(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

ناروي: ددیني کتاب د مخکتنې غونډه

[22.Feb.2016 - 04:02]

ستر (کبیره) ګوناهونه او د حضرت محمد (ص) د اخلاقو (سیرت) ته لنډه کتنه تر سرلیک لاندې دیني کتاب، چې د الحاج محمد نادر سرشار سالارزي راغوڼدونه، څېړنه او لیکنه ده، له چاپه راووت. یاد کتاب ۳۱۷ مخونه لري. دا کتاب هغو ته، چې د ایمان رڼا ور په برخه  ده، ډالۍ شوی دی. یاد کتاب د یوې غونډې په جوړولو سره د روان کال د کب د میاشتې په دویمه نېټه (د ۲۰۱۶کال د فبروري ۲۱ مه) په ناروې کې مینه والو ته معرفي او و وېشل شو.
غونډه د سپېڅلي قرآن د څو ایاتونو په تلاوت سره پېل او ورپسې الحاج محمد نادر سرشار د کتاب د لیکلو د موخې او منځپانګې په هکله لنډې خبرې وکړې. ورپسې د کتاب په هکله ښاغلو هر یو، اسمعیل خان مهمند، عظم الدین خان علیمي، استاد وارث حبیبي، محمد طارق بزګر، قاري صیب محمد امین، نعمت الله، او پيلوت صیب ضیا الدین امین په خپل وار سره خبرې وکړې او لیکوال ته یې د دې کتاب د لیک او چاپ مبارکي وویله.
په پای کې حاضرو کسانو ته کتاب ډالۍ شو.
پټه دې پاتې نه وي، چې د دې کتاب د وېش لړۍ مخکې په لوی افغانستان کې پېل شوې ده او که د الله (ج) رضا وه، ډېر ژر به په جرمني او نورو هېوادونو کې هم پېل شي. همدارنګه مینه وال کولای شي، چې کتاب په اوسلو کې د لاندې کسانو سره د اړیکو په ټینګولو سره تر لاسه کړي:
نظیف الرحمن سرشار: ۴۶۶۳۸۳۸۲
لطیف الرحمن سرشار: ۴۱۳۰۵۲۱۲
 
په درنښت

-
بېرته شاته