(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

روس پلوه د جګړې ناکام جنرال

[13.Feb.2016 - 14:05]

نظرمحمد مطمئن

لیکوال او شناند

هلمند د جګړې ګرم تنور دی، هلته جګړه هر وخت په شدت سره روانه وي، د بریتانیا او امریکا ډیری جنرالان او لوړ رتبه پوځیان د هلمند د سنګین ، موسی کلا ، نادعلي او مارجې له نومونو سره داسي بلد دی لکه د ویټنام جګړې او نوم سره چې خلک بلد دي.

موسی کلا بیا هغه ځای دی چې بریتانویان ورڅخه د طالبانو سره د هوکړې او د هغوی د شرایطو په منلو سره له محاصرې څخه ووتل.

په تیرو څو میاشتو کې د هلمند جګړه د طالبانو له خوا مرکز لښکرګاه ته راورسیده، ځینو لوړ رتبه دولتي چارواکو د خپلو کورنیو غړي کندهار او نیمروز ته ولیږل او خپله هم په یوه او بله بهانه یا خو کندهار او یا کابل ته ووتل.

د هلمند ولایتي شورا مشر او غړي به هره ورځ د ټلویزونو په پرده ښکاره کېدل او له دولت څخه یې غوښتل چې د هلمند وضعیت ته جدې پاملرنه وکړي.

په ولسي  او مشرانو جرګو کې د هلمند استازو غوغا جوړه کړه، له امنیتي لوړ پوړو چارواکو سره کښیناستل، د هلمند ځینو استازو د ۱۰۰۰ او ۲۰۰۰ رضاکاره جنګیالیو ژمنه وکړه، دغه ډله هلمند ته ولاړل، دولت د دوی ژمنو ته منتظر و، په ډله کې یواځي ملاشیرمحمد اخوند تر ۱۰۰ لږ کسان پیداکړل چې هغوی به جګړه کوي، جبار خان او نور ونه توانیدل چې نږدې ۵۰ تنه جنګیالي پیداکړي.

 

جبارخان د ډاکټر نجیب الله د حکومت له نسکوریدو وروسته د ښاغلي حکمتیار لورته ورغی، هغه ونه پالی، په هغه وخت کې ویل کیدل چې دوستم په شمال کې او جبارخان په جنوب کې دوه مهم د ملیشو قوي قومندانان دي.

د کورنۍ جګړې پر مهال جبار خان د خپل ژوند پرمخ بیولو اوله جنګ سره د میني له کبله شمال کې دوستم ته ورغی هلته ورسره میشت شو، کله چې د کرزي واکمني د امریکا په زور راغله، ډیری پخواني چپیان (خلقیان او پرچمیان) په حکومت کې په دندو وګمارل شول.

جبار خان د ملګرو ملتونو د سیاسي دفتر یوناما UNAMA سره د سلاکار دنده پېل کړه، د میاشتي یې په کور کې نغد ۱۵۰۰ امریکايې ډالر اخستل، سور الټو سوزکی موټر یې درلود، د ژوند حالت یې ډیر خراب و، ځکه په کابل کې ژوند کول اسانه نه وي، مصارف ډیر وي.

د یوناما سره د کار له برکته ولسې جرګې ته راغی، د کرزي په حکومت یې سختې نیوکې کولي، د اشرف غني حکومت کې چې غوښنه ونډه دوستم او  چپیانو ته ورکول شوه، جبار خان د حکومت ننګه او د حکومت د اصلاح کولو وړاندیزونه کول. 

ددي له امله چې دوستم په دفاع وزارت کې برخه غوښته او غني ویره ورڅخه درلودله، ممکن له همدې امله به وه چې د جبارخان دفاع وزارت ته راوستل به غني د دوستم د خوښې له پاره کړي وي، او یا داچې د جبار خان خوله وربنده کړي او د جګړې ډګر ته یې واستوي.

اصل کې په لوړو چوکیو ګمارل د دولت له واکه پورته خبره ده، ترڅو چې د امریکا او بریتانیې خوښه پکې وانه خیستل شي ستونزمنه ښکاري چې کوم لوړ پوړی جنرال دي په دفاع او یا کورنیو چارو وزارت کې وګمارل شي.

 

د هلمند پخوانی والی نعیم خان چې پخوانۍ سابقه یې د مجاهدینو سره وه د غني له خوا څخه لیري او پرځای یې میرزا خان حیدری چې چپي سابقه لري ولیږل شو، په دي یې هم بسنه ونه کړه د پخواني چپي امنیه قومندان ملاخیل پر ځای یې بل پخوانی خلقي امنیه قومندان سرجنګ هلمند ته ولیږي.

سرجنګ چې کله پولیسو ته معرفي کیدی ویل یې چې هلمند به د طالبانو هدیره وګرځوي، ملاخیل بیا هم ښه و مارجه کې کلابند پاتې و، ژیره یې هم د شاور او مناسب حالت نه درلودو له امله غټه شوې وه، موسی کلا کې یې هم څو ورځې محاصره تیره کړه. مګر سرجنګ ویل کیږی چې قران یې کړی که به د امنیه قومنداني او لښکرګاه څخه ووځي، همدلته د قومنداني له مرکزه څخه هلمند پر طالبانو هدیره ګرځوي.

دوه میاشتي مخکې طالبانو د لښکرګاه اړوند باباجې سېمه ونیوله، د مارجې اړوند تریخ ناور یې هم ونیوی، مارجه ولسوالي یې پرته د ولسوالي او امنیه قومنداني له ودانۍ څخه ګرده تر خپل کنټرول لاندي راوستله.

د نادعلي ولسوالي د چانجیر په سېمه کې طالبانو درې میاشتې مخکې د جګړې لومړۍ کرښه جوړه کړه، خلک د ویرې له امله له لښکرګاه څخه په وتلو و، یو ناڅاپه طالبانو د لښکرګاه په لور خپل پرمختګ ودراو، له درو میاشتو راهیسي نه دولتي پوځیانو او نه هم طالبانو په نادعلي  کې کوم پرمختګ کړی. عام خلک وایې چې دواړو لورو ته ویل شوې چې پر همدې ځایونو ارام و اوسۍ او د نور پرمختګ اجازه نه ورکول کیږي.

جبارخان  چې د کمونسټانو د رژیم پر مهال د هلمند اوپراتیفي مشر و، بیا یې د هغه وخت هوس وکړ او د هلمند اوپراتیفي مشر شو، هغه ژمنه وکړه چې د هلمند د امنیتې ادارو قومانده به یوه کړي، او طالبان به له سیمې ډیر ژر پسې واخلي.

دده د ورتګ ګټه داشوه چې طالبانو د سنګین ولسوالي بازار او نورې سیمې هم تر خپل کنټرول لاندي راوستلي او لا هم پرمختګ کوي، دا ډول د دولتي پوځیانو مرګ ژوبله هم ډیره شوې او د جنرالانو په رتبه کسان هم په جګړه کې ووژل شول.

تیره اونۍ جبارخان له کورنۍ رسنۍ سره په خبرو کې وویل چې د پاکستان او ایران مداخله او د امنيتې ادراو ناهمږغي د جګړې خنډونه دي، جبارخان خو مخکې له دې چې هلمند ته ولاړ شي  او حتی د کمونسټانو په وخت کې چې د هلمند اوپراتیفي مشر و ویل به يې چې پاکستان او ایران مداخله کوي، آیا دی چې هلمند ته تلی نه پوهیدی او که یې ځان نه پوهاو، اوس چې په جګړه کې دغه پخوانی روس پلوی ناکام جنرال د ناټو تر چتر لاندي خپله ماتې ویني نو بیا دا خبره کوي.

جبار خان خو ویل چې د امنیتي ادارو تر منځ به همږغي راولي، پداسي حال کې چې والي او امنیه قومندان هم چپیان وي بیا نو څوک دي چې ده ته ستونزې جوړوي، او یا داچې داخبره د خپلې تیښتې پټولو له کبله کوي.

هو! جبارخان پوهیږي چې ملاشیرمحمد اخوند چې د ملامحمد رسول اخوند زوی دی او پلار یې له خلقیانو او پرچمیانو سره ډیرې جګړې کړي هغه به کله د جبارخان نورزي مشرې پر هلمندیانو او ځانګړي ډول علیزو ومني، د حزب اسلامي پخوانی مشر حفیظ الله خان چې د مجاهدینو تر بریا وروسته د هلمند والي و او همدې جبارخان او خانو ۷۰ تنه ورته ووژل هغه به کله د جبارخان مشرتوب په بارکزیو ومني، معلیم میرولي خان چې د اسلامي حزب مشهور قومندان وو هغه به کله هم د جبارخان مرسته ونه کړي.

د جبارخان ستونزه چې وروسته به یې ومني داده چې هلته پخواني مجاهدین چې په اردو او پولیسو او یا هم اربکیان دي دده پخوانۍ سابقې ته په کتلو سره ورسره مرسته نه کوي.

له نورو سیمو څخه چې اربکیان او یا پولیس سنګین ته استول کیږي هغوی د اخرت خدای پاماني له خپلو نورو ملګرو سره اخلي او وایې چې بیا بیرته ژوندي نه راځو، په لغمان کې د سنګین په نوم د دولت د امنيتي ادارو هدیره جوړه شوې، د ننګرهار په کوټ او کامه کې چې دولتي مړې وروړل کیږي نو له ورایه خلک وایې چې د هلمند د سنګین او یا موسی کلا په جګړه کې به وژل شوی وي.

د لښکرګاه د بولان په سېمه کې د سړک له غاړې سره د مشهور اربکیانو او پولیسو د مشرانو هدیره ده چې د موسی کلا او سنګین په جګړو کې وژل شوې.

روس پلوه ماتې خوړلي جنرالان که د ناټو له پاره د جګړې د ګټلو امید لري هغوی به دافکر هم کوي چې هغه کسان چې دوی یې وزغلول نن به څه ډول دهغوی بچیان د دوی تر قومانده لاندي د ناټو د ګټو او پخوانیو چپیانو دواک ساتلو په موخه جګړه کوي.

استاد سیاف، ډاکټر عبدالله، تورن اسماعیل خان، احمدضیاء مسعود او ارغندیوال په وازه خوله نارې وهي چې حکومت مجاهدین څنډې ته کړي دي او د مجاهدینو له مرستې پرته په هیواد کې امنیت نه شي راتلای، خو زموږ خبره داده تر څو چې جګړه د پردیو له پاره وي هغه جګړه نه ګټل کيږي، د ناټو د ګټو له پاره جګړه نه پخواني خلقیان او پرچمیان او نه هم پخواني مجاهدین ګټلای شي. او نه هم طالبان دغه جګړه په بشپړ ډول سره ګټلای شي، ښه داده چې نور د افغان ځوانانو پر حال فکر وشي، د رښتونې سولې لاره ونیول شي، د پخوانیو مجاهدینو او طالبانو د اختلافاتو له کبله ده چې نن حکومت بیرته پخوانیو کمونسټ پلوه اوسنیو امریکا پلوه خلقیانو او پرچمیانو ته په لاس ورغلی.

 

تر څو چې پخواني مجاهدین، پخواني خلقیان او پرچمیان، د لویدیځ ګټو ته ژمن افغانان او دا رنګه د جګړې بل اړخ طالبان یو بل ونه مني، له زغم څخه کار وانه خلي، د افغانستان اړوند مسایلو او ګډ ژوند کولو له پاره انعطاف ونه کړي موږ به یوې بلې اوږدې جګړې ته ننوځو، امید دی چې ټول ښکېل اړخونه من حیث افغان یو بل ومني او دافغانستان مسئله خپله کورنۍ مسئله ومني، خپلو منځونو کې توافقات وکړي، ناټو او بهرنیو پوځیانو ته په یوه خوله ووایې چې زموږ له هیواد څخه ووځئ ټولې ستونزې ستاسي په شتون او وجود کې دي.

د ناټو پوځیانو شتون د افغانستان جګړه اوږدوي او دغه جګړه به یوه بله لسیزه هم دوام کوي او د جګړې خوراک به طالب، پخوانی مجاهد، پخوانی خلقي او پرچمی او تر ډیره عام افغان ولس وي.

-
بېرته شاته