(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د ایوب صابر ۲۷ کالیزه

[07.Feb.2016 - 23:06]

د ایوب صابر  ۲۷ کالیزه دستوره اؤ دهغوی یو څویادونه
اعجاز خټک
نن په ۷ فرورئ ۲۰۱۶ .ء داتوار په ورځ سحر لس بجې په ایوب صابرهال ، باچاخان لائیبریرئ کوهاټ کښې  دایوب صابررائترزګلډ کوهاټ له خوا د ایوب صابر د ۲۷ کالیزه دستوره په کوهاټ وشوه . ددستورې مشرتابه د ایوب صابر تره ځوی نوموړې وکیل اؤ ښه شاعر ظهورکاکاجی وکړه اؤ مشرمیلمه د کوئیټې نوموړی شاعر، لیکوال، محقق اؤ نقاد عبدالکریم بریالې وو،  نورمشران پکښې م، ر، شفق ، رحمت نیازی، قیوم مروت ، اقبال حسین افکار، ثمینه قادر، سلیم بنګش ،سعادت سحر، ندیم ننګیال، اؤ رحمت شاه رحمت وو. رحمت نیازی د ستورې پیل د قرآن کریم د تلاوت نه اوکړو. ملنګ جان شابیوال د وړمبی نششت کوربه وو چه پکښې عبدالکریم بریالی خپله مقاله وړاندې کړه. هغوی چه کله په ایوب صابر خبرې اترې کولې نو هغوی اؤ سعیدګوهر دواړه د ایوب صابر ملاقات له کوهاټ ته د کوئټې نه راغلی وو. دوی دواړه ایوب صابرسره یوه شپه کړی وه، د هغه وخت خواږه یادونه هغوی پخپله مقالې کښې رایوځائې کړی وواؤ بیابیا به په هغو زاړو یادونه به ئې د له سترګواوښکې څاڅیدلې،  ډیره په زړه پورې مقاله ئې وړاندې کړه، د هغوی د علمیت، ذهانت، صحافت ، شعروشاعری، میلمه دوستی اؤ ډیرآړخونه ئې اوستائیل، بیا ورپسې سلیم بنګش ډیره علمی اؤ معلوماتی مقاله د هغوی په شعروشاعری واؤروله چه ټولو ملګروډیره اوستائیله، ورپسې م، ر، شفق خپله مقاله وړاندې کړه، په دې ټوله مقاله کښې د ډیرو معلوماتی خبرو ترڅنګ دا واقعه بیان کړه چه مونږد عبدالکافی ادیب په یاد کښې یوه تعزیتی غونډه کوله نو مونږ ایوب صابر د کوهاټ نه رابلونکې وو نو ما اقبال حسین افکار ورته راولیږو اؤ ورسره مې پنځه سوه روپئ هم په یوه لفافه کښې راولیږلې چه دا به د هغوی د لارې د تلو راتلو خرچه شی. هغوی خو اقبال حسین افکار ته په هغه څه اونه وې چه کله پروګرام ختم شو نو هغه لفافه هغوی ماته په میز کيښوده اؤ دا ئې اووې چه ما اقبال حسین افکار ته ځکه څه اونه وې چه ماوې دا به خفه شی خو ماته ددې ضرورت نشته. نو ماورته اووې چه صابرصیب خیردې دا ستاسو د لارې د تلو راتلوخرچه ده، دا قبولې کړه هغوی راته په ځواب کښې اووې چه دا ماد پاره د سور غوښه ده اؤ دا په ما حرامه ده. بله واقعه پروفیسر عزیزقریشی وړاندې کړه چه مونږ ایوب صابر یوې مشاعری د پاره ټیری ته رابللې وو، په هغه ورځ سخت باران وشو.زمونږکلی ته په لاره الګډه راغلی وه نو مونږوې چه د دوی راتلل به ګران وی ځکه په لاره ګاډی نشو راتلې نو څه ګورو چه ایوب صابر سره د ملګرو په هغه خوړ په تریکټر کښې راپورې وتو اؤ مشاعرې ته راورسیدو.داسې نورې ډیرې خبرې په دې غونډه کښې وشوې چه اوس ماته نورې نه یادیږی خو بس دومره به اووایم چه نن ظهورکاکاجی ځوان شوې وو اؤ دا ئې اووې چه دکوهاټ، لاچئ، ټل، هنګو اؤ کرک شاعران ماسره وی نو زه نن ډیره خوشحاله یم خو دا خبره هم کوم چه ایوب صابر به ماته وې چه تاسو شاعرئ مه کوئ ، خو زه بیا هم شاعری کوم خو ورسره ورسره د شاعرانو خدمت هم کوم . ټولوملګرو د کاکاجی خبرې ډيرې اوستائيلي. ما پکښې دا یووړاندیز پیش کړوچه که تاسو ایوب صابر ژوندې ساتل غواړی نو پکار ده چه دایوب صابرکالیزې دې په کوهاټ نمانځلې کیږی اؤ دویمه دا چه صوبائی حکومت دې د ایوب صابر په نوم یو ایوارډ جاری کړې په دې موقع ملک مقبول صیب هم یوتجویزوړاندې کړو چه د حکومت دې د ایوب صابر په قبر یو ښائسته ګنبد جوړ کړې  ځکه چه هغوی کوم خدمات ترسره کړی دی نو دا هغوی حق دې چه د هغوی د خدماتو اعتراف په داسې طریقه اوکړلې شی. الیاس ټلوال ، مراد علی مراد اؤ خیالی خاکروب ایوب صابر ته د عقیدت منظومې پیرزوئینې وراندې کړې چه ناستو ملګرو ډیرې اوستائیلې.
په دې موقع اقبال حسین افکار هم د ایوب صابر پحقله ډیرې معلوماتی خبرې اترې اوکړې خو ما نوټ کړلې شوې – محترمې ثمینه قادر هم د ایوب صابرپحقله خپله مقاله وړاندې کړه اؤ پخپله مقاله کښې ئې د خوئیندو له خوا ډیره په ښه طریقه نمائندګی اوکړه.
په دې مشاعری کښې  د کوهاټ مقامی شاعرانو نه علاوه دټل، لاچئ، بنو، هنګو، جمرود، دره آدم خیل اؤ د تیراه ډیرو نوموړو شاعرانو ګډون اوکړو.چه نومونه ئې څه په دې ډول دی
عبد الکریم بریالی ، م ، ر ، شفق ، اقبال حسین افکار، رحمت شاه رحمت ، سعادت سحر، سلیم بنګش، ثمینه قادر، رحمت نیازی ، قیوم مروت ،ملک مقبول ،رئیس کوثر، الیاس ټلوال، عبد الله ظهیر، نعمت الله صدیقی، درویش آورکزی، حضرت الرحمن حضرت،ندیم ننګیال،  امجد علی امجد،محمد جان عاطف، سید معصوم شاه معصوم، انورحسین مسافر،سعید رهبر، خیالی خاکروب، جمیل جوهر، اؤداسې نورو ډیرو شاعران چه ماته ئې نومونه یاد نه دی. دامشاعره ډیره په خیرخیریت پائې ته اورسیده. یاده دې وی چه د دې کالیزې په نمانځلو کښې رومان شاه رومان، الفت آورکزی اؤ ملنګ جان شابیوال د ظهور کاکاجی په سرپرستئ ډیرې منډې ترړی کړی دی چه د ستائیلووړ دی.

-
بېرته شاته