(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

مطبوعاتي خبرپاڼه

[02.Mar.2016 - 09:47]

 

دافغانستان او ایران ترمنځ درېیم ګډ نندارتون په کابل ښار کې
جوړېږي. دغه نندارتون د ایران هېواد د نندارتونیزو پروژو د شرکت لخوا د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو اتاق او د ایران د سوداګرۍ د پراختیا سازمان په مرسته د ۱۳۹۴ کال د کب د میاشتې له ۲ تر ۵ مې نېټې پورې د کابل په اورانوس هوټل کې پرانیستل کېږي او د څلورو ورځو لپاره د سهار له ۹ بجو د ماښام تر ۵ بجو پورې به د ټولو هېوادوالو پرمخ پرانیستی وي.

په دې نندارتون کې افغان او ایرانی شرکتونو د خوراکی توکو، ساختمانی توکو او بیخ بناو، انرژۍ، د کور توکي، د سینګار او روغتیایی توکي، طبي تجهیزات او درمل، موټرونه او اړوند صنایع، کانونه، صنعت، نساجي، غالۍ او موکت، کیمیاوي توکي، معلوماتی تکنالوژی، مخابرات او کمپیوتر، ښاري خدمتونه، سیلانی او د کرهنې له سکتورونو څخه خپل محصولات او تولیدات په ۱۲۲ غرفو کې به نندارې ته وړاندې شي. 
تاسو درنو ته په خورا درنښت بلنه درکوو، تر څو په ددې نندارتون په پرانېست غونډه کې ګډون وکړئ.

نېټه: چهارشنبه، د ۱۳۹۴ کال د کب د میاشتې ۱۲ مه، د سهار ۱۰:۳۰ بجې 
پته: اورانوس هوټل، د هوایي ډګر ۸۰ متره سړک، کابل، افغانستان

Siamuden (Pasarly
Public Relation and Promotion Director
ACCI (Afghanistan Chamber of Commerce and Industries)
Phone # 0093 70 6300 845---  0786384859
offical Website: www.acci.org.af
www.pasarly.blogfa.com

 

-
بېرته شاته