(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

دامریکا ولس ته خطاب

[24.Feb.2016 - 07:42]

لیک: بسم الله اکبري

دیوه بې وسه اوبې وزلي دردیدلي افغان دزړه غمجنې کړیکي اوزمادباتورخواوس سرتورملت ساندې واوری هوهغه لرغونی اوتاریخي ملت چې کله کریستوف کلومب دامریکا لویه وچه یاپه بله ژبه ستاسوهیواد کشف کړ(۱۴۹۲ز‏)زموږننی هیوادګرا ن افغانستان دلرغوني اریانا اوخراسان په نومونوپه زرګونو،زرګونوکاله دغوړیدلي فرهنګ اومدنیت سره شتون درلود بخدي یا اوسنی بلخ دام البلاداوبلخ الحسنه اوغزنی دعروس البلادپه نومونودبې ساري عظمت اومتبحروستروعلمای کرامو،نابغه پوهانو،نامتواوپیاوړوشاعرانوټاټوبی اومرکزومعاصره نړی زموږدنومیالیوپوهانو دعلم اوحکمت پوروړي اودنړۍ دبشریت په تمدن کې زموږونډه اظهرمن الشمس ده نړیوال پوهانداونابغه فیلسوف ابوحسین علي ابن سناد۴۵۰علمي کتابونولیکوال (۹۸۰‏ز) اودالقانون په نوم دطب بې ساری اثردطب په ډګرکې دګرده نړی دطبیبانولارښود اوڅراغ ودسترعلامه ابوریحان البیروني (۹۷۳‏ز) دعلم اوحکمت حیرانوونکی نبوغ له بیانه ځان عاجزبولم دزرګونو،زرګونوپیاوړوشاعرانو،ادیبانو،لوړخیاله صوفیانواونوروعلماوو

نوم لړډیراوږدخوټولي نړۍ ته څرګند دی.

څو کاله دمخه دامریکاپه بیلابیلوایالتونواوښارونو کې دافغانستان دطلاتپه په نوم لرغوني تاریخي اثارنندارې ته وړاندې شول ډیری امریکایان دهغه په لیدواو ننداره دحیرانتیاپه چورتونو کې تللي اودافغانستان په بډای فرهنګ اوغوړیدلي ماضي معتقداوباوري شول هودهغه هیواد اثارچې په هغه زمانه کې ستاسودهیوادهډونوم اونشان نه و خوله نیکه مرغه موږآریایانوپه دې لرغوني جغرافیه اوخیطه کې خورالوړاوغوړیدلی فرهنګ اوله برمه ډک مدنیت درلود.تاسودامریکا لوی ملت ته دپوړیوپه پوړیو کې دافغانانوسترې سرښندنې اودپردیوبلوسګروپرضد دهغوتاریخي سوبې ،دخرپ اوترپ تاوده ننګونه یاد دي اودالامل دی چې افغانان دخپل ماشوم په زوکړه لومړی دټوپک ډزې کوياوورپسې دماشوم په غوږونوکې د آلله اکبردمحمدي اذان په کولوسره خپل معنویت تسکینوي.افغانان په هغه جغرافیه کې میشت دي چې هره څنډه یې دسرواوتوروښامارانوپه بلوسګرو،کرغیړنولاسونوپه بې رحمی غوڅه شوي بدن موټوټې شوی اودلرغوني نقشې مو ویني څاڅي اوله بده مرغه په دغه خونړي ناورین کې ستاسوملت هم دمستکبروزورواکانواومستکبرینوپه فرعوني هڅه اوتدبیرورګډاودادی دافغانانوپرسرونو د ډول،ډول توطیومیچنې په خورا خرمستی اوسپین سترګی څرخي موږافغانانو په معاصر تاریخ کې ستاسوځواکمن اوستر هیواد ته د دوستی اومرستې لاس غځولی خوپوهیږی چې ستاسومشرانوموږته په کوموسترګوکتلي دي څوتاریخي بیلګې یادول اړین بولم اوهغه داچې..

دافغانستان دوخت پاچا اعلیحظرت محمد ظاهرشاه اودهغه صدراعظم سردارمحمد داودخان د ټینګې اوتلپاتې دوستۍ په  هیله دامریکا دمتحده ایالاتودوخت رېس جمهورجلالتمآب نیکسون ته ،افغانستان ته د دوستانه سفر بلنه ورکړه ښاغلي جمهور ریس دابلنه ومنله اوافغانستان ته دسفرتیاری ونیول شوشاهي کورنۍ دشاهانه دبدبې دښودلواوافغان دولت د درنواوشانداره مراسمو دپرځای کولوتدابیر ونیول.په ټاکلي ورځ د پاچا په شاهانه فرمان دکابل دنړیوال هوایې ډګره ترسلطنتي ارګه پوري واټونه په سروشنوماورقالینواوغالیو فرش اودواټ په اوږدوکې تشریفاتي ښایسته دروازې چې دافغانستان اوامریکا په ملي بیرغونواودافغان ـ امریکا د دوستې په شعارونومزین اوپوښل شوي ځای په ځای درول شوې وې په ټاکلي وخت جمهور ریس نیکسون اوورسره پلاوۍ دکابل هوایې ډګرته راورسیدل الوتکې ته نیږدي اعلیحظرت محمدظاهر شاه په داسې حال کې چې تشریفاتي ګارد دواړوهیوادونوموزیک غږاوه دتوپونودتشریفاتي ډزوپه بدرګه ښاغلي جمهور ریس نیکسون ته ښه راغلاست ووایه اودافغاني ماشومانودګلانوپه ګیډیواودلوړپوړوچارواکواومستقبلینودتاودوچکچکودافغان/امریکا د د وستی په شعارونوبدرګه شو.دښاغلي نیکسون دلادرنې میلمه پالنې په دود دکابل انصاري واټ دنیکسون دواټ په نوم ونومول شوچې دسفر په پای کې پخپله دنیکسون له خوادنوموړي واټ اویادګاري څلي پټلۍ پرې اوپه کابل کې نیکسون واټ پرانیستل شو.نیکسون دافغانانود درنې اوبې شایبه میلمه پالنې سره مخامخ اودیوه دروند میلمه په څیر ونمانځل شو.ښاغلی جمهور ریس ځینواروپایې هیوادوته له سفر وروسته خپل هیواد امریکا ته ستون شواودسفر په اړه یې دامریکا ګانګرس پراخې غونډې ته دخپل اوږده سفردخبرواورپوټ په ترڅ کې یې  .

دافغانستان د درنې میلمه پالني باندې دسترګوپټولواومنفي سپکوسپورودویلوسربیره یې په زغرده داسې څرګندونې وکړې چې دافغانستان شمال دې شوروي،دهغه لویدیځ دې ایران،ختیځ اوجنوب دې پاکستان ته ورکړای شي دهغه خلک دهیواد درلودلواهلیت اولیاقت نه لري.دخوراتاسف ځای دی چې دافغانستان په پنځه زره کلن تاریخ دبطلان کرښه راکش اودانګلیس دښکیلاکګرې امپراتورۍ له کونې څخه دپاکستان په نوم راوتلي ورسته هګۍ اوانګلوساکسوني سیاست زیږنده توطیه ګرپاکستان مشروعیت پیدا کوي همدا لامل وچې امریکا په لوی لاس دسردار محمد داودخان څخه کمونیست شهزاده جوړ کړدافغانستان دوتلي اونامتودپلومات اوسیاسي شخصیت ارواښاد عبدالرحمن پژواک په وینا د سردار محمد داودخان اودافغانستان دشاهي دولت له خوا تر نهوځلو پوري دپوځي تجهیزاتودمرستې غوښتنه وشوه خودامریکا دمتحده ایالاتو له خوارد شوه.اودهغو برعکس شوروي اتحاد اودکریملین واکمنودافغانستان دچارواکو اوصدراعظم سردار محمد داود خان دنظامي تجهیزاتواوپوځي پرسونل دروزنې اودنورواقتصادي اوټول ګټو پروژو په اړه دافغانستان دشاهي دولت اوسردارمحمد داود غوښتنې ومنلې دروسانو په پوځي لوړواکادمیوکې هغه پرسونل وروزل شوچې دهغو په لاسونودثور دوسله وال پاڅون په پایله کې سردارداودخان اودهغه ګرده کورنۍ نارینه اوښځینه ووژل شول او په راوروسته لړکې دشوري اتحاد پوځي سر ې لښکرې د پرمخ تللو نظامي مخربو تجهیزاتواوجنګي الوتکو سره دافغانستان پر ضد راشیوه اووبلوسیدې اودافغانستان دنړیوالواو سیمه یزوزورواکواوابرځواکونودښکر په ښکرکیدواودافغان مظلوم ولس دنړیوالواستعماري اوسیمه یزي کرغیړنې ارتجاع او بنسټګرو ترهګرودوژلواوورانولومرکز وګرځید دبیلابیلوبد نیته اویوبل ته له کرکوډک تنظیمونه،القاعده،طالبان اوپه راوروسته کې داعش اوټلواله مافیا دسپیني ماڼۍ اوکریملین ماڼۍهغه زهرجن پیداواراومرخیړي دي چې زموږګران جنتي وطن یې دوینو په حمام اوناورینتون بدل کړی دی دافغانستان غرونه اورغونه په وینولړل شوي اودنړیوالې سروې له مخې افغانستان دغمجنو هیوادونوپه لومړي قطار کې حساب شوی دړندو بمباریو،انتحاري واسکټونواوبمي وژنو سربیره افغان شاه ځلمیان،نجونه اوماشومان دسمندرونودنهنګونو خوراک شول.

دافغانستان لویې جرګې په هوکړه داشرف غني په یوه ورځنی واکمنۍ کې دحضرت پیر سید احمد ګیلاني اوحضرت صبغت الله مجد دي دږیرواوسپینو لنګوټیولاندې افغاني چارواکو اودامریکا لوی سفیرترمنځ د دوستۍ امنیتي تړون لاسلیک اوسپیني ماڼۍ خپل ستراتیژیک هدف تر لاسه کړ.خودافغان ولس دهیلواوارزوګانو پرخلاف سپینه ماڼۍ اودهغه تورامپراتوراوباما دافغانستان تاریخي معلوم الحاله دوښمن اوستر ابلیس پاکستان په مدرنو عصري وسلو ایف ۱۶/الوتکواومیلیاردي ډالرونازوي څو په خلاص مټ په افغانستان کې شر ،غوبل اوورانی جاري وساتي ستاسو دسپیني ماڼۍ سردمدارډبلیو بوش دعراق دبغداد په ښار کې په سر بوټان وخوړل اوپه نړیوالو ډله یزورسنیوکې دیوه خندوونکي کومیدي په توګه خپریده دبوش په ککرۍ ګوزارشویو بوټانومیلیونه ډالره ارزښت پیدا کړاودامریکا دمتحده ایالاتوداکادمیکي سروی له مخې ډبل بوش دناپوه جمهور ریس اوهغه مشر وپیژندل شو چې پخپله مورنۍ انګلیسي ژبه یې دجمهور ریس په سویه تسلط نه درلود او دهالیووډ دیوه لوبغاړي په ژستونویې په عراق،افغانستان اونوروعربي هیوادونووبلوسل او د ده په لاسونوبله شوي جګړه دامریکا په تاریخ کې اوږده جګړه ثبت شوه اودامریکا دولسونوپه میلیاردونو،میلیاردونودمالیې په ډالرونوتغذیه کیږي سپیني ماڼۍ دبن په غونډه کې دافغانستان په برخلیک بدنامه مافیا واکمنه اوښاغلی حامد کرزی لاس تړلی ستاسو د دوست اوڅرګند خوشبین په توګه دکابل دواک په پلازکیناست چې په پایله کې ستاسودخپل سرو غلطو سیاستونوپه وړاندې لکه سردارمحمد داودخان په  څیرد روس،چین اوهند په لوري ورغړیداوداستعماري تړون دنه لاسلیک له کبله یې دافغانستان په تاریخ کې  وتلی اومنلی ځای خپل کړلیري نه ده چې متفکر غني به هم چې په زغرده نارې وهي چې زموږ د دوښمن دوست زموږ دوښمن او د دوښمن دوښمن زموږدوست دی یوه ورځ دسپیني ماڼۍ د درغلګر سیاست په وړاندې دخپلواسلافولاره خپله کړي که څه هم اشرف غني دپچو دغلواودکیري په لاس د بدماشانواو مافیایې اوباشانوپه منګولوکې ګیردی خوښه شوه چې کیري هم پخپله کږه خوله دایټالیا دروم په ښار کې دیوې اتلې ژورنالیستې سختې څپیړې اوسوکان وخوړل اوډانګ پیلي ورته وویل چې د داعش زهرجنه اوبشریت دوښمنه پدیده ستاسوله خوا رامنځته شوي اونړیوالوته موترهګرسیاست اوناولي موخي رسوا شوي دي.امریکا په لوی لاس په ګرده اسلامي هیوادونوکې دانتي سویتیزم روحیه لمنځه یوړه او پرځای یې انتي امریکا روحیه ورځ ترورځې پرمختیا اوپراختیامومي هغه طالبان چې په زیږیدوکې یې دامریکایې ،پاکستاني اوعربي استعمارونډه له هیچا پټه نه ده نن دکریملین دواکمن ولادیمیر پوتین دوستان اوله هغه سره دوستانه اړیکي لري.

اود دوی په مدرنو وسلوسمبال اوپه پایله کې افغان بې ګناه ولسونه وژل کیږي اوداخونړۍ غمیزه اوجګړه نوي اړخونه پیداکوي اولیرې نه ده چې دسیمه ییزوسوپرځواکونودستراتیژیکو ګټواوموخو په ټکر سره به داغرنی هیواد  داټومي اوهایدروجني ناتارپه سرولمبوکې لوخړه شي.هسې هم دافغانستان په طبیعي سرشاره منابعو اوتاریخي لرغونواثاروپه چوراوچپاول کورنۍ بې وجدانه ،رذیله مافیا اونړیوال ابرځواکونه لګیا اودادی دزردشت دزمانې لرغوني اثاراوتوکي                 په نوم غلا کیږي. اته تنه امریکایې سرتیري هغه مهال ورک اوتري تم شول چې دیوې غرنۍ سیمي په یوه سمڅه کې یې دویمانا په نوم هغه لرغونی الوتونکی ماشین وموند چې تاریخي لرغونتیایې په یوه حساب ۵۰۰۰کاله اوپه بل حساب۱۵۰۰۰کلونوته رسیږي اوداهغه موندنه ده چې دلویدیز زیاتره علمي ټولنې،سیاسي مشران په تیره بیا جمهور ریس اوباماورته زیات هیښ اوپه ویاړ سره ورته ګوته په غاښ شوی دی.ویمانا یاویمارګا لرغونۍ سانسکریټ اوپښتو لغت دی چې ویمانا چې په سانسکریټ کې الوتونکی ګاډی او ویمارګا په پښتوکې ا لوتونکی مرغه نومول شوی دی .هندیانونن سبا هغه ویمان کړی چې دالوتکې لپاره یې استعمالوي په لرغوني سندروکې دهغه ګاډې شل ځلې یادونه شوي چې الوتنې به یې کولې اوپه هواکې به ګرځیده.

امریکایې سرتیري په افغانستان کې  دترهګروپرضد مبارزه کوي اوکه په لوی لاس دافغانستان څخه دلرغونو اثارواوقیمتي کاني ذخایروپه چورچلان اوغلابوخت دي هغه هیواد چې څلویښت کلنې جګړې سخت ځپلی اودمیلیونوککریو په سرښندنه یې دامریکا اشتي ناپذیره دوښمن سوپر پاوراتحاد جماهیرشوروي په ګونډوکړاوپایله یې داشوه چې ستاسو دهیواد دپوځي مرستودچترلاندې دلرغونوتوکواومعدني ذخایروچورلټ چور روان دی ترهګراوبنسټګرورک نه شول لازیات اوترې لیوني سپي جوړشول چې په یوه ورځنی ماشوم هم رحم نه کوي اودوحشي ځناوروپه څیر یې دمهربانې مور دسترګوپه وړاندې دوه ټوټې کوي .افغانان متل لري چې د دوستی لار دسلو کالو لارده خودریغه،دریغه موږتل په نیمه لارکې ټپي،ټپي اونیم ژواندي پریښودل شوي اوپه نامردانه توطیو کې دل شوي یو.

دبشریت تاریخ به دتل لپاره په غلواو د دوست په جامه کې په مدرنوغلودنفرین کرښه راکش کړي هیله ده دامریکالوی ملت خپل ګمراه شوي فرغوني چارواکي دافغانستان دمظلوم اوجګړه ځپلي ولس خونړیوټپونومدوا اودپاک وجدان اورښتیني صداقت ،تعمیل اوپلي کیداته راوبولي اوخپل راتلونکی تاریخ دانساني نړیوال وجدان په محکمه کې دتورمخی اوسپکتیاڅخه وژغوري اوافغان دربدره ملت دراتلونکي نړیدونکي اوبشري حتمي پیښیدونکي امحا پوري یوڅومحدودي پیړۍ دارامی اوسوکالۍ دمه واخلي اوله بده مرغه دانګلستان دسترفزیک پوه اوساینس دان پروفیسرها کینګ په وړاندینه دځمکې کره په راتلونکوزروکلونوکې نړیدونکي اوبشري امحا رامنځته کیدونکي ده اودځمکې دکرې بشریت دفزیک اوساینس په وزرودکیهان نوروسیاروته په کوچیدنې،  مهاجرت اوژغورنې انګیرلی اوبللی دی عالم الغیب لوی خدای (ج) اودهغه مقدس ذات لایزاله ده خودانیمګړي دنیا پاتې کیدونکي ده.

په ګران افغانستان کې دسولې دټینګښت اودغمجن ملت دخوشالی په هیله.

یاهو

بسم الله اکبري

۲۳/۲/۲۰۱۶

 

-
بېرته شاته