(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

کرکټ :نړیوال ریکارډونه

[12.Jan.2016 - 13:39]

په کرکټ کې د افغانستان نوي نړیوال ریکارډونه

جعفر هاند
افغانستان د ۲۰ اورونو په درجه بندۍ کې په نهم، په یوې ورځنیو سیالیو کې په لسم او په څلور ورځنیو سیالیو کې په ۱۳ مقام باندې دی.
افغانستان د ۲۰ اورونو په درجه بندۍ کې په نهم، په یوې ورځنیو سیالیو کې په لسم او په څلور ورځنیو سیالیو کې په ۱۳ مقام باندې دی.
شریک کول
ښايي دا لومړی ځل وي چې د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله او یا هم افغان لوبغاړي په شاوخوا یوې میاشتې کې په کرکټ کې دومره پام وړ نړیوال ریکارډونه جوړوي.

افغانستان د کرکټ د نړیوالې شورا له لومړۍ درجې غړي زمبابوي سره په شارجې کې پنځه یوه ورځنۍ او دوه د ۲۰ اورونو سیالۍ وکړې او ویې ګټلې.
افغانستان د کرکټ په تاریخ کې لومړنی هېواد شو چې د کرکټ د نړیوالې شورا له یو بشپړ غړي څخه د یوې ورځنیو او ۲۰ اورونو د نړیوالو سیالیو سیریزونه – لړۍ - ګټي. دا دویم وار دی چې افغانستان له زمبابوې څخه سیرېزونه ګټي.
لومړی وار یې په اکتوبر کې په خپله په زمبابوې کې و.

افغانستان په دغو بریاوو سره په لومړي ځل د کرکټ د نړیوالې شورا د یوې ورځنیو سیالیو په درجه بندۍ کې په لسو غوره لوبډلو کې راغی.

افغانستان اوس په لسم نمبر باندې دی او تر افغانستان دوه مخکې هېوادونه ویسټ انډیز او پاکستان دي.

افغانستان د ۲۰ اورونو په درجه بندۍ کې بیا تر بنګلدېش هم مخکې په لسم ځای باندې دی.

پر دې سربېره افغانستان د هغو لوبډلو په سر کې راغی چې په ۲۰۱۵ کال کې خپلې اتیا فیصده نړیوالې لوبې ګټلې وې.

د محمد شهزاد ریکارډونه
محمد شهزاد لومړنی افغان شو چې د ۲۰ اورونو په نړیوالو لوبو کې ۱۰۰ منډې کوي. هغه د جنورۍ په لسمه نېټه د زمبابوې خلاف یوې لوبې کې ۱۱۸ منډې وکړې او تر پایه هم ونه سوځېد.

دی د نړۍ په کچه څلورم لوبغاړی شو چې د ۲۰ اورونو په سیالیو کې ډېرې منډې کوي، خو د دویمې درجې هېوادونو دویم لوبغاړی شو چې په دا ډول لوبو کې سلیزه کوي؛ تر هغه مخکې د سکاټلېنډ یو لوبغاړي چې دویمه درجه هېواد دی، د ۲۰ اورونو په سیالیو کې سلیزه کړې وه.

شهزاد محمدي لومړنی افغان شو چې د ۲۰ اورونو په سیالیو کې سلیزه کوي.
شهزاد محمدي لومړنی افغان شو چې د ۲۰ اورونو په سیالیو کې سلیزه کوي.
شهزاد اوس د ۲۰ اورونو په نړیوالې درجه بندۍ کې اتم مقام ته رسېدلی دی.
همدغه راز هغه لومړنی افغان لوبغاړی شو چې په یوې ورځنیو نړیوالو لوبو کې د کرکټ د نړیوالې شورا د بشپړ غړي په وړاندې سیالیو کې ۱۳۱ منډې کوي.

د شهزاد سلیزې
بیا هم شهزاد لومړنی افغان دی چې په نړیوالو یوې ورځنیو سیالیو کې څلور سلیزې لري. هغه په څلور ورځنیو، یوې ورځنیو او د ۲۰ اورونو په نړیوالو سیالیو کې تر ۱۰۰۰- ۱۰۰۰( زرو) ډېرې منډې کړي چې تر دې دمه لا کوم بل افغان لوبغاړي دا کار نه دی کړی
محمد شهزاد محمدي په ۱۷ څلور ورځنیو لوبو کې ۱۳۴۱ منډې لري چې تر ټولو ډېرې يې ۲۱۴ دي، هغه په دا ډول سیالیو کې درې وارې سلیزې کړي دي.
نوموړي تر دې دمه ۳۹ یوه ورځنۍ نړیوالې لوبې کړې چې ۱۲۲۹ منډې لري او تر ټولو ډېرې یې ۱۳۱ دي. هغه څلور وارې سلیزې کړي دي
شهزاد په ۳۸ دا ډول سیالیو کې ۱۱۱۱ منډې کړي چې ډېرې يې ۱۱۸ دي، هغه په دا ډول سیالیو کې ۴۲ شپږیزې او ۱۱۵ څلوریزې وهلي دي چې تر دې دمه کوم بل افغان لوبغاړي دومره شارټونه نه دي وهلي.

نبي او دولت
پر شهزاد محمدي سربېره محمد نبي عیسی خیل او دولت ځدراڼ دوه نور هغه افغان لوبغاړي دي چې په یوې ورځنیو نړیوالو سیالیو کې یې تر ۵۰ ډېر کسان سوځولي دي. دوی دغه ویاړ له زمبابوې سره په سیالیو کې ترلاسه کړ.

نبي چې د افغانستان یو تجربه لرونکی لوبغاړی بلل کیږي په ۶۱ نړیوالو یوې ورځنیو سیالیو کې ۵۵ مخالف لوبغاړي سوځولي دي.
دولت ځدران هم محمد نبي په یوې ورځنیو سیالیو کې تر ۵۰-۵۰ ډېر کسان سوځولي دي.
دولت ځدران هم محمد نبي په یوې ورځنیو سیالیو کې تر ۵۰-۵۰ ډېر کسان سوځولي دي.

دولت ځدراڼ بیا یوازې په ۳۹ سیالیو کې ۵۷ مخالف لوبغاړي سوځولي دي. هغه اوس د ۲۰ اورونو په نړیوالې درجه بندۍ کې اتم باولر دی.

پاتې دې نه وي چې تر دوی وړاندې بل افغان لوبغاړي حمید حسن بیا په ۳۰ نړیوالو یوې ورځنیو سیالیو کې ۵۴ کسان سوځولي دي، دی لومړنی افغان باولر و چې په دغو سیالیو کې دا مقام ترلاسه کړ.
هغه اوس په خپلې پښې کې د ټپونو له کبله د اوس لپاره لوبه نشي کولی.
جعفر هاند ـ وي او ای

-
بېرته شاته