپله حاضر نه دی، چې خپله لور او زوی په پښتو ټولګي کې کېنوي. 
خو چې د چغو وخت شي تر ټولو جګې بغارې بیا دی وهي. !
اجمل هو‌ډمن

د فاشیزم او تعصب په وړاندې مبارزه
ځینې سپکو نن د خوږې پښتو ژبې خلاف خوله اسمان ته نیولي، چې ولي د دفاع وزارت کې یواځې پښتو لیکلی شوي ده، یو هم تر ننه پیدا نشو چې ویلي وای چې د لاندې لیکنې ولي یواځې په دري او اینګلیسي لیکلي شوي دي. 
د نظار شورا د لنډغرو تصویرونه ولي په رسمي دفترو کې ځړیدلي، دا ډارن او پردیپال پښتانه دې خدای زر ورک کړي چې د احمد شاه بابا ـ میرویس نیکه او ګڼو نورو باتورانو په یادولو سترګې پټوي.
تر څو چې د دولت ټولې لوحې، مکتوبونه، لیکنې په خوږه پښتو نه وې لیکلی شوي، موږ به هیچا ته د دفاع وزارت د لوحو د لري کولو اجازه ورنکړو.
 لوستو پښتنو لږ غیرت او ننګ په کار دی.
یا ربه توفیق!
فیض محمد ځلان

رسنيو ته ړاووزئ او په  ټولس غږ وکړئ .  دافغانستان اساسي قانون (16)مر مادې هر څه روښانه کړي. مونږ د هيڅ چا سره تعصب نه لرو , خو د نورو هم غواړو له تعصبه لاس واخلي د پنځو ورځو مخکې د هند لومړي وزير وينا ورته چې وېويل تاسې دلته د هر قوم تاجک , ازبک , هزاره , بښتانه او ... همداسې د هر دين او مذهب پيروان , خو تاسې يو وياړ چې هغه دافغان د کلمې پورې تړاو لرئ. نو هر هغه څوک چې تعصب کوي او هغه هم د يو لوی قوم د ژبۍ سره , چاته به اجازه ورنکړو چې خپلو شومو موخو ته ورسيږي. که د ملي دفاع وزارت لوحه بدليږي نود افغانستان د مرکزي ادارو , وزارتونو , د ولايتونو او ولسواليو ټولې سرلوحې بايد داساسي قانون د (16)مادې لومړي  جزء سره سم چې پښتو او دري دواړه رسمي ژبې دي وليکل , له هغې پرته چاته بايد اجازه ورنکړل شي , چې د خپلې خوښې او پرديو په اشارو او لمسونو کارونه ترسره کړي .د مدني فعالانو , ځوانانو مو هيله ده چې د دښمن ددې عمل په وړاندېذغوڅ غبرګون وښاېې . په همدې هيله او اميد . ياربه مرسته درنه غواړو .
کوهاټ بدرخیل


فخر افغان باچا خان بابا وایی کوم قام ته چي خپل ژبه سپکه شی هغه قام سپک شی کوم قام نه چي خپل ژبه ورکه شی هغه قام ورک شی 
دا هغو سپکو او له قام ورکو پښتنو ته وایم چی د دفاع ورارت په لوحی خپه دی په دی هم یوه لیکنه خو وکړی چي ایمان او غیرت مو راته معلوم شی چی غیرت لری دخپل حق دفاع وکړی کنه هغه چاپلوسان یاست 
دا ټول د دولتی ادارو لوحی او سمبولونه دی چي یو کی هم پښتو نشته خو دا مړسترګو غواړمالانو یوهم ونه ویلی چی زما ژبه ولی دلته نشته ولی پښتو داافغانستان اساسی قانون کی دهیواد لمړی او ملی ژبه نه دی څه ؟؟؟ 

که دی بیا ولی دا چاپلوسان دپښتو پوښتنه نه کوی خدای مو وشرموه خپل ژبه مو  هیر کړه خو نوروته مو څلوریشت ساعته مو په نورو ژبو لیکنی پیل کړی وی او د دفاع وزارت لوحی ته ژاړی چی ولی پښتو دی
ځلمی پشتون

هيله ده چې له ښار څخه مې ونه شړئ. تر هغو چې يوه ژبه له پوهنيز اړخ څخه بډايه شوې نه وي که حتا د ټولې نړۍ رسمي او لومړنۍ ژبه هم شي کوم ارزښت نه لري. په نارو سورو، شورځوږ، ساندو او ويرنو او خواشينيو او ښاديو هېڅ هم نه کېږي که غواړئ ژبې ته مو په درنه سترګه وکتل شي او نور هڅه وکړي چې زده او ويې کاروي د خپلې ژبې د پوهنيزې بډاينې لپاره کار وکړئ.
تېر کال همدلته په فېسبوک کې ښاغلي ډاکتر لطيف بهاند ليکلي ول چې او پښتنو کوم څوک شته چې زما دوه زره مخيز کتاب چې له روسي مې پښتو ته ژباړلی چاپ کړي؟
له در وياړو در وياړو پرته هېڅ يوه هم ټټر ونه ډباوه چې زه به يې درته چاپ کړم. حتا ستا د دومره خواريو او کړاونو تنخا به هم درکړم. يوه ورځ يې راته وې، دا دې د پښتنو حال دی. يوه پارسي ژبي سياستوال ورسره اړيکه نيولې وه او ورته يې ويلي ول دا خو به چاپ چاپ کړم، که بل کوم يو ناچاپه کتاب لرې هغه به هم چاپ کړم.
له شلو ډېر کالونه کېږي چې شپه او ورځ د پښتو د بډاينې لپاره بوخت يم. تر اوسه مې له هېڅ يوه سرکاري او ناسرکاري اورګان څخه يوه افغانۍ هم نه ده اخيستې خو په دې ۶۰ ميليونه پښتنو کې له پينځو شپږو شخصي ملګرو څخه پرته چې زما د مړي او ژوندي پوښتنه يې کړې بل هېڅ يو پيدا نشو چې ووايي دا بهيج او بهيج غوندې په سلګونو نور ليکوالان او څېړونکي به څه خوري؟ په دې ساړه ژمي کې به د خپلې خونې د تودولو لپاره څه ولري او که نه؟ ماشومان به يې د ښوونځي او ډاکټر فيس له کومه کوي؟ او ...
پښتونه، تر هغو چې له پوهنيز پلوه په ژبه پانګونه ونه کړې څو کالونه وروسته به دې ژبه په مړو ژبو کې شمېرلې وي.
بهیج عثماني

یوازی یوځل په یوه دولتي اداره کی په رسمي ژبه پښتو یوه لوحه ولیکل شوه ، زموږ دري ژبو ورونو یی یوازی یوه ورځ هم د زغملو وس ونه لرو 
خو پښتانه په کلنو دا بی عدالتي زغمي خو غږ یی جګ نه کړ 
بی غیرتي ده که حوصله ؟
موږ له ولسمشره غواړو چی 
۱- د یو فرمان له مخی د ټولو دولتي ادرو لوحی په پښتو ، دري او انګلیسي ژبه ولیکل شي ( د لیکلو ډول : ښي اړخ ته پښتو ، کیڼ اړخ ته دري او د دواړو لاندی انګلیسي ) 
۲- په ټولو دولتي ادارو کی فورمی په دواړو ژبو ولیکل شي ( د لیکلو ډول : لکه په پاسپورت او تذکرو کی ) 
( په ادرو کی د مکتبونو د لیکلو او په مورنۍ ژبه د زده کړی په برخه کی یو ځانګړی تګ لاری ته اړتیا ده چی باید ترتیب شي  )
شیرولي شیر

په ارګ کې ناست صابونکان خو د یوی لوحی د ساتلو وس هم نلری نور خو پریږده ، شکر چی همدا او داسی نور ورته ځوانان لرو چی تل د نابرابریو پر وړاندی غږ  پورته کوی ، ویاړو په دوی !
سرور خیری


ښاغلو ، اغلو، خپلو او پردو یوه خبره واورئ!
پــښتو ژبه د یو توکم ( قوم ) ژبه نه ده، بلکې  پښتو د افغان ملت  ژبه ده.
څوک چې خپله ژبه سپکه کړی نو سپک شي
څوک چې خپله ژبه ورکه کړي نو ورک شي
په اوسنیو حالاتو کې هم سپک شوې او هم ورک شوې، ځکه اوس دې څوک  یوه لوحه هم په  پښتو نه مني،  ورکېدن خو ... نه لري.
څوک مه ګرموئ!  ګناه مو خپله ده.........
#تریخ حقیقت#
ماڼو ساپی


 ټولې دولتي لوحې بايد په دواړو ژبو
۱- پښتو
۲- دري/فارسي
او  که د نړيوالې ژبې اړتيا وي نو په 
۳- انګليسي يا عربي 
دې وليکل شي!
فرید بزګر


له ما څخه ځینی پښتانه وروڼه (له هغه نورو خو ګیله نشته)اوس هم په همدی کرکه کوی چی ګواکی زه متعصب یم ,د ما یواځینی تعصب صرف په افغان خاوره د پښتو خپل حق تر لاسه کول وو خو نن هغوي زمونژ يوه پشتو لوحه تحمل نكره .
د فاشیستانو سپین سترګی نن ټول پوه کړل چی د پښتو لیکلو او ویلو حق باید ولرو !
تکړه شی !
عزت یار


د دفاع وزارت کی د لوحی په سر شخړه د پښتنو په ګټه ده.
متل دی چی وایی: الله دی هغه شر پیښ کړی چی زمونږ په کی خیر وی.
لدی وروسته باید ټول پښتانه په یو غږ او یوه خوله په هر ځای کی د پښتو ویلو لیکلو او اوریدلو لپاره پوره کار وکړی او همداسی غږ پورته کړی چی څرنګه د مشرانو جرګی لومړی مرستیال ایزدیار او عبدالله عبدالله پورته کړ.
دا ددوی حق دی او دوی حق لری چی داسی غږ پورته کړی او دغو ډلو تل خپل غږ پورته کړی دی.
خو بیغرته یواځی ډیری پښتانه (ټول نه ډیری) دی چی د محافظه کارۍ کوی او ځان ملی ښیی. 
دارنګه پښتنو د نورو هیواد نورو دوښمنانو څخه پښتو ته ډیر زیان اړولی دی.
ځینی پښتانه چی کله د پښتو په ننګ راولاړ شی نو بیا یی سمدستی پری ټاپه وهی. چی ګویا دغه ډول خبری پداسی وخت کی د هیواد په زیان دی.
سمه ده چی پښتو او دری دواړه د هیواد رسمی ژبی دی او ملی هم دی. نو د قانون پر اساس باید د دواړو ژبو تناسب په پام کی ونیول شی.
لومړی باید د پلازمینی کابل کی د ښونځیو نیولی ان تر پوهنتونونو او وزارتونو پوری د هیواد دواړی ژبی مساوی او تناسب یی باید مراعات شی.
که زه د خپلی ژبی (په لیکلو، لوستلو او ویلو) متعصب شمیرل کیږم نو شم دی.
خو ته له ما ډیر متعصبه یی چی ما خپلی ژبی (په لیکلو، لوستلو او ویلو)  ته نه پریږدی.
اوس ددی وخت را رسیدلی چی باید پښتو ووایو، ویی لیکلو او ویی لولو.
راځی چی له دی ټکی څخه ځان نور خلاص کړو چی ګنی څوک به راته متعصب ووایی چی ولی پښتو لیکلو، لولو یی او خبری پری کوو!
قسیم دقیق


همدا د حق غوښتني ښه موقع ده
که دفاع وزارت بورډ باندي څوک پښتو نه سي لیدلای، نو موږ ولسي جرګې بورډ کي پاړسو نه غواړو ووینو.
حفیظ الله پاڅون

کوم قام ته چې خپله ژبه سپکه شی خپله سپک شی او پسې ورک شی خپل هویت د نورو په ګټه له لاسه ورکړی 
نو پښتنو ته هم په اوس وخت کی په کار ده چې دولت د پښتو ژبی سره عادلانه چلند ته متوجه کړی ځکه چې دا ۱۵ کاله دولت په دی هکله ناغیړی کړېده او تر اوسه لا داسی لوحی فورمی او اسناد شته چې یواځی په یوه ژبه دی.
په رښتیني توګه د قانون د پلې کیدو په هیله.
کابل که پیښور وژاړو
که څه هم دا دواړه د مقایسې وړ نه دی
ځکه چي کابل کی خو مو واک خپل دی پیښور کی هغه هم د بل دی
دا لمړی انځور د افغان پارلمان نوې ودانۍ د پرانیستی د لیکدړې دی چې ۵ ورځی مخکی پرانیستل شوه
دا دوهم انځور دنن ورځې د پښتونخوا د بل زړه د ژوب دی چې نوازشریف ډیر په اب او تاب د پښتنو د غولولو لپاره د ګوادر- کاشغر د اقتصادی کاریډور د لویدیځی برخې د پرانیستلو په موخه راغلی وه مګر د یو سړک درغونی کار یی پرانیست چې دایی لیکدړه ده 
نو په دواړو کی د پښتنو خاوره مګر ژبه یی نشته بلکی هاخوا خو مو سیاسې واک هم نشته
خان محمد پکتین


اوس یې خوند وکړ، په دفاع وزارت کې یوه لوحه پښتو ده څومره غبرګون وښودل شو، خو له دې وړاندې چې د ډېرو وزارتونو لوحې یوازې په دري وې زما او ستا غټ سرو چارواکو له احتیاط څخه کار اخیسته او له خولې یې سوڼ هم نه خوت. ای څوکۍ خوښو ځانچارو شرم وکړئ.
ضیا الرحمن ضیا


د دفاع وزارت د نوي ودانی په دیوال په پختو ژبی یو سو ليكل شوي کرخی دغه خلك نشى زغملاى , حال دا چی مونژ په پٹه خوله هر سه منو ؟ . رختيا  چی مونژ ( غول او گوسفند ) یو .
د كرزى دى ألله تعالیٰ كور وران كڑی ، چی په افغانانو یی خره , غله , جٹ او جولا واکمنان کڑل . 
د دفاع وزارت په دیوال دوہ لوحى دى ، چی یوه په دری او بله په پختو لیکل شويدہ . خر ایزدیار ولی د هغى لوحى په هکله پٹه خوله ده ، چی په دری لیکل شويده .
مطیع الله عالمي


د ایزدیار په نامه دشینګری زوی دمُلی دفاع وزرات په یوه لوحه چی دوه ټکی پښتو پکی لیکل شوی دبدلون امرکوی ، او نـن ستانکزی ، قدم شاه غل او ټول لوړ پوړی چارواکی د وزارت د بندو دروازو تر شاه د یوی لوحی لپاره غونډه کوی د غدر زامن ....
دولتی لوحی او ورځنی صادره وارده مکتوبونه ټول باید سم په نیمه په دواړو ژبو شی نور نو بس دی پټه خوله پاتی کیدل تر دا یو متر شملو یی سړی در تاو کړی بی غیرتو چوکی پالو ....
#پښتو  ژبی سره #خیانت بس دی
احمدشاه وردګ


ژبنی عدالت
پښتو او دري ددې هېواد دوه رسمي ژبې دي او په ټولو ادارو کې دې مساویانه برخه ورکړل شي.
طائر ځلاند

-
بېرته شاته