(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

فرانکفورت: دفاتحې خبرتیا

[27.Jan.2016 - 15:14]

                                   بسم الله الرحمن الرحیم    

ستا په نامه زما ربه 
د وروستی بیرحما نه غیراسلامي او غیر انساني ځانمرګي برید له کبله چی د ننګرهار په ښارکی د شینوارو د قومی مشر حاجي ملک عثمان شینواري او دولسی جرګی غړۍ،  داکترعصمت الله او د ننګرهار ولایتي شورا غړۍ عبیدالله شینواري په کور کی تر سره شوه ، چی د دی برید له کبله حاجی شیرولی خان شینواری، قاری صاحب کمین شینواری ،حاجی قیوم شینواری، قاری محمدالله شینواری او اته نور د کور نی غړي هم په شهادت ورسیدل او دیارلس تنه نور تپیان شول.

 د دی غمجنی غیر اسلامی او غیرانسانی پیښی یادونه په المان کی د مرحوم جنرال عبدالمنان شینواري زوی محمد داود عظیمی شینوري او د حاجي شیرولی خان شینواري زوی جلیل شینواري او د حاجی قیوم شینواري ورور وفی الله شینواری لخوا په فاتحی اود قران عظیم الشان په ختم سره ترسره کیږی.

په دی درانده محفل کی په خپل ګډون سره به د اسلام او هیواد دلاری پاکو شهیدانو ارواح ښاده او مونږ به مو هم منندوی یو .

د فاتحی ځای:  د امام  ابو حنیفه جومات Edisonstraße 10, 60388 Frankfurt am Main  
د فاتحی وخت: شنبه  30.Jan. 2016، د 14:00 تر16:00 بجو پور ې

د اړیکی شمیره015221993735 

-
بېرته شاته