(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

دمورنۍ ژبو نړیواله ورځ

[22.Feb.2016 - 14:59]

په۲۱ فبروري،د مورنۍ ژبې نړۍواله ورځ،دپښتو حال

لیک:ډاکټرحميدالله زړهءورساپی 

له ټولیزو رسنیو څخه دا څو کالونه لولو  او  اورو  چې د ملګرو ملتونو سازمان  د فروري یوویشتمه دمورنۍ ژبې یاژبو نړۍوالې ورځې په حیث پېژندلې ده او په ټولو هیوادونو کې لمانځل کېږي. 
زمونږ مورنۍ او د ډیریو پلارنۍ خوږه ژبه پښتو، هسې چې له زانګو او حجرو نه مو شفاهي زده کړې ، لڼډئ او سندرې مو ورته اورېدلي، له امیر کروړ سوري نه تر  اوسنیو ځوانو شاعرانو پنځونې مو لوستي ، له ځینو کتابونو مو زده کړې کړي دي ا.د.ن. مګر په ټوله مانا مو دوړکتونونو، ښوونځيو، پوهنځیو، اکاډیمۍ علمي ژبه وءنء ګرځولای شوای؛ د دولتي ،حکومتي ادارو او دوترونو ، د مکتوبونو،اسنادو، تجارت او بازار او بانکونو، د سر لوحو(بورډونو) ، اعلاناتو ، فلمونو، تیاترونو ژبه د نشت په کچه ، همدا رنګه د کنفرانسونو، سیمینارونو، بین المللی غوڼډو او حتی پخپله د ملګرو-ملتونو په ?سازمان کې د پښتنو(افغان) نماینده ژبه وءنء کړای سوه.!
که څه هم په پورته نکړای شولو کښې د اغیارو، په تیره بیا د فیرنګي-انګریزو-پنجابو-سندیهانو ؛ درباري-فارسیانو-مغولانو؛ یو-نیم ازبیکانو -تاجکستانیانو ا.د.ن. کرغیړنې لاسوهنې ، تعصبات، زهرجنه تبلیغات  او د پرمختګ قصدي مخنيونې  باید هېرې نکړو؛ خو ځينې وختونه هور د خپلې لمنې بل سوی دی!. لکه د شاهانو پخپله ژبه خبرې نشوای کول!، په ګډوله کورنیو کښې د بلې ژبې تر تاثیر لاندې راتلل او د ماشومانو سره د خپلې پلرنۍ یا مورنۍ ژبې په حذفولو کې رول لوبول!،د دولتي چوکۍ یا مقام لپاره د خپلې ژبې تهقیرول، او پرې شرمیدل پخپله د خپلې ژبې ريښې پریک کړې دي. یو بارز مثال ېې د عمران خان په صوبايي هکومت او د پرویز خټک په وزارت-اعلی او... کې د پیښور پوهنتون نه د پښتو نصاب لءرې کول  او د پښتو ډیپارټمنټ بندول!؟.؛ په کابل کې د تش په نامهء یو څو صنفونو د ښاغلو اتمر؛ او وردګ په وزارتونو کې جوړول مګر بیرته پرې ریشخند وهل!مانا پښتنو ماشومانو ته  فارسي-ژبي معلمان ګمارل او په لوی لاس ېې له خپلې مورنۍ ژبې زړهء-تورنول!!، د اجړایی ریاست له خوا پښتو مکاتیب مستردول ، په کتابتونونو کې د پښتو کتابونو پر ځای ایراني کتابونه رواجول، د طلوع، یک ،میترا ا.د.ن کړنې خو اظهر منالشمس دي.
د دې ټولو منفي پایڼټونو تر څنګ ، د اصیلو پښتنو-افغانانو په هلو ځلو د کتابونو، شعرونو، یو څه ژباړو او قاموسونو لیکلو او په دا اوس-اوس تیره اوونۍ کې  ګوګل-ټرانسلیټ ته د پشتو  ڼنه-ایستل ( چې دا باید د لرغونتوب او د نفوسو د شمیر له مخې لا پخوا شوې وای) زړهء خوشحالوونکې څپرکي دي مګر کفایت نه کوي. یو بل په زړه پورې اقدام مې ڼن په لراوبر سایټ کښی ولوست د ښاغلي ورور احمد خان اڅکزي له دوبۍ تجارتي مرکز څخه د پینځه سوو  پښتو وبسایټونو جوړوونکو سره پښتني اخلاصمنده مرسته ده.
په پای کې زړهء کې مې ده چې ووایم ، پښتو یوازې د کمپیوټر، انټرنټ او وبسایټونو ته د لاس رسیدلو پښتنو-افغانانو ژبه نه ده ځکه دا به زمونږ د نفوسو ډیره کمه سلنه جوړوي، مهمه او اړینه دا برېښي چې د لراوبر او ټولې نړۍ کې تیت او پرک پښتانه، ماشومان؛ځوانان، ښځمنې او زاړهء ، د خپلې مورنۍ او پلارنۍ ژبې د بشري حقوقو څخه برخورداره شي او زیاتي له وژنو،رټنو، محرومیتونو، ستمونو، غصبونو او غضبونو څخه که څښتن تعالی غوښتل خلاص شي. 
پره دئ  ژبې زده کول که وي کمال
خپله ژبه هیرول بې کمالي ده.
په ټوله پښتونواله مینه او منءنه.

-
بېرته شاته