(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

دپښتنودزده کړې حال

[02.Feb.2016 - 08:26]

دپيرنګانو دراتلو نه وړاندى دپښتنو دتعليم څه خاص انتظام نه ٶ؛هر چا به تعليم نه کاوه، صرف دملايانو زامنو به دلمانځه او داسه،روژې سرسايې حج او قرباني؛ زکات او صدقاتو او ددغه شان مسئلو تعليم کولو،دا هم دامامتۍ له لپاره،لوستل به ئې زده وو،ليکل به ئې نه وو زده او ددغه تعليم طريقه هم دغسې وه، چې ملا صاحب به په جمات ګښې ناست ٶ؛دامامتۍ سره به ئې هلکانو ته درس هم ورکاوه مور او پلار به چې وغوښتل چې په خپل اولاد دتعليم وکړى ،نو جمات له بئې  بوتلو او دملا صاحب سره به ئې په سبق کېناوه،
ملا صاحب به ورته سيپاره شروع کړه،
موراو پلار به ئې دخپل وس سره سمه شيريني وويشله او چې يوه سيپاره به خلاصه شوه نو ملا صاحب له به ئې شکرانه ورکړه او دبلې په شروع کښې به بيا شيرينى ويشلې شوه،
دملا صاحب دتعليم ورکولو په بدل کښې څه خاصه تنخواه نه وه، داستاذانو به دخپلو بچو په شان به ئې ګڼل،شاګردانو به هم استاذ دپلار نه کم نه ګڼلو،
استاذ به دسبق معنى شاګردانو ته نه ښودله، هغوي غريبان څه ملامت وو،هغوئ ئې په خپله هم په معنى نه پوهېدل، نو شاګردانو ته به ئې څه ښودلي وو،
دپښتنو

 يوه بدنصيبي داوه چې دجمات ملا به ورته عربي ټکي خوښودل ولې په پښتو کښې ئژ ورته معنى نه ښودله اوبله بدبختي ئې داوه چې انګريز سرکار چې کوم دنوي ډول پرائمري سکولونه شروع کړى وو په هغې کښې به ورته تعليم دمورنۍ ژبې په ځائې په پردې ژبه کښې ورکړې کېدو،باچاخان بابا دا نقطه داسې بيانوي؛
نور هندوستان له ئې ابتدائې تعليم په مورنۍ ژبه کښې ورکولو ،خو يو پښتون بدقسمته قام له ئې تعليم په پردۍ ژبه کښې ورکولو،
ملا صاحب پښتو ژبه دوزخي کړه او پيرنګي دغه دوزخي ژبه ددرس وتدريس دکتابونو قابله او نه ګڼله،نو پښتو په څه جوړاو څه دليل دغودرسګاهونو ته خپل بچي ليکلې وې؛
بل اړخ ته پيرنګي په لمسه، دجمات ملا صاحب دې ته تيار کړو چې پښتانه درنه تور ټکې ذده نه کړي؛
ګنې تاسو به وږيتږي او خوار وزار شئ؛
ددې دپاسه ئې ملايان ورپسې لمسولي وو چې که دا قام تعليم وکړي؛ستاسو قدر به کم شئ؛
او بازار به مو سوړ شي؛
بيدار شئ چ ې دپښتنو بچي درنه علم ونه کړي؛
ملايانو به پروپيګنډه کوله چې پښتو دوزخي ژبه ده او دوزخ کښې به پښتو ويلې شي؛
دملا صاحب نه هيچا دا پوښتنه نه کوله چې هلکه ته ددوزخ نه کله راغلې ئې او کوم دوزخي داخبرې تاته رسولې دي؛؟
دغه پروپيګنډه يواځى دپښتو ژبې تر حده نه وه،
بلکه دمدرسو دسبق نه ئې هم پښتانه  داسې منع کول لکه چې دغه لار چې نېغه دوزخ ته ځي ؛
دمدرسې په حقله به دغه خرڅ شوي ملايانو صاحبانو څه وئيل،باچاخان بابا ئې داسې کوي؛
ملايانو به داهم ويل چې څوک دمدرسې سبق ووائي نو او وه پيړۍ ئې په دوزخ کېږي او داسندره به ئې ويله;
   سبق دمدرسې وائي
دپاره دپېسې وائي
په جنت کښې به ئې ځائې نه وي
په دوزخ کښې به ګسې وهي
 
(زما ژوند او جدوجهد)

-
بېرته شاته