(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

داستادصداقت وياړغونډه

[24.Mar.2016 - 17:46]

د ليکوال، شاعر او ټولنيز شخصيت استاد عبد الله صداقت وياړغونډه او پسرلنۍ مشاعره
لغمان:
نن د روان ۲۰۱۶ ع کال د مارچ دمیاشتې په ۲۴ مه نېټه په دانش کولتوري مرکز- لغمان کې د ليکوال و شاعر استاد عبدالله صداقت په وياړ جوړې شوې غونډه کې د هېواد له بېلابېلو سيمو او کوزې پښتونخوا راغليو ليکوالو، ادیبانو او فرهنګيانو ګډون کړی و.
غونډه د ښاغلي سعد الله فطرت په مقاله او د دانش کولتوري  مرکز مشر اسد الله دانش په ښه راغلاست پيل شوه. په غونډه کې د ښاغلي صداقت پر ادبي او ټولنيز ژوند دده د نژدې ملګريو او ليکوالو لخوا مقالې او خاطرې ولوستل شوې.
د بلخ پوهنتون د دري ادبياتو پوهنځي پخوانی ريیس دوکتور عبدالغني برزين مهر، د ملي تحريک مشر استاد محمد اسماعيل يون، پروفيسور اسير منګل، استاد لال پاچا ازمون، او ښاغلی عبدالغني هاشمي د غونډې مشران مېلمانه ول.
د سټېج چارې د ښاغلي سعد الله فطرت په غاړه او غونډه د ښاغلي صداقت په وينا او مننه پای ته ورسېده.
ورپسې پسرلنۍ مشاعره وشوه. په مشاعره کې د هېواد له بېلابېلو برخو او لغمانه راغليو شاعرانو خپل شعرونه ګډونوالو ته واورول.
له کوزې پښتونخوا راغليو تکړه شاعرانو ميا وکيل شاه فقيرخېل، عمر دراز مروت، الياس ټلوال، ګوهر ننګيال، عيد رحمن عيد، همدرد اورکزي او څو نورو ملګريو په ياده پسرلنۍ مشاعره کې ګډون کړی و او مينه والو ته يې په زړه پورې شعرونه ور واورول.
مشاعره غرمه مهال پای ته ورسېده. او د غرمنۍ په خوړلو پسې ګډونوالو د ياد مرکز عامه کتابتون (الفت کتابتون) وکوت او له کوزې پښتونخوا راغليو ليکوالو او شاعرانو خپل راوړي کتابونه ورته ډالۍ کړل.

 

-
بېرته شاته