(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

سوات: د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند

[09.Mar.2016 - 19:30]

سوات: د پښتنو ټولنیز  ولسولیز ګوند جنرل سیکرټري نصیر ستوری دروان ۲۰۱۶ ع کال د نوامبر دمیاشتې په  نهمه نېټه د څلورنۍ (چارشنبې) په ورځ  په بره دروشخیله کې دپښتنو  سیاسي او روحاني مشر او د پښتون قامي وحدت ستر لارښود ارواښاد محمد افضل خان لالا په کور کې  ښاغلي ‌ډاکتر محمدسلیم خان ،انجنیرمحمد فاروق خان ، ‌ډګروال عبدالغفار خان او دخان لالا د کورنۍ نوروغړو ته دپښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند په استازیتوب دغمرازۍ او خواخوږۍ مراتب وړاندې کړل او  خان لالا روح ته یې د دعا لاسونه لپه کړل او بیا دخان مزار ته لاړ او د  لوې خدای له درباره یې  ارواښاد خان لالا ته دمغفرت  غوښتنه وکړه
ارواښاد محمد افضل خان (خان لالا) د ټول ژوند مرام او موخه د پښتنو یووالی ؤ، چې دغه ګډ ارمان او موخې ته د رسیدو په لار کې ئې د پښتنو د ټولینز ولسولیز ګوند سره په ګډه د څو لسیزو را په دې خوا نظري او عملي هلې ځلې روانې کړي وې او د لوې افغانستان دننه او بهر د نړۍ په ګوټ ګوټ کې ئې دپښتنو د سیاسي شعور دبیدارۍ لپاره مخکښ او د پام وړ رول ادا کړی، چې د پښتون قام په تاریخ کې ډیر لوې ارزښت لري. 
ښاغلي نصیر ستوري وویل چې ارواښاد خان لالا د ټولو پښتنو په زړونو کې تل پاتې ځای لري
مونږ به د ارواښاد خان لالا مرام او د ارمان لړۍ د پښتنو سیاسي شعور د بیدارۍ او د پښتنو یووالی دهلو ځلو له پاره جاري ساتو.  

-
بېرته شاته