(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د ملاله په کلي کې کلثوم

[01.Jan.2016 - 17:53]

ډیوه: د پښتونخوا د شانګلې سیمې شاه پور کلي کې نزدې اتلس کاله وړاندې ملاله یوسفزۍ ځېګېدلې وه. د تعلیم لپاره د هغې کوششونو او په بدل کې د طالبانو ظلم، د غره په لمن کې د اسلام اباد نه په سلګونو ميله لرې د شاه پور کلي وړه ملاله په نړۍ کې په هر چا وراوپيژندله. خو ددغه کلي بله لور- کلثوم- د کلیوال رسم او د سړي د ننګ په سولۍ داسې خیژي- چې ورسره د شوي ظلم کیسه لیکل هم یو ګران کار جوړیږي.

نزدې پنځه ورځې وړاندې، د میړه د کور سړو کلثوم په ګډه اووهله او اوټکوله-اوپه مرۍ ورته لکه د خپسی کېناستل.عیني شاهدان واېي د چغو او فریاد وروسته يې ورته په خله کې زهر ورواړول او چې مړه شوه نو د رپورټونو تر مخه د ځاېي ډاکټرانو او ځاېي پولیسو نه يې د هغې په وژنه کې د بې قصورۍ سند هم ترلاسه کړو.

کلثوم په کلي او ګاونډ کې په ځان وژنه یا خودکشۍ تورنه شوه. کلثوم مړه هم- او پړه هم.

ملاله یوسفزۍ خپل شاه پور کلی په ټوله نړۍ پېژندلی. د سولې نوبل جاېزه يې هم ګټلې. د امریکې د صدر بارک اوباما په ګډون د نړۍ مخه ور مشران يې د لیدو ارمان کوي. خو د دغه کلي یو څو سړي په خپل ظلم شاه پورکلی د یوویشتمې پېړۍ نه بیرته د کاڼو لوټو هغه دور ته بوځي چې واکمن يې یواځې- او یواځې سړی او د هغه خپل سره ناموس دی.

عیني شاهدان واېي د وژل شوې کلثوم د میړه د کور نارینو په ګډه دغه بوګنونکې وژنه کې برخه اخستې. د کلثوم د وژنې د منظر نه د سبق اخستو لپاره، عیني شاهدان واېي سړو د کورنۍ ټولې ښځې هم تماشې ته کېنولې وې.

د کلثوم لپاره شاه پور کلی د زوړ قباېلي دور یوه نوې نمونه وه. نوموړې هیله ۱۳ کلنه وه چې د لومړي قباېلي ظلم ښکار شوه او یو شپږ پنځوس کلن سړي ته د هغې د مرضۍ پرضد ورواده شوه. پنځلس کالو پورې د خپل میړه سره ناسته وه.

عیني شاهدان واېي ناچاقه کورني ژوند کلثوم د کور نه په تېښته مجبوره کړه. او چې کله د خاوند کورنۍ هغه بیرته اوموندله- نو یو ځل بیا د قباېلي رسم قرباني سړی نه- بلکه ښځه – یعنی کلثوم شوه.

واېس اف امریکا ډیوه ته د کروړې تهاڼې د ځايي پولیسو مشر اسلم پرویز خان ويلي چې د الپورې د سول جج نه يې د پېښې د پلټنو لپاره په ۲۹ دسمبر اجازه اخستې. او باور يې ورکړی چې پولیس به د کلثوم د مړي پوسټ مارټم کوي. دا چې کله – معلومه نه ده.

د کلثوم خسرګنۍ د علاقې مخه ور ګڼل کیږي. د میړه یو ورور يې مولانا محمد افضل نومیږي. په سیمه کې د قران او حدیث د عالم په توګه پیژندګلو لري. او بل لیور يې په حکومت کې په یوه اعلی څوکۍ هم پاتې شوی. په سیاسي توګه شاه پور کلی او ټوله شانګله کې مسلم لیګ (ن) ډله او د عمران خان تحریک انصاف ګوند نن صبا زیات اثر لري. دواړه ګوندونه د انصاف او د غریب سره د مرستې نعری وهي. خو دا به کتی شي چې د کلثوم په وژنه کې د انصاف - او که نا- د ظلم تله درنه ده.

 

voadeewaradio.com -
بېرته شاته