(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

لیلا او مجنون

[12.Apr.2016 - 18:28]
لیلا او مجنون (نظامي گنجوي) 
 
ژباړنه : عارفه عمرلور بشیر
 
ډیر کلونه وړاندې دعربو په یوه هیواد کې یو سړي ژوند کاوه چې دعامیري په کورنۍ کې یې نیک نوم درلود .هغه شتمن سړی واو په میلمه پالنه او غریب پالنه کې یې نوم درلود ، هغه په خپله قبیله کې دنوم او عزت خاوند سړی و، دغه سړی اولني و او تل یې له خدایه غوښتل چې دزوی څښتن شي ، همدې له یې سوالګرو ته ډیر څه ورکول او له خدایه یې غوښتل چې یو اولاد ورته ورکړي ، دهغه دعا خدای قبوله کړه او خدای ورته یو ښکلی زوی ورکړ ، کله چې ده دخپل زوی ښکلا ولیده ډیر خوښ شو نو ډیر خیراتونه یې ورکړل .
په خپل زوی یې قیس نوم کېښود او دایي ته یې وسپاره ،دمیاشتو په تیریدو سره قیس په لوبو او خوښیو لویده او ښکلاسره سره یې پوهه هم ډیریده ، همدا چې اوه کلن شو نو نوم یې دغټو او وړو په ژبه و، هر چا چې به ولیده نو دعا به یې ورته وکړه او پرې چف به یې کړې کله چې لس کلن شو پلار یې ښوونځي ته ولیږه دغه ادب ځای کې له ټولو قبیلو نه ډيری هلکان او نجونې راټول شوي او په لوست بوخت وه .
ورځې اوشپې تیریدې چې یوه ورځ قیس په یوې داسې نجلۍ مین شو چې په ښه خوی او ښه نوم او ښکلا کې بې سارې وه . هغه لیلا نومېده ، قیس او لیلا به تل یو بل په ښوونځي کې سره لیدل او یو بل سره روږدي شوي وه ، لیلا هم دقیس مینه په زړه کې ساتله .
څه موده لا نه وه تیره چې دلیلا او قیس دمینې راز راښکاره شو او دهغوۍ دواړو دمینې کیسه تر هرې ونې غنې ورسیده ،که څه هم چې هغوۍ دواړو دمینې ددغه راز دپټ ساتلو ډیره هڅه کوله .
 
د مین قیس خبره دې ته ورسیده چې نور یې نو په هیڅ ځای کې کرار نه مونده ، دخلکو پیغورونه هم ډیر شول او هر چا به ورته یوه نیشداره خبره کړله ، په پای کې خبره دې ته ورسېده چې دلیلا کورنۍ لیلا له ښوونځی نه منع کړه ، هغه له قیسه بیله شوه ، دغه جدایي دقیس په زړه کې دبیلتانه اور په غرغنډو کړ ، له سترګو یې اوښکې راوڅڅیدې . هیڅکله یې کرار نه درلود . همدا ناکراري ددې سبب شوه چې هغه په دښتو او غرونو سر شو ، دجانان غم او رنځ هغه دلیونتوب تر بریده ورسیده .
دمینې پیټي یې پر زړه درندیده دا ځکه چې غمشریکه یعنې لیلا ترې لرې وه ، خوارکي مجنون به هره ورځ په یبلو پښو په غرونو او دښتو سر و او هره شپه به دبیلتانه د درد له توسنه دلیلا اوسیدنځای ته په پټه ته او داسې به یې ویل:
مجنون دلیلا په هجران او بیلتانه کې په نارو او سورو سر شو ، زړه یې جانان سره بندیوان و، هره شیبه یې سترګې اوښلنې او ننګي یې پر اوښکو لانده وه ، له ډیرې ژړا نه یې ورځ او شپه په غم تیریده ، دجانان غم او یاد یوه شیبه هم ارام ته نه پریښود ، ویل به یې :
غم دې له تانه وفادار دی ته کله کله غم دې تل راسره وینه 
غم دې کمیس ندی چې زوړ شي زما دعمر سره سم شول ستا غمونه 
که لیونی درپسې نشوم نو سودایي به خامخا درپسې شمه 
دهغه دمینې کیسه دهر چا په خوله وه اوس نو دهغه مینه خپله یوه کیسه ګرځیدلې وه ، پلار او خپل خپلوان یې حیران وه چې څه وکړي هغوۍ ده ته ډیر اندیښمن وه ، قیس ته یې چې څومره نغوته او نصیحت کاوه هسې په وچ دیواله خټې تپل و ،هیڅ ګټه یې نه درلوده ، پلار یې دزوی بدحالت ته حیران پاتې و چې څه وکړي خو هیڅ یې هم په وس نه پوره ، په پای کې دقوم مشران او مخور کیناستل او پدې اړه یې سره خبرې وکړې او دې پرېکړې ته ورسیدل چې داستونزه باید داسې حل کړي چې لیلا قیس ته وغواړي او ددوۍ شرعيی نکاح وتړي که لدې لاره دادوه مینان یو بل ته ورسیږي .
څو ورځې وروسته دقوم څوتنه سپین ږیري دلیلا دوۍ د کورپر خوا روان شول چې لیلا قیس ته وغواړي لدې خبرې نه دلیلا دوۍ دقبیلې سړي خبر شول ، ټول ددوۍ مخې ته دهرکلي لپاره راووتل ، ددوۍ یې تود هرکل وکړ . دلیلا پلارچې دسروري قبیلې له مشرانو نه ګڼل کیده دقیس له پلاره چې سید عامري نومیده وپوښتل :
ـ تاسو دڅه لپاره دلته راغلي یاست ؟
د مجنون پلار وویل :
ـ زمونږ موخه تاسو سره ددوستۍ دمزي تړل دي ، مونږ راغلي یو چې ستا لور خپل زوی ته وغواړم .
او پدې ډول دقیس پلار لیلا خپل زوی ته وغوښته ، هغه وویل :
ـ ته خو پوهیږې چې زه ددې وخت له ډیرو پیژندل شویو خلکو نه یم ،هم عزت لرم او هم شته ، تاسو چې څه وغواړﺉ هماسې به وکم . 
دلیلا پلار وویل :
ـ ستا زوی یو لیونی اوخپل سری سړی دی ، زمونږ لیونی ندی پکار ، تر څو چې ستا زوی سم نشي دا اړیکه مونږ نه منو ، تاسو خو پوهیږﺉ چې په عربو کې خلک څنګه په خبرو پسې ګرځی او څنګه خبرلوڅي خلک دي ، که زه دا اړیکه ومنم نو په ما پسې به څه څه ونه وايي ، دا خبره هیره کړﺉ .
دعامري قبیلې خلکو چې داخبرې واوریدې نو ډیر خوابدي او نهیلي شول ، هغوۍ بیرته خپلې قبیلې ته راوګرځیدل ، داځل هغوۍ بیا هڅه وکړه چې که مجنون په نغوته پوه شی او بسنه وکړي ، هغه ته یې وویل :
ـ له هغې نجلۍ نه لاس واخله او ترې تیر شه تر هغې نه به درته ډیره ښکلې نجلۍ وغواړو .
مجنون چې دپلار او خپلوانو خبرې واوریدې په قهر شو خپل ګریوان ته یې لاس واچاوه او څیرې یې کړ ویې ویل :
ـ دغه مړی په کفن څه وکړي ؟
هغه به له ځان سره ویل :
خلک دې هر څه هرڅه وایي زه زوړ اشنا په نوي کله بدلومه 
مجنون په زړو جامو کې ببر سر څیرې ګریوان او وچې شونډې به ګرځیده ، هغه به ورځې په زارﺉ او غم تیرولې له بیلتانه نه به یې سر ټکاوه او دیار په یادولو به یې زړه چاودن کاوه ، چیغې او نارې به یې وهلې او پر خاورو به پریوت ، خاورې به یې پر سر بادولې ، خلکو به چې دی لیده نو ډیر به خواشینې کیدل ،په ډیره مهربانۍ اوزړه سوي سره به یې له ده سره مرسته کوله او دی به یې تر کوره رساوه .
د مجنون پلار چې به خپل زوی پداسې حال ولیده نو ډیر به خوابدی شو ، هر ځای ته ولاړ چې دخپل زوی دستونزې دپاره دحل لار ومومي خو هیڅ یې ترلاسه نکړه . 
خپلوانو چې دهغه ناچاري ولیده نو هڅه یې وکړه چې دحل یوه لار پیدا کړي ، ټولو پدې خبره هوکړه وکړه چې مجنون کعبې شریفې ته بوځي دا ځکه چې کعبه شریفه دټولو مسلمانانو حاجتځای دی ، دمجنون پلار دهغوۍ خبره ومنله داځکه چې دحج موسم هم نږدې و، دوۍ دکعبې پر خوا وخوځیدل ، همدا چې هلته ورسیدل او دمجنون سترګې پر کعبې ولګیدې نو دخپل زوی لاس یې ونیو او ورته یې وویل :
ـ منډه که داځای هغه ځای دی چې خدای پاک دزړه دعا ژر قبلوي .
مجنون هم دکعبې شریفې کړۍ ته لاس واچاوه په زاریو او ژړا یې پیل وکړ او ویې ویل :
ـ یا خدایه ! ستادې په خپلې خدايي او پادشاهي قسم وي دمینې له چینې نه ماته روښنايي راکړه ، او دغه رانجه زما له سترګو مه لرې کوه ، که څه هم چې زه له دېرې مينې مست یم، مینه مې ل دې نه هم ډېره کړه،یا خدایه دلیلا دلیدو لیوالتیا مې په زړه کې ډېره کړې او زما عمر دلیلا کړې .
دقیس پلار چې دزوی خبرې واوریدې غلی شو ، هغه وپوهیده چې دزوی زړه یې په ریښتیا دلیلا دمینې بندیوان دی او دادرد درمان نلري .
کله چې کورته راوګرځیدل نو دمجنون پلار خپلو خپلوانو ته وویل :
ـ ما داسې انګیرل چې زما زوی به کعبې ته ولاړشي او غم به یې کم شي خو داسې ونشول ، هغه هلته په ځان لعنت وایه او دلیلا ثنا او ستاینه یې کوله .
لیلا هم دبیلتانه په اور کې سوځیده او عمر یې په غم او دیار په یاد کې تیریده ، او دبد ژبو خلکو له پیغورونو او خبرو نه ډیره زوریده او ژړیده .
یوه ورځ دلیلا له قبیلې نه دوه تنو دقبیلې پاچاه ته سر وټکاوه چې یوتن چې شلیدلې جامې یې په تن دي له پلامي دښتې نه په یبلو پښو زمونږ سیمې ته راځي ، هغه دتګ په حال کې کله لویږي کله سخیږي او کله دریږي . هغه مخکې وي او ورپسې په لسګونه تنه روان وي .هغه چې هره غزله بولي نو زرګونه رازونه ترې راښکاره کیږي او له پټو اسرارو نه پرده لرې کوي ، ته باید هغه دې ته اړ باسې چې لدې کاره لاس واخلي . 
دقوم پاچا یوه ساتونکي ته دنده ورکړه چې ددغه تن له راتګه مخه ونیسي ، ساتونکي له تیکي نه توره راویستله په دیر قهر او غضب یې خپله توره په هوا کې تاوه راتاوه کړه ، ویې ویل :
ـ پدې تورې به یې ځواب ورکړم .
پدې وخت کې دعامریانو له قومه یوتن داخبرې واوریدې نو دقیس پلار ته یې خبر ور ورساوه چې یوه چاره پیدا کړي ورته یې وویل :
ـ هغه ساتونکی لکه اور داسې لمبې کولې ، هغه غوښتل ستا زوی سمدلاسه ووژني .
د قیس پلار چې داخبرې واوریدې وارخطا شو آو څوتنه ساتونکي یې په مجنون پسې ولیږل چې هغه په مهربانې او دښه زړه کورته راستون کړي.
هغه خلکو غر او سمه وکتل خو مجنون یې پیدا نکړ ، له ځان سره یې وویل :
ـ ښايي اجل یې رسیدلی وي او یا کوم ځناور داړلي وي .
دمجنون دقوم هر څوک چې به دهغه دنه پیدا کیدو نه خبر شوه اسویلی به یې وکیښ او دکور غړو پدې ژړا او ویر پیل کړ چې هغه یې نه و پیدا کړی . 
 
(دلمړۍ برخې پای)
-
بېرته شاته