(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

دباچا خان بابا په اړه

[23.Jan.2016 - 18:43]

دباچا خان بابا په اړه بیلابیل لیکوال

د پیرنګیانو خلاف دباچاخان او د خدائي خدمتګارو نفسیاتي/روحي (سیکالوجیکل) مبارزه

لیک: قانونپوه علي خان محسود ـ اوپرتال / جرمني

داچې باچاخان د مکار دښمن سره مخامخ ؤ،نو هم دغه وجه وه، چې د خپل لښکر ملګري ئې په سیاسي او نفسیاتي توګه ښه روزلی ؤ.

دباچاخان بابا دعدم تشدد خدائې خدمتګارو د غورځنګ لارویان او ملګري ټول غریبانان او کسب ګر پښتانه ؤ، د ګوتو په شمار یو څو ملي خانان او دیني عالمان هم د بابا سره ملګري ؤ.

باچا خان به خپلو خدائې خدمتګارو ملګرو ته د هندوستان سره او په ځانګړي توګه د پښتنو اوافغانستان سره د پیرنګیانو ظلمونه،شوکې او ناکړدې وار په وار تشریح کولې. درې درې ورځې او شپې یوپر بله پسې ناستې او غونډې کیدلې، هند ته دپیرنګیانو راتګ په موضوع به رڼا اچول کیده او د سیمې، علاقې او نړۍ په هره موضوع به ژور ژور بحثونه کیدل، د هرې ربړې او موضوع به بیلابیل (مختلف) اړخونه څیړل کیدل، د قسماقسم پایلو(نتیجو) اوشونتیاو ( امکاناتو) اټکل به پکې وړاندې کیده، چې په دې توګه به نالوستي (بې سواده/ انپړ) خدائې خدمتګار دنړۍ (جهان) او منطیقې د حالاتو نه هم خبر او پوه وه.

هم ددې روزنې برکت ؤ، چې خدائې خدمتګار نه خرڅ شول او نه وډاریدل، ځکه چې دوۍ سم شعوري روزل شوې ؤ.

داچې پیرنګیان درې ځلې په افغانستان کې شرمیدلي ؤ، نو دوۍ په هند کې افغان او پښتون د وحشي، لیوني او سرتمبه په نوم مشهور کړی ؤ، دا ځکه چې ددوۍ سره ډار ؤ، چې که چیرې پښتانه د هند د ازادۍ د غورځنګ سره یو ځای شي، بیا به د هند ساتنه ګرانه شي.

په دغه وخت کې به باچاخان بابا د هند دورې کولې ، او هندوستانیانو ته به ئې وئیل ، چې پټانان هم ستاسو په څیر خوله، دوه غوږونه او سترګې لري، بل مخلوق نه دی، داچې پیرنګیانو مونږ تاسو ته بد درپیژندلې (معرفي) یو، ددې شاته د پیرنګي سیاست دی، پیرنګیان نه غواړي، چې هند کې قومونه سره یو شي، پیرنګیان په شوکې او لوټ مار پسې راغلي دي، پیرنګی زمونږ او ستاسې ګډ دښمن دی. نه ستاسو دوست دی او نه زمونږ.

دغه رنګه خبرې پیرنګیانو چیرته زغملی شوې. دوۍ هندکې پروپاګنده کوله، چې تاسو هندوستانیان د وحشي پټانانو نه مونږ ساتلې یاستئ که مونږ نه ؤ، دوۍ به تاسو ژوندي وخوري.

د باچاخان د هلوځلو، منډو ترړو له امله ورو ورو د هند دخلکو دپټانانو نه ډار کم شو ،دوۍ لیدل، چې بابا هم پټان دی، دی خوسم دم پرامنه انسان دی.

مګر پیرنګي کله غوښتل،چې د هند په میشتو قومونو کې اتفاق او اتحاد پیدا شي.پیرنګی د متحده هندوستان مخالف ؤ. لومړنۍ تفرقه ئې د مذهب په نامه د هندو اود مسلمان په نوم واچاوله، چې دغه بې اتفاقۍ ته مسلیم لیګ ډېره لمن ووهله،دوۍ هیڅکله ددې په حق کې نه ؤ چې هندو او مسلمان دې یو موټی شي.

څه وخت چې باچاخان په هند کې په هندوانو، مسلمانانو او هم پارسیانوخلکو ګران شو، نو د مسلیم لیګیانو سره غم شو، چې باچاخان بابا راته د هندو او مسلمان اتفاق جوړوي.

دغه وخت کې جناح د پیرنګي او مسلیم لیګ نه خفه شوی ؤ او په لندن کې مرور ناست ؤ، پیرنګیانو جناح پسې لیاقت علي خان ولیږه، چې د خدای له پاره د باچاخان، ابوالکلام ازاد او ګاندهي جي مخه ونیسه او پیرنګیانو مسلیم لیګیانو ته سترګه وهلې وه، چې مونږ درسره ملګري یو.

جناح راضي شود مسلمان او هندو نفرت ئې له سره بیا راژوندی کړ، چې پایله (نتیجه) ئې د هند ویش (تقسیم) شو.

زه د بابا او ددوۍ د ملګرو یو څو بیلګې (مثالونه) راوړم، چې دوۍ په سیاسي او روحي / ساوال (نفسیاتي) توګه څومره پاخه روزلی شوي ؤ.

لومړی: د کوهاټ ربړه (تنازعه)

د پښتنو خپل قبیلوي ویش وي. کوهاټ کې یو ورکوټې غر ؤ، په دې باندې د بنګشو اوخټکو تنازعه او ربړه وه، دغه د1942 ع کال خبره ده. د کوهاټ ډیپټي کمیشنر د روغې جوړې له پاره ورغلی ؤ،د دواړو غاړو نه ئې تپوس کړی ؤ، چې په څه وران یاستئ؟. بنګشو ورته وئیلي ؤ، چې په دغه غره باندې . دغه غر زمونږ دی، خوخټکو چټي پرې دعوه کړې ده.

خټکو ورته وئیلې ؤ، چې نه صیب د پښتونولۍ په تقسیم کې دغه غر زمونږ دی.

پیرنګي ورته وئیلی ؤ،چې دغه کلی چې غره ته نزدې دی د چا دی؟.

د بنګشو ملکانو ورته وئیلې ؤ، چې صیب دا زمونږ دی. د خټکو له ملکانو نه ئې تپوس کړی ؤ، چې ستاسو کلی چیرته دی؟.

د خټکو کلی د غرنه لرې ؤ، نه ښکاریدو. ډیپټي کمیشنر خپل نوکر ته وئیلې ؤ، چې دوربین راکړه، بیا ئې په دوربین کې د خټکو کلی لیدلی ؤ، پریکړه ئې د بنګشو په حق کې کړیوه، بنسټ ئې دغه ؤ،چې د بنګشو کلی غره ته نژدې ؤ او د خټکو کلی په دوربین کې هم سم نه ښکاریدو، حقیقت کې غر د خټکو ؤ.

په دې وخت کې یو خدائي خدمتګار راپورته شوی و، ډیپټي کمیشنر ته ئې وئیلې ؤ،چې دوربین راکړه.

خدائې خدمتګار دوربین کله ځمکې ته، کله اسمان ته، کله ختیځ ته، کله لودیځ ته، کله سوئیل ته او کله شمال ته نیسي. پیرنګی غوصه شوی ؤ، چې لیونیه څه ګورې، د دوربین چل هم نه درځي؟.

خدائي خدمتګار ورته وئیلې ؤ، چې ډیپټي کمیشنر صیب تاسو خو د خټکو کلی په دوربین کې ولیده، ماته خو ستاسو کلی په دوربین کې هم نه ښکاري. پیرنګی سپک شوی و،او په منډه تللی و. دغه وو د بابا روزنه (تربیت).

دویېم:

د کوهاټ د علاقې نه ئې په دویم جنګ کې د بنګشو او خټکو د قبیلو نه ځوانان د پوځ له پاره ګومارل ( بهرتي کول). بابا به د پیرنګیانو د تنګولو او نفسیاتي دباؤ له پاره د کوهاټ دورې کولې. خټکو او بنګشو ته به ئې وئیل ، چې پیرنګی دښمن دی ، تاسوخپل بچي د توپ خولې ته مه ورکوئ، چې له همدې امله ډیرو بنګشو او خټکو ځوانانو د پیرنګي د پوځ دګومارنې ( بهرتي) کیدو نه انکار وکړ او بابا د پیرنګیانو له خوا په کوهاټ بند شو.

دریېم:

ارباب سکندر خان شهید،چې د ای این پي یو لوې او عزتمند مشر و، مونږ ته خبره کوله، چې ۱۹۳۰ع کال کې مونږ اسلامیه کالج پیښور کې پوهیدونکي (سټوډنټس) ؤ، مونږ باچا خان دوینا( تقریر) له پار ه رابللی و، د باچا خان د راتګ سره پیرنګیان وارخطا شول زښت ډېر پوځ ئې راوستی ؤ.

ارباب صیب وئیل:چې مونږ واړه ؤ، حجرې کې به دغه خبره کیدله، چې که څوک پیرنګي ته ګوته ونیسي، پیرنګی دغه نه زغمي. دستي ګوته یانې د شهادت ګوته ترې پریکوي. ارباب صیب وئیلې چې یوې خوا زمونږ زړه کیدو، چې ګوته ورته ونیسو له بلې خوا ډاریدو چې پرې ئې نه کړي. دغه نفسیاتي ویره (دباؤ) د پیرنګیانو ایجنټانو او جاسوسانو خوره (مشوره) کړې وه، چې ددې نفسیاتي دباؤ نه باچا خان خبر ؤ او پرې پوهه ؤ، کله چې اسلامیه کالج ته راورسیدو، زښت ډېر پیرنګیان هم ولاړ ؤ.

باچا خان د خپل تقریر نه مخکې لومړی غږ وکړ، چې پیرنګیانو ته ګوتې ونیسئ، لومړی باچاخان پیرنګیانو ته ګوته ونیوله مونږ هم ورته ګوته ونیوله. ځنې ګوره ګان (پیرنګیان) ددې خبرې نه خبر نه ؤ، هغوۍ هم مونږ ته ګوتې ونیولې.

هم هغه ورځ وه، چې دغه ویره او دباؤورک شو. پیرنګیان د سره له دې خبرې خبر نه ؤ، دغه پروپیګنډه د هغوۍ تالي څټو خوره کړې وه.

څلورم: د وسیع بابا خبره

مونږ د۱۹۷۴ ع کال د جولاې د میاشتې څخه تر ۱۹۷۵ ع کال د مئ د میاشتې پورې د ذولفقار علي بهټو په وخت کې هریپور بندي خونه (جیل) کې بندیان ؤ، هغه وخت زه د پښتون سټوډنټس فیډریشن د پوهنتون (یونیورسټۍ) او د حقوقو د پوهنځي ( لا کالج) مشر صدر) وم).

وسیع بابا عمر به هغه وخت د ۷۳ کالو ؤ دمنګ (عمر) نه پوخ، مګر دطبیعت نه هلک ؤ. مست مست به ګرځیدو، مونږ به ورته ځوان وئیلو، مونږ سره به ئې ولیبال کولو، منډې به ئې راسره وهلې، خدای روغ وجود ورکړی ؤ، د پیرنګیانو د وخت کیسې (قیصې) به ئې راته کولې.

وئیل ئې،چې زه یوه ورځ پولیسو ونیولم دغه هم ۱۹۴۲ خبره وه، چې درې ورځې مې په تهاڼه کې تیرې کړې بیا ئې مردان کې پیرنګي مجسټریټ ته پیش کړم، پیرنګي پوښتنه وکړه،چې څه ورانی دې کړی دی؟ ، ما ورته ځواب ورکړ، چې هیڅ جنګ جګړه مې نه ده کړې، فقط د هند د ازادۍ چغه مې وهلې ده، پیرنګي راته ووئیل ، چې بیا به دغه چغه نه وهې ضمانت راکړه!، ما ورته ووئیل چې د څه ضمانت؟. ده راته ووئیل چې ونه تښتې.

ما ورته ووئیل، چې ته ضمانت راکړه. پیرنګی په غوصه شو، چې دماغ دې خراب دي، ما ورته ووئیل چې نه! دا ځمونږ وطن دی، زه به چیرته وتښتم، ضمانت ته راکړه، چې لندن ته ونه تښتې، پیرنګی نور غوصه شو، پولیسو ته ئې ووئیل ، چې وئې باسئ.

دغه ؤ د بابا روزنه او تربیت، چې یو ساده باده خدائي خدمتګار پیرنګی بې ځوابه کړ.

دغه کیسه (قیصه) به مونږ بیابیا کوله، ډېر خوږ اوښه بابا ؤ، اوس هم کله ناکله راته یاد شي، که څه هم زه

اوس پخپله د بابا پوړۍ ته نږدې شوی یم

پنځم: د کلي نائې (ډم) او وروسته د باچاخان د غورځنګ جرنیل:

د کرک د سیمې د پیرنګیانو مشهور غټ اعتباري جاسوس ( ایجنټ) د خټکو علي قلي خان (خان بهار) چې د غازي امان الله خان په مقابل کې ئې ډیر زهرجن رول لوبولی ؤ، د ګوډ ملا اومجددیانو په زریعه ئې د ملکې انځورونه (عکسونه) په پښتنو او بره افغانستان کې خواره کړي ؤ

د علي قلي خان (خان بهادر) به دغه اصول ؤ، چې کله به د اخترونو په وخت کې کلې ته لاړ، چې څوک به ستړي مه شۍ او اختر مبارکۍ ته راتلل، نو یو یو کس ته به ئې یوه یوه روپۍ ورکوله.

په هغه وخت کې یوه روپۍ ډېر شی ؤ. د کلي نائي (ډم) ته به ئې دوه روپۍ ورکولې.

یو ځل دغه دکلي ډم د خان قلي خان د اختر مبارکۍ ته نه ؤ راغلی، علي قلي خان تپوس کړی و، چې ناروغه (بیمار) خو نه دی؟ چا ورته ویلې وو، چې روغ او جوړ دی.

بیا ئې پسې خبر لیږلی ؤ، چې راشه ، هغه ورته ځواب ورکړی ؤ، چې ته یانې خان بهادر صیب دې راشي. قلي خان ویلې وو، چې زه ولې ورشم ته خو تل (همیشه) ماته راتللې

دډم ځواب دغه و،چې هغه وخت زه د کلي ډم وم او اوس زه د خدائي خدمتګارو د غورځنګ جرنیل یم، ما او تا کې ډېر فرق دی. تاسو پیرنګی ټینګوۍ او مونږ ئې شړو. زه اوس د باچاخان ملګری یم . خبره کیږي، چې قلي خان سوړ اوسیلی کړی ؤ او ویلې ؤ، چې دا راته هم سور پوش شو. یانې کانګرسي ، خدائې خدمتګار

دغه ؤ څو بیلګې (مثالونه).

دبابا خدمتونه حد نه لري.

ستا د خایست ګلونه ډېر دي

ځولۍ مې تنګه زه به کوم کوم ټولومه

په درناوي

د باچاخان په پوهنتون برید په کلکه غندو : د پښتنوټولنیزولسولیزګوند
دغندلو، غمرازۍ او خواخوږۍ لړۍ روانه ده، په غمرازۍ ، خواخوږیو او غندونو ستړې شو. هره ورځ نوې غمیزه، پښتو له نصابه ویستل کیږي، پښتو له دفترونو او ښوونځیو ویستل کیږي
هره ورځ په سلګونو پښتانه شهیدان کیږي، چا پوښتنه وکړه ؟ نه ! نه! نه!
چا احتجاج وکړو؟ چا احتجاج وکړو؟ نه ! نه! نور راویښیدل غواړي ای ویده پښتنو راویښ شئ ...
چرته دی دقام دزړه درمان چرته دی
سر چې ترینه زار کړي هغه ځوان چرته دی

ستاسو جنازو کې قتل عام وشو که نه
ظلم دجومات په در او بام وشو که نه
جبر مو د دین دونیا په قام وشو که نه
تاسو احتجاج وکړو
نه
ولې
ستاسو د ریښتا ویلو توان چرته دی
تاسې کې پښتو چرته ایمان چرته دی

ستاسو په زرګونو میاندې بورې شوې که نه
خویندې په ژړا ژړا رنځورې شوې که نه
کون‌ډې په خیرات غوښتو مجبورې شوې که نه
تاسو احتجاج وکړو
نه
ولې
نشته ګجوخان او باکوخان چرته دی
تاسې کې پښتو چرته ایمان چرته دی

ستاسو په جنجونو بمباري وشوه که نه
ستاسو په جرګو کې خونریزي وشوه که نه
ستاسو دحجرو بې حرمتي وشوه که نه
تاسو احتجاج وکړو
نه
ولې
کوم دی ملتان خان او عجب خان چرته دی
تاسې کې پښتو چرته ایمان چرته دی

کور ته دوښمنان درننوتلي دي که نه
ستاسو ئې په غوږ شپیلۍ ایښولي دي که نه
ستاسو ئې خوبونه تښتولي دي که نه
تاسو احتجاج وکړو
نه
ولې
نه شته د جندول عمراخان چرته دی
تاسې کې پښتو چرته ایمان چرته دی

وینې مو په خپل کور کې ارزانې شوې که نه
ک‌ډې مو په نیمو شپو روانې شوې که نه
رایاد کړئ
ستاسو د بچو مدرسې ورانې شوې که نه
تاسو احتجاج وکړو
نه
ولې
ورک شو دریا خان او ایمل خان چرته دی
تاسې کې پښتو چرته ایمان چرته دی

ستاسو د تاریخ نښې ئې ورکې کړې که نه
تاسو ته ئې خپلې درنې سپکې کړې که نه
هرخواته ئې کرکې،کرکې، کرکې کړې که نه
تاسو احتجاج وکړو
نه
ولې
راولئ پیر روښان او باچا خان چرته دی
تاسې کې پښتو چرته ایمان چرته دی

قام د مغل خیلو نه ویزار دی او که نه
دلته هر تورمخی زمونږ پلار دی او که نه
دلته دشین سترګو اقتدار دی او که نه
تاسو احتجاج وکړو
نه
ولې
راولئ سرتور ملامستان چرته دی
تاسې کې پښتو چرته ایمان چرته دی

دلته کې وګړي په ځان شوي دي که نه
خلک د قیامت په ارمان شوي دي که نه
دلته کې زمري ګیدړان شوي دي که نه
تاسو احتجاج وکړو
نه
ولې
ویښ چې پښتانه کړي خوشال خان چرته دی
تاسې کې پښتو چرته ایمان چرته دی

چرته دی دقام دزړه درمان چرته دی
سر چې ترینه زار کړي هغه ځوان چرته دی
تاسې کې پښتو چرته ایمان چرته دی

ماته د ریښتیا ویلو هر انجام مالوم دی
ماته د منصور او د سبحان انجام مالوم دی

اباسین یوسپزی

د باچا خان پوهتون په چارسده کې په۲۰۱۲م کال د جولای پر درېيمه نېټه جوړ کړل شوی وو. د باچا خان پوهتون پر ووبپاڼه لیکل شوي، دا پوهنتون د لوړو زده کړو تر څنګ، د یو ((معياري څېړنيز مرکز په توګه هم کارول کېږي.))

ووبپاڼه وايي، ((د پوهتون جووړلو مقصد)) د خدايي خدمتګار تحريک مشر خان عبدالغفار خان (باچا خان) د سولې، ((عدم تشدد او جهاني ورورولۍ پیغام خپرول دي.))

د پوهتون مشر ژبپوه او نصابپوه ډاکتر فضل رحيم مروت دی.

په دي پوهنتون کې د انګريزۍ، ځمکپوهنې (جيالوژۍ)، ژوتخنیکپوهنتې (بایو ټېکنالوژۍ)، ریاضۍ، د بوټپوهنې (باټني)، کیمیا، پنځپوهنې (طبیعیات یا فېزېکس)، کمپیوټرپوهنې، مېنېجمنټ ساینس، ټولنپوهنې (سوشیالوژۍ)، کرنپوهنې (زراعت) او خزدکپوهنې (علم الحشرات یا اېنټامولوژي) څانګې شاملې دي.

له دې سره سره په پوهنتون کې د پښتونخوا مطالعاتو څېړنیز مرکز هم دی.

په باچا خان پوهنتون کې شاوخوا ۶۰۰۰ زده کوونکي دي او پکې شاوخوا ۶۰۰ استادان او د عملې نور کسان شامل دي.

چارسده: د خیبر پښتونخوا په چارسده کې د باچا خان پوهنتون به د دوشنبې په ورځ د زده کووکو لپاره بیرته پرانستل شي.

دا خبره د دې پوهنتون وایس چانسلر ډاکټر فضل الرحیم مروت د شنبې په ورځ له مشال راډیو سره په خبرو کې وکړه

پر باچا خان پوهنتون د تيري چارشنبي پر ورځ د وسلوالو په بريد کې د يو پروفيسر په ګډون يوويشت زدکونکي ووژل شو.

ډاکټر فضل الرحيم مروت مشال راډيو ته په ځانګړي مرکه کې وويل چې د پوهنتون دننه به د شهیدانو په یاد کې یو یادګاري مینار جوړوي.

ډاکټر فضل الرحیم مروت د پاکستان له وفاقي حکومته غوښتنه وکړه چې د باچاخان پوهنتون وژل شوو زده کونکوو او پروفیسرته د زړورتیا جایزې یا تمغې ورکړي.

په خیبر پښتونخوا کې پر تعلیمي ادارو د وسله والو له خوا دا لومړی برید نه دی بلکې تر دې وړاندې هم یو شمېر خونړۍ بریدونه شوي دي.

تر ټولو خونړۍ پېښه د ۲۰۱۴م کال د ډسمبر پر ۱۶م هغه مهال رامنځ ته شوه چې وسله والو د پېښور پر ارمي پبلک سکول برید وکړ او تر ۱۴۰ زیات زده کوونکي یې ووژل

شاهین بونیری

په داسې حال کې چې په باچاخان پوهنتون د ترهه ګر برید پر ضد په پښتونخوا کې احتجاجي مظاهرې دوام لري د ملتپاله ګوندونو مشران وايي ــــ سیمه کې د امنیت پر ځاي کولو لپاره باید ټول امن خوښه قوتونه په شریکه کار وکړي.

په صوبايي اسمبلۍ کې د عوامي نیشنل ګوند پارلیماني مشر سردار حسین بابک وايي ـــــ کله چې د هغوی ګوند د ترهه ګرو پر ضد آواز پورته کوو نو ټول قام ورسره نه وو ملګری ـــ که چیرې داسې شوې وی نو تر اوسه به د ترهه ګرۍ ستونځه هواره شوې وی. سردارحسین بابک وايي د ترهه ګرۍ پر ضد به د پارلیمان دننه او بهر خپلې مبارزې له دوام ورکوي.

بل خوا د پښتونخوا ملي عوامي ګوند یو مرکزي مشر رضا محمد رضا وايي ـــــــ په سیمه کې د امنیت ستونځه تر هغه نشي هوارېدی کله چې پاکستان او ګاونډيو هېوادونو د افغانستان په چارو کې مداخلت نه وي پرېښی. نوموړي وايي باید ټول ملتپاله او امن خوښه خلک د هغه پالیسۍ او فکر پر ضد یوه خله شي چې سیمه کې ترهه ګرۍ او سختدریځۍ ته وده ورکوي.

په باچاخان پوهنتون له بریده وروستو یو ځل بیا په ولسي کچه د ترهه ګرۍ پر ضد د حکومت او دولت پر پالیسیو انتقادونه کېږي او د امنیت پرځای کولو لپاره د ملتپاله ګوندونو له مشرانو د یوه پیاوړي کردار لوبولو غوښتنه کېږي.

په مذهب خبرې کول، تقریرونه کول، فضایل بیانول اسان کار دی. هر څوک یې کولی شي خو په مذهب عمل کول او هغه هم لومړی له ځانه شروع کول ډیر ګران دي.
ارواښاد خان عبدالغفار خان (رح)

ایا پوهیږۍ ارواښاد باچا خان (رح) د خپل قوم د خپلواکۍ له پاره د انګریزانو او د هغوئ د تالي څټو (پنجاب) په زندانونو کې څومره وخت تیر کړی؟
د لاندې جدول له مخې:
۳۰ کاله، ۸ میاشتې او ۲۲ ورځې او نلسن ماندیلا هم د خپل ولس د خپلواکۍ له پاره ۲۷ کاله په زندان کې تیر کړي وو. نیلسن ماندیلا نړیوال اتل او اروښاد باچا خان (رح) د خپل ناخلفه اولاد او د پنجاب د دښمنۍ او کینې له امله لاهم په خپل ګور کې ناکراره دی.

ويني ويني چارسده

تر کومي چې ويده وي " ضميرونه " ددي خاوري
تر هغي به ويرجن وي " ماښامونه " ددي خاوري

...

دې " سوات " وزيرستان " كه " پيښور "
كه " چارسده " ده
هر خوا په وينو سره دي " ښايستونه " ددي خاوري

حالات دي " سا نيولي " د " إحساس " ژبه ده ګونګه
ريښتيا ليکلی نه شي " قلمونه " ددي خاوري

تضاد چې مو تر څو وي په" وينا " او په " عمل " كې
تر هغي به نړيږي " ديوالونه " ددي خاوري

کتاب په وينو سور دې " پوهنتون " په وينو سور دې
نازونه تار په تار شو هم " رنګونه " ددي خاوري

پوهيږم نه , په کوم " غم " يئ " ماتم " وکړم لا يقه
سلګو هر خوا نيولی " پرهرونه " ددي خاوري

لا يق زاده لا يق

عجيبه قصاب خانه ده دانسان غوښي خرڅيږي
نور د هر څه قيمتي ده بس د وينو ارزاني ده

تا هم وژنی ما هم وژني ، هغه وژني دا هم وژني
زه بيدار ورته حيران يم چې داڅنګ مسلماني ده

بصير بيدار ستورى

رمضان ارماني سهیلي پښتونخوا
دپېښوردشهیدانوپه یادکښي
هرخواچیغي نارې دي پښتونخواپه وینوسره ده
داخاوره دمیرویس اواحمدشاه په وینوسره ده
اورنه دي لمبې دي داپرموږباندي بلېږي...
یواځي پرموږبل دي که دنیاپه وینوسره ده
دمیني محبت خبري ورکي شوې له موږه
مجنون هم په ژړادی چي لیلاپه وینوسره ده
کابل که قندهاردی پېښورپه وینوسورشو
دکویټی ښارنه جوړه کربلاپه وینوسره ده
هرماشوم ټپي ټپي دی هم ځوانان په وینورنګ
خنداله موږه ورکه ده ژړاپه وینوسره ده
قلم مي په ژړادی هم کتاب راته ژړېږي
خوره سوه توره شپه چي مورڼاپه وینوسره ده
خوره به خوشحالي شي ارماني دامي باوردی
پرې مودي لاسونه زموږدعاپه وینوسره ده

National Non-Violence Day

        1. Barakwal Myakhel

Respected Yousafzai Ziauddin, father of Malala Yousafzai, suggests that Pakistan should declare 20th of January as "National Non-Violence Day", this suggestion is really candid & heartfelt but out of Pak-Study's perspective. The aim behind the attack on ‪#‎BachaKHanUniversity‬ was not only to target Teachers, Students & Poets which were participating in Poetry-gathering, but the motive was indication against the ‪#‎TEACHINGS‬ of Bacha KHan, what were... instructions of his teachings, Bacha Khan wanted his people to be enlightened, educated, Awakened and Politically conscious through non-violent method.
Fakhr-e-Afghan's non-violent way is, in his 28th death anniversary, still too much powerful philosophy of life, which can play vital role to open complex political, social and religious knots in violent societies like Pakistan & Afghanistan, but 'Unknown' fathers of 'known' gun & bomb holders, don't want to be spread this strongest non-violent ideology in Pashtun society, because they want to keep alive this misnomer of orientalists especially Britishers that Pashtuns love with gun & Pashtuns are warriors, but infarct neither Pashtuns love with gun nor they are warriors except to defend mother land & honor, otherwise Pashtuns have been peaceful throughout in history.
Bach Khan visited around 500 hundred villages of Pashtun land to aware the masses about politics, education & economy, he removed fratricidal wars within tribes, opened independent schools and told the women to participate in every race of life specifically in politics, though why he will not be considered astray and traitor by those who want rule over his nation forever.
Bacha Khan taught the children of enemies love with life via non-violent philosophy but enemies teach the descendants of Bach Khan love with death through violent method in self-made seminary of terrorism, then how we can expect that a national day of Non_Violence will be declared with the name of Non-Violent solder whose name is still considered taboo and prohibited in the belief and tradition of sacred history of this country.
BM

فخرافغانه! ستا په عدم تشدد کې څومره زور دى، چي دوښمنان دي حتى په مړينې هم له نامه وېرېږي او په چارسده کې يې ستا په نامه پوهنتون باندې حمله وکړه.
د دوښمن پلان ته وګوره، نن چي د باچاخان ٢٨م تلين دى، دوى په بله ورځ نه، په همدې ورځ د ده په نامه پوهنتون باندې ځکه بريد وکړ، چي د ده د عدم تشدد، ټولنيزو اصلاحاتو، د ازادو ښوونځيو او د خلکو د پوهې مفکوره نن هم ورته مردوده ده.

په خدای پاک د عقېدی دا نښه ده، چې سړی د انسانانو سره مینه وکړي
ارواښاد خان عبدالغفار خان (رح)

د ارواښاد باچا خان (رح) ارمان:
زه یو خوب وینم، یو لوی ارمان لرم.
زما د ولس حالت د صحرا د هغو ګلونو په څیر دی، چې صحرا کې زرغون شي، څوک یې غم نه خوري،
يو څو ورځې پس مړاوې شي او بیا د خاورو سره خاورې شي،
زه غواړم چې زما ولس د قام د خوشالۍ له پاره د برابرۍ په بنیاد د یو بل سره اوږه په اوږه کار وکړي....
زه غواړم چې دوی خپل ملي رول ولوبوي او الله تعالی او بشریت ته د خدمت له لارې، د نړۍ د نورو ولسونو په قطار کې خپل مناسب ځای ونیسي.

EKNATH EASWAREN. NONVIOLENT SOLDIER OF ISLAM, page 77

I have one great dream, one great longing.
Like flowers in the desert, my people are born, bloom for a while nobody to look after them, wither, and return to the dust they came from.
I want to see them share each other's sorrow and happiness.
I want to see them work together as equal partners. I want to see them play their national role and take their rightful place among the nations of the world, for the service of God and humanity.
The Grat Khan Abdul Ghafar Khan

...

From the book: NONVIOLENT SOLDIER OF ISLAM, page 77: by: EKNATH EASWAREN.

20.01.2016:نن سهار مهال دخیبر پښتونخوا ایالت په چارسده  کې دارواښاد پاچا خان پر پوهنتون دریو تنو ځانمرګو برید کړی دی. په برید کې تر اوسه ۲۰ تنه ملکي وګړي شهیدان شوي دي، چې ډیری یې استادان او محصلین دي. پولیس وايي: په  شهیدو شوو کې دپوهنتون د کیمیا څانګې پروفیسور ډاکتر حامد هم شامل دی.

برید  په داسې مهال تر سره کيږي، چې دوه ورځې وروسته د باچا خان تلین دی او په دې مناسبت يوه مشاعره په دې پوهنتون کې نيول شوې.

دپېښې مسوولیت طالبانو منلی دی.

 

پاچاخان او قومي تحریک

سرلوڅ مرادزی

د پاچا خان د ۲۸ تلین په مناسبت:
نن موږ د افغانانو د ستر او ویاړلي مشر، فخرافغان پاچا خان ۲۸ تلین په داسې حال ترسره کوو چې ټوله لره بره پښتونخوا، پېښور او چارسده لکه د ده د وفات د ورځې پشان، یو ځل بیا د ویر او ماتم پر ټغر ناسته ده!
نن د وحشت او تحجر دودپالو په چارسده کې د پاچاخان پوهنتون او د هغه په انګړ کې ځوان نسل په داسې ورځ په نښه کړ چې هلته پښتانه افغانان د پاچاخان د ۲۸ تلین لپاره د راټولېدو او غونډې په درشل کې وو. ویل کیږي په ننۍ خونړي برید کې ۴۰ تنه شهیدان او له ۶۰ زیات ټپیان شوي دي.
په دې پېښه کې د چارسدې پښتونپاله او تاریخپاله ځمکه یو ځل بیا لکه د ۱۹۴۸ کال د اګست د ۱۲ مې نېټې د چارسدې د بابړې پېښې پشان، د پښتنو د تعلیم یافته ځوانانو او استادانو په سپېڅلو وینو ولمبېده!
په چارسده کې یو وار بیا د بابړې خونړۍ پېښه تکرار شوه!
په ۱۹۴۸ کال د اګست په ۱۲ مه، د چارسدې په بابړه کلي کې د خدايي خدمتګار تحریک پر کارکوونکو، پوځیانو ډزې وکړي. ویل کیږي د هغه مهال د قیوم خان په مشرۍ د مسلیم لیګ سرکار امنیتي ځواکونو په ډزو تر ۶۰۰ زیات پښتانه وژل شوي وو.
بر افغانان چې هره ورځ، لکه نن کابل کې د کابورا پرودکشن په کارکوونکو برید ، د تروریستي پېښو شاهدان دي او د هغو درد په غوښو او هډوکو احساسوۍ، ځان د پاچاخان پوهنتون د شهیدانو په غم کې شریک بولي. نن په کابل او پېښورهممهال تروریستي برید څرګندوي چې تروریزم د پاکستاني او نړیوالو جاسوسۍ کړیو په مرسته د ډیورند د تپلې کرښې پر دواړو غاړو یوازې افغانان په نښه کړې دي. پر پاچاخان پوهنتون تروریستي برید چې په کلکو ټکو د غندلو دی، باید د تروریزم په وړاندې د لر اوبرو افغانانو ترمنځ د لایووالي لامل شي.
افغانان چې د پاچاخان د عدم تشدد لارې پلویان او لارویان دي، نن په سیمه کې د هغه تروریزم یوازینۍ موخه او قربانیان دي چې په پاللو او پیاوړتیا کې يي هیڅ راز ګټه او برخه نه لری او د نورو لخوا پرې تپل شوی دی.
د پاچاخان د تلین او په دې ورځ د هغه په نوم د پوهنتون او نورو افغانو شهیدانو اروا ته د دعا او ویرځپلو کورنیو سره د غمرازۍ په موخه غواړم ټولو افغانانو سره د پاچاخان لاندې کلام د هغه په خپله لیکنه شریک کړم.
قومي تحریک
د کامیابۍ لپاره اجتماعي تحریک او قرباني پکار وي نو د چا په زړه کې چې دا قسم جذبات او احساسات پیداکیږي،هغوی ته پکار دي چې په قوم وګرځي او ځان سره د دې قسم د احساس خاوندان ملګري پيداکړي او په شریکه د ظلم زیاتي او بې عزتۍ مقابله وکړي چې په قوم کې داسې ډله پیداشي او قوم منظم کړي نو کامیابي حاصلیدای شي او هغه قوم بیا څوک غلام ساتلی نه شي. د انفرادي او اجتماعي حرکت یو فرق دا دی چې حکومتونه انفرادي حرکتونه غلی کولی او ختمولی شي همدا وجه ده چې په انفرادیت کې ویره او ترس هم ډېر وي او حکومت اجتماعي حرکتونه وژلی نه شي، ځکه چې ویره پکې نه وي.
ډېر انفرادي حرکتونه چې ډېرو غښتلو پښتنو يي رهبري کوله مغلو، انګریزانو او پاکستان خاموش او ختم کړل، مګر د خدايي خدمتګار تحریک چې اجتماعي تحریک و، نه د پیرنګیانو ظلمونو، وژلو، وهلو، ټکولو، قیدونواو فریبونو ختم کړو او نه د پاکستان دوه دیرش کلو ظلمونو، شرمولو، وژلو، جایداد ضبطولو، قیدولو، پرمټونو او لالچونو ختم کړو. په پښتنو کې ډېر لوی لوی پاچاهان او مشران پیداشوي او تېر شوي خو هیچا په پښتنو کې اجتماعي ژوند او د اجتماعي ژوند فکر نه دی پیداکړی.
اولنی تحریک خدايي خدمتګار تحریک دی چې اجتماعي ژوند او هم فکر يي پیداکړ.
باچاخان(رح)

***


 

هم مې ووژني پخپله هم پرما باندې ژړا کا
څه ښه یار دي ښه يي مینه وژل هسې شیون هسې
خوشال بابا
د افغانانو د ستر مشر فخرافغان پاچاخان د تلین په ورځ ، د دې بابا پر پوهنتون برید چې زموږ د پیر تر ټولو وحشي، متحجرو او تورو ځواکونو د خونړۍ ISIپه مرسته ترسره کړ، د پوهنتون د یوه زیات شمېر استادانو او تنکو ځوانانو د شهادت او ټپې کېدو لامل شو!
دغه وحشیانه برید، ټولو لروبرو افغانانو او نړیوالو په یوه خوله په کلکو ټکو وغانده او بریدګر يي د ټولو افغانانو شریک دښمن وباله.
خو له بده مرغه، د پېښې په تړاو د اړینو څېړنو او مالوماتو پرته، په خورا بېړه، پاکستان د برید پړه پر افغانستان واچوله.
په دې اړه BBC په خپل یوه رپوټ کې وايی« د پاکستان پوځ ادعا کوي چې خيبرپښتونخوا کې د باچاخان پر پوهنتون د بريد تنظيمونکي په افغانستان کې ديد دې رسنۍ په وینا د پاکستان د پوځ وياند جنرال عاصم باجوه وايی« د پاکستان لوى درستيز، جنرال راحيل شريف، د افغانستان لوړ رتبه مشرانو سره په تيليفوني تماسونو کې ددې بريد د مسولينو معلومولو او پرضد يې د گام اخېستو غوښتنه کړې ده
باجوه، په ټويټر خپل پيغام کې ليکلي دي « له پلټنو او ثبوتونو معلومه شوې ده د چارشنبې په ورځ پر پوهنتون بريدکوونکي افغانستان کې د پاکستاني طالبانو د لاقانونه گرځول شوي غورځنگ يو غړي سره په تماس کې وو، ده ادعا وکړه چې بريد کوونکو ته افغانستان څخه په موبايل تيليفون لارښوونه کېدله»
خو بلخوا بیا هم د BBC په وینا، د پښتونخوا ايالت پوليسو ويلي دي د صوبې په بېلابېلو برخو کې د دې بريد وروسته د لټون د عملياتو پر مهال ٦٠ شکمن کسان نيولي دي. حکومتي سرچينې وايي دا کسان په چارسدې او سوات کې نيول شوي دي. دا سرچينې وايي نيول شوو کسانو څخه يوه اندازه وسلې او چاودېدونکي توکي هم ترلاسه شوي.
د پاکستان د دغې درواغجنې او تېرییستونکې ادعا په وړاندې، افغانستان ډېر ژرغبرګون وښود او دغه ادعا يي په کلکو ټکو رد کړه.
په دې اړه BBC پخپل تازه رپوټ کې وايی«افغان حکومت د پاکستان دا خبره رد کړې ده چې گواکې د باچا خان پر پوهنتون بريد د افغانستان له خاورې د پاکستاني طالبانو لخوا تنظيم شوى و. له دې نه وړاندې د پاکستان پوځ ويلي وو، داسې شواهد لري چې په باچا خان پوهنتون د بريد پر مهال بريدگر افغانستان کې د پاکستاني طالبانو سره په تماس کې وو. د افغان ولسمشر له دفتر خورې شوې اعلاميې کې راغلي چې په دې تړاو«د پاکستان د پوځ د وياند څرگندونې بې بنسټه دي» اعلاميه کې دا بريد په سختو ټکو غندل شوى او ويل شوي چې افغانستان هیڅ وخت د ترهګرو ډلو ملاتړ نه دی کړی او نه یې هم پټنځایونه ورکړي دي.
همداراز د پاچاخان پر پوهنتون له برید سره هممهال، پاکستان په بله ادعا کې چې د خیبر نیوز څخه خپره شوې، وايی چې د چارشنبه په ورځ د افغانستان له لورې د جنوبي وزیرستان پر انګور اډه، سیمه څلور توغندي لګېدلي چې پکې څلور تنه مړه شي دي.
که د پاکستان لومړۍ ادعا چې ګوندې د پاچاخان پر پوهنتون برید په افغانستان کې طرحه شویدی، د پاکستانیانو او نړیوالو د پام اړولو او تېرییستلو په موخه ترسره شوی، په خیبرنیوز رسنۍ کې وروستۍ ادعا يي د کوزو پښتنو د تېراییستلو او غولولو لپاره په پام کې نیول شوې ده.
د پاچاخان پر پوهنتون له برید سره هممهال پر افغانستان دواړه ادعاوې، د سولې د خبرو او افغانستان سره د نیکو اړیکو د رغاوي په اړه، یوځل بیا د پاکستاني چارواکو څرګند منافقت په ګوته کوي.
که دښمن دې مخ کې خم شي غافل مه شه
د لیندۍ په غبرګېدو غشی تاو اخلي
علیخان خټک
پای

 


 

د عدم تشدد پر مرکز د تشدد ډک بريد

سردار محمد همدرد

د لوی افغانستان د جوړېدو او د پښتنو د يووالي ارمانجن ستر مبارز پاچاخان پر پوهنتون بريد چې له امله يې ۲۰ بې ګناه کسان چې ډېری يې محصلين وو ووژل سول او ګڼ شمېر نور پکې ژوبل سول.
د عدم تشدد د دې سرلاري ستر مبارز مبارزه هم  د تشدد په وړاندې وه، هغه د خپل ټول ژوند په مبارزه کې د ټولنيز عدالت، انصاف او برابرۍ لپاره هم ژمن و او هم يې په دې برخه کې نه ستړي کېدونکي هلې ځلې وکړې، د لوی افغانستان هرې سيمې ته  يې سفرونه وکړل، له خلکو سره يې وليدل، جرګې يې جوړې کړې او د پښتنو د پوهولو هڅې يې وکړې.
په دې وروستيو کې دې ته ورته ډېرې پېښې رامنځته سوې دي او دا پېښې د ډيورڼد له پولې اغاړې او دې غاړه په پرلپسې ډول ترسره سوي دي.
اوس ستونزمنه خبره دا ده چې، د دې قربانيو قربانيان يا پښتانه دي او يا هم نور افغانان، خو حکومتونه د خپلو ناوړه موخو لپاره داسې يوه لوبه کوي چې د خپلو ناروا ګټو لپاره پر دې خاوره باندې همدغه حالات روان وساتي.
نن چې د عدم تشدد د مبارزې پر سرلاري اراوښاد پاچاخان بابا پر پوهنتون دا بريد ترسره کيږي نو دا دا مانا لري چې د عدم تشدد فکر د له منځه وړلو لپاره هڅې کيږي.
اوس چې په دې سيمه کې کوم اور بل دی دا هغه وخت مړ کېدای سي چې د عدم تشدد فکر په ټولنه کې خپور سي او انساني حقوق اجتماعي عدالت د اسلام د مبين دين په رڼا کې خلک ترې برخمن سي.
د دا ډول پېښو مخنيوی په دې توګه نه سي کېدلی چې د وخت حکومتونه يو پر بل تورونه ولګوي، بلکې دا د ټولې سيمې دولتونو لپاره له اخلاصه ډکه اراده پکار ده.
دا يو څرګند سياست ته اړتيا لري، يو د بل د کور په ورانولو هيڅکله په دې سيمه کې امن نه سي راتلی او دا هم بايد ټول ومنو څوک چې د بل کور خرابوي هغه به هيڅکله په خپل کور کې د امن خاوند نه سي.
اوس خبره دا ده دا قربانۍ خو په دې سيمه کې روانې دي، اوس چې ارزښتونه زيانمن کيږي دا ډېره خطرناکه خبره ده.
پاچاخان بابا چې د ټول انسانيت د پوهولو او د دوی لپاره د پوهې پر ګاڼه سنبالېدل يې ارمان وو، نن سره له دې چې پښتانه څوک د هغه ارمانونو پوره کېدو ته نه پرېږدي، بلکې د هغه پر نوم پوهنتون باندې بريدونه هم دا په ډاګه کوي چې زموږ دښمن يو دی او د پښتون وژنې او افغان وژنې لپاره دلته لويه لوبه روانه ده، داسې لوبه چې د پولې دواړه غاړو ته پوهنيز مرکزونه هم خوندي نه دي او بريدونه پرې کېږي.
په ټوله کې بيا خبره پښتنو ته راځي او ګوته دوی ته نيول کيږي، ځکه اور د پښتون پر کور بل دی، هغه د يو شاعر خبره دلته ښه صدق کوي چې وايي: «هلته هم زه مرم، دلته هم زه مرم»
ترڅو چې پښتانه يو نه سي، تر څو چې دوی د پاچاخان ارمانونه پوره نه کړي، ترڅو چې دوی زده کړې ونه کړي او خپل دښمن ته يو نه سي، ترڅو چې د نورو لاسوهنه په دې هېواد کې بنده نه کړي نو تل به د دغه ډول بريدونو ښکار يو، عام خلک به مو په وينو کې لړلي وي، ښوونځي، پوهنتونونه، روغتونونه، بازارونه او مسجدونه به پر وير ځايونو بدل وي او حتی د لمونځ کولو لپاره به له ويرې مسجد ته نه سو تلی، ښوونځي او پوهنتون ته به د دښمن د بريد له ويرې د زده کړو لپاره نه سو تلی او تر دې پورې چې خپله کوټه او مېلمستون کې به له مېلمه سره هم په ډېره ويره او اندېښنه ناست يو، ځکه داسې ځای پاتې نه سو چې دښمن بريد پرې ونه کړ او روغ پاتې سو، له مذهبه تر کلتوره او له ښاره تر کليو او کورونو هر څه نا امنه سول.

د مبارزې پاچا

کله چې د خدايي خدمتګارۍ، عدم تشدد او عدم تعصب خبره کيږي؛ نو د پاچاخان بابا نوم ورسره څرګند ياديږي، خان بابا

خپله مبارزه په داسې وخت کې پيل کړه چې د تشدد پر ضد خبره ډېره سخته وه.
زموږ سيمه، په تاريخي لحاظ د پرديو يرغلګرو لخوا همېشه تهديد سوې ده او کله چې دښمنان په نظامي جګړه کې پاتې راغلي او ماتې يې خوړلې ده نو بيا يې فکري جګړه پيل کړې ده او د خلکو ذهنيتونه يې په يو او بل فريب په بېلابېلو لومو کې ګير کړي دي.
په داسې حالت کې يو قوم او ملت ته نجات ورکول او د دوی فکرونه له غلامۍ ژغورل اسانه خبره نه ده، پياوړي فکر، لوی زړه او پراخې فداکارۍ ته اړتيا لري.
هغه څوک چې د دې ملت د فکر سمولو، له غلامۍ ژغورلو او د سيمې له نورو قومونو سره د سيال کولو لپاره يې سپېڅلی جهاد پيل کړ د پښتو قوم ستر مبارز پاچا خان و.
د خان بابا فکر د ظلم پر خلاف، د مظلوم لاسنيوی، ټولنيز عدالت ته لاره هوارول او په ټوله کې د پښتون قوم د نورې نړۍ سره برابرول و؛ چې د دغه ارمان لپاره خان بابا خپل ټول ژوند قربان کړ او تر دې دمه يې لارويان د سر په بيه مبارزه کوي.
عدالت داسې يو خوږ نوم دی چې سړی يې په نوم اخيستلو هم ارامي او سوکالي محسوسوي؛ د نړۍ ډېرو ملتونو  د عدم تشدد لپاره مبارزه وکړه چا چې د خپلو مشرانو دا لاره تعقيب کړه هغه ملتونه نن سوکاله، خوښ، ارام، اباد او خپلواکه خاوره لري لکه په هندوستان کې ګاندي او په افريقا کې نيلسن منډيلا.
زموږ پښتون قوم هم د پاچاخان په نوم منډيلا او ګاندهي لري زموږ په جغرافيوي جوړښت کې پاچاخان د عدم تشدد بنسټ کېښود او دا فکر يوازې د پښتنو لپاره نه و بلکې د ټولې سيمې لپاره و، د سيمې ډېری خلکو له دې څخه الهام واخيست خو موږ لا ددې پر ځای چې؛ دا فکر په ځان کې خپور کړو، ملت جوړونې ته پام وکړو نو بر خلاف مو په پاچاخان پسې ملنډې ووهلې او هغه ته مو د لېوني لقب ورکړ، دغه ستر مبارز خپلې تجربې او مشورې له ګاندهي سره هم شريکې کړې چې له امله يې اوس هندوستان د سيمې په هېوادونو کې هسکه غړۍ ګرځي.
زموږ په ټولنه کې له پخوا څخه يو بد کلتور دود دی چې هغه وخت د يو چا پر ارزښت پوهېږو چې له لاسه مو ورکړي وي، هغه وخت ژاړو چې ژړا مو کومه ګټه نه کوي، هغه وخت د يو چا پر فکر خپل ځان او ټولنه پرمختللي بولو چې پر هغه فکر مو خروار خاورې بار وي.
 

پاچاخان پښتنو ته ډېرې چغې ووهلې، ډېر مدني پېغامونه يې پرېښودل، د پښتنو د فکر روزلو لپاره کور په کور وګرځېد او هر چا ته يې دا چغه ووهله چې: (( يو کيږو ګنې ورکيږو.))
اوسني مدني فعاليتونه کټ مټ د پاچاخان د فکر ترجماني ده، د هغه ويده ارمانونه دي چې د هېواد په لر او بر کې ځينو ځوانانو، ښوونکو او د ويښ ضمير لرونکو اشخاصو لخوا چې د هېواد جوړونې، فکر جوړونې او په ټوله کې د ملي شتمنيو ساتنې، اسلامي او کلتوري ارزښتونو ژمنتيا لپاره مټې نغاړلي دي او د خان بابا په هغه فکرونو روان دي چې نيمه پېړۍ مخکې يې د خپرولو کوښښ او هڅې کولې.
په اوسني وخت کې ډېر وړ اشخاص او رښتيني مدني فعاليتونه لکه مخکې چې مو يادونه وکړه پر خپل ځای د تشدد پر خلاف دي خو ورسره د مدني ټولنو په نوم ځينې خلک او اشخاص د شخصي موخو لپاره چغې وهي، معاملې کوي او خبره دې حد ته رارسېدلې ده چې، د مدني ټولنو له نوم سره د ځينو خلکو حساسيت هم پيدا سوی دی، چې دا کار خپله د رښتيني مدني فعاليت پر وړاندې خنډونه پيدا کوي او د خان بابا د فکر د خپرولو مخه نيسي.
مدني فعاليت او د تشدد پر وړاندې چغه وهل د خان بابا په څېرر اشخاص غواړي، د هغه پشان کلک هوډ، سپېڅلی نيت، پاک زړه او لويه فدا کاري غواړي، اوس ځينې خلک چې د مدني فعاليت په نوم له غرضه ډک شعارونه پورته کوي هر چاته روښانه دي چې د دوی هدف رښتيا هم سپېڅلې مبارزه ده که د دې ويده ملت غولول!؟.
مبارزو او ويښو ځوانانو ته مې مشوره ده، که دوی غواړي په خپله سپېڅلې مبارزه کې بريالي شي، که دوی رښتيا د خپل ملت جوړول غواړي، که دوی رښتيا خپله ټولنه سمول غواړي، که دوی خپل قوم د نړۍ د نورو قومونو سره په يو کتار کې ودرول غواړي، که دوی خپل خلک له غلامۍ ژغورل غواړي نو د سپېڅلي پښتون ستر مبارز خان پاچان ژوند دې مطالعه کړي، د هغه پر مبارز ژوند دې مزل وکړي، خپل فکر دې د هغه د فکر تابع کړي او د هغه د ارمانونو تل ته دې ورښکته شي، بيا به د دوی مبارزه رښتيني، سپېڅلې، پاکه او ددې هېواد او خلکو د ګټو لپاره وي.

تاند- په باچاخان پوهنتون د چارشنبې د ورځې حمله چې په لسګونو محصلین او استادان په کې قرباني شول، داسې ډلې کړې ده چې د پاکستان د حکومت له خوا حمایه کیږي.‌

دا خبرې د خان عبدالغفارخان (باچا خان)‌ لمسۍ یاسمین نګارخان په هند کې له هندوستان ټایمز ورځپاڼې سره په یوه مرکه کې کړي دي.‌

یاسمین نګارخان وایي چې،‌ پښتانه هیڅکله هم د خان عبدالغفار خان سپکاوی نه کوي او چیرته چې د نوموړي نوم اخیستل کیږي هلته په ډیر درناوي له خلکو سره چلند کیږي.

په باچاخان پوهنتون د چارشنبې د ورځې له حملې څخه وروسته د پاکستان حکومت د پېښې پړه په طالبانو واچوله او ویې ویل چې حمله کوونکي طالبان له افغانستان څه ورغلي ول، او هم یې ادعا وکړه چې په حمله کې د ارتباط له پاره افغاني سیم کارډونه استعمال شوي دي خو د پاکستان د مخابراتو ادارې وویل چې افغان سیم کارډونه په پاکستان کې کار نه کوي.‌

د باچاخان لمسۍ یاسمین نګارخان چې په هند کې د څه باندې درې میلیونه اوسېدونکیو پښتنو د یوه ګوند،‌ د ټول هند د پښتنو جرګه،‌ مشره ده هندوستان ټایمز ورځپاڼې ته وویل چې،‌ حتی ترهګر هم په هغه ځای له برید څخه ډډه کوي چیرته چې د باچا خان نوم لیکل شوی وي.

هغې له هندوستان ټایمز ورځپاڼي سره په مرکه کې اسلام آباد تورن کړ چې دا برید یې قصدا په دې خاطر پلان او تر سره کړی چې پښتانه د یو بل پر وړاندي را وپاروي په خاصه توګه د افغانستان او پاکستان پښتانه چې د وروڼو په توګه ژوند کوي یو د بل اغیار وګرځوي.

یاسمین نګارخان ۴۲ کاله عمر لري او ویل کیږي چې پاکستان ته تګ راتګ نه کوي، خو په افغانستان کې یې یو ځل د ډاکټر نجیب الله د واکمنۍ پر وخت په یوه لویه جرګه کې برخه اخیستې وه.

 

-
بېرته شاته