(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

لوړو زده کړو وزارت ته

[19.Feb.2016 - 16:38]

لوړو زده کړو وزارت ته په ترکیې هیواد کې د افغان محصلینو پرانیستی لیک  ​

په ترکیي هیواد کې میشت افغان محصلین چې د لوړو زده کړو په موخه یاد هیواد ته لیږل شوي دي د محصلي په روانه دوره کې له ډیرو ستونزو سرټکوي دوی وایې چې یاد وزارت ته یې د خپلو ستونزو دحل په موخه څوځله وړاندیزونه کړي دي خو دوی ادعاکوي کې په یاد وزارت کې چارواکې یې په ستونزو غور نه کوي او دوی پدې هیواد کې له ډیرو ستونزو سره لاس او ګریوان دي

دوی له یاد وزارت څخه بار بار غوښتنه کړې ترڅو د دوی ستونزو ته پاملرنه وکړي، یاد محصلین خپلې ستونزې داسې په ګوته کوی او غواړې له دې لارې خپلې ستونزې د مسئولو چارواکو تر غوږونو پورې ورسوي ، دوی ادعا لري چې د ترکیې هیواد ته د تحصیلي بورس له لاري کله چې راتلل یاد وزارت ورسره تړون لاسلیک کړی وو ترڅو د لیسانس دورې هر محصل ته د میاشتې ۳۰۰ امریکایي ډالره د جیب خرچ، صحي بیمې او قرطاسیې او کتاب لپاره ورکوي یاد محصلین زیاتوي دوی له کله نه چې د ترکیي هیواد په ۲۰۱۲ کال کې د زده کړو لپاره راغلی تر دې دمه  د یاد وزارت د کاری ضعف له امله دوی له ګڼ شمیر ستونزو سره لاس او ګریوان دي.

  محصلین زیاتوي چې نه زموږ د بیمي پیسې په ټاکلی وخت نه هم د دوي ټاکلی معاش په ټاکلې موده ورکول کیږې، دوی وایې کله چې دوی اړ شول او پدې پوه شول چې چارواکي يې په ستونزو غوږ نه ګروي نو  په ترکیې هیواد کې د افغان سفارت مخ ته لاریون وکړ او د خپل حق غوښتنه یې وکړه نو له هغه وروسته افغان سفیر ښاغلی جیحون د لوړو زده کړو وزارت صادر شوی مکتوب د افغان محصلینو په وړاندې ولوست چې په هغه کې ویل شوې وو،

 

۱-افغان محصلینو ته به په میاشتني ډول ۷۰۰ ترکۍ لیرې چې د ۲۴۰ امریکایی ډالره کیږي د جیب خرچ په ډول ورکول کیږي.

۲-د صحي بیمې ټولې پیسې به ورکول کیږي.

۳-د هغو محصلینو د پنځم کال د لوړو زده کړو لګښت چې لوړې زده کړې یې پایته نه وي رسولې ورکول کیږي.

۴- په ترکیې کې د افغان سفارت له لوري ۱۰۰ امریکایی ډالره جیب خرچی په میاشتنې ډول هرمحصل ته ورکول کیږي.

 

د یادونې وړ ده چې پدغه مکتوب کې ذکر شوی وو چې د لوړو زده کړو وزارت دغو ټکو ته ژمنتیا لري او په عملي کولو کې یې ریښتینی ده خو ترهغه وروسته نه یاد وزارت په خپلو ژمنو پابند پاتې شو او نه هم د سفارت له لوری هغه پیسې موږ ته راکړل شوې.

زموږ د پوهنتون د فیس په پرې کولو کې هم د لوړو زده کړو وزارت ډیره سستي کوی او پر وخت یې نه ورکوي داچې یوې ډله ځوانانو شکایت درلوده او ویل یې چې زموږ د ۲۰۱۲ او ۲۰۱۳ کال راهیسې له دغو ستونزو سره لاس او ګریوان یو او زموږ د جیب خرچي له ۳۰۰ امریکایي دالرو څخه ۱۶۰ او ۱۷۰ امریکایي ډالرو ته چې ۵۰۰ لیرې کیږې راټیټه شوې ده.

زموږ معاشونه تل ستونزمن وي او لږ ترلږه له ۱۵ ورځو څخه تر یوې میاشتې پورې ځنډ پکې شتون لري.

موږ خپله صحي بیمه له جیبه پرې کوو ترڅو زموږ صحي بیمه بنده نشي.

زموږ ستره او اساسي ستونزه داده چې د لوړو زده کړو وزارت له لوري زموږ د پوهنتون فیس د ۲۰۱۳ کال د ژمني سمستر څخه راپدیخوا ټول پاتې ده د ۲۰۱۵ کال د ژمني سمستر په موده کې د ترکیې هیواد د لوړو زده کړو وزارت زموږ افغان سفارت او په ځانګړي ډول هر محصل ته اخطارنامه واستوله ترڅو دقرضدارو محصلینو فیس پرې کړي او که نه هغه محصلین به له یوکال لوړو زده کړو څخه ناکام حساب شي او د شکایت حق به نلري.

نو پدې اساس په ترکیې هیواد کې میشت افغان محصلین د هیواد له لوړو زده کړو وزارت څخه هیله لري ترڅو د دوي د شته ستونزو په حل کې رغنده ګامونه پورته کړي، دوی له لوړو زده کړو وزارت څخه هیله لري ترڅو په ترکیې هیواد کې د بورسیې د محصلینو د شرایطو په اساس او یاهم  د هغه تړون پربنسټ چې د لوړو زده کړو وزارت له دوی سره کړی چلند وکړي.     

په ترکیې هیواد کې افغان محصلین

-
بېرته شاته