(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

او !

[05.Apr.2016 - 20:03]

او! دا جنګ یو لیونې سپې وو چې زه يي مات کړم … خوږ يي کړم … وې دردولم …. زه يي هم لیونې کړم چې اوس نه ځان پیزنم او نه جهان …

 او! دا جنګ ددې پیړۍ تر ټولو لویو المیه وه خو هر چا ورته له خپله نظره کتل … نوي نوي ټکي او نوي نوي اصطلاحات يي ورله جوړ کړل …. ډایزاسټر کیپیټیلیزم؛ ، ،وآر اګینسټګ ټیرر، درغلم بیا درغلم …. خوښ به دې شم …. وغیره وغیره …

هرچا خپله خپله خبره وکړه …  زما چغه ، زما اواز په کې چا وانه وریده. …

دا زما د مینې جذبه دومره له وجدانه خالي وه!

او! 

دا څویم ځل دې چې دا لوبه ما بایللې ده … پرون يي د روسیې په نوم ټوټې ټوټې کړم … بیکوره يي کړم ، بې اوره يي کړم اونن يي د امریکې په نوم، د جهاد په نوم ، د شریعت په نوم د هغه شته مسلمانۍ نه خلاص کړم ….

 زه پوهه ولې نه شوم ؟ اوده ولې پاتې شوم؟ 

او!

 ما لا ماتې نه ده خوړلې ـــــ زه نن هم د خپلو زړه په مزار د خپلو اوښکو چراغان کوم خو زه روان چرته یم ؟ منزل مې څه دی؟ لاره مې کومه ده ؟ 

او!

 تا چې د جنګ خبره کوله ما په قیصه خوانۍ او ټکر  کې په خپلو وینو د عدم تشدد، صلحې او بشر دوستۍ داستانونه رقم کول … خو زما بچي بیا هم د جنګ په لمبو کې وسوزیدل…   دا مونږ د تاریخ په کوم ګوټ پیر ټکر خوړلې دی؟

زمونږ د قربانو د داستانونو په ؛ کمیونیکیشن؛ کې ــــ د هغې په ابلاغ کې اخیر ستونځه څه ده؟

-
بېرته شاته