(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

دپېښور او کابل دښمن یو دی

[18.Apr.2016 - 20:20]

د میرمن لایبه یوسفزۍ سره دلوې افغانستان د ونیزې مرکه 

پوښتنه: په پښتونخواکې په سیاسي لحاظ سره څه روان دي؟

ځواب: لومړی خو د لوی افغانستان اوونیزې له ټولو کارکونکو مننه کوم او بیا خپل سلامونه د لوی افغانستان ټولو لوستونکیوته وایم، که زه د پښتونخوا په عمومي حالاتو خبرې کوم نو مجبوره یم چې د پښتونخوا حالات په درې برخو وویشم لومړی امنیت دویم پرمختګ  دریم تعلیم که د امنیت په باره کې خبرې کوم نو دا ټولوته پته ده، چې پېښور اوس هغه پېښور یا پښتونخوا اوس هغه پښتونخوا نه ده چې پخوا وه اوس په پښتونخوا کې بریدونه دي جګړې دي اوس خلک په ویره کې دی اوس خلک هغه شان مطمین ژوند نه لري پښتونخوا ښه ارم ځای و پښتونخوا نا ارمه کړی شوه سوات وزیرستان او دې ته ورته نورو سیمو ته به خلک د سیل لپاره تلل خو نن خلک هغه شان مطمین نه دي لکه پخوا چې و.

دا چې پښتونخوا چې داسې کړه دا چې پښتونخوا چا د بمونو ښار کړ دا همغه څوک دي چې د کابل په وراني کې لاس لري هغه چې کابل ورانوي هغه پېښور ورانوي نو پردې اساس د کابل او پېښور د ښمن یو دی موږ ته پکار ده،چې د لراوبر افغان د پوهولو کوښښ وکړو دفکر خبره ده نن وزیرستان کې څه روان دي په بلوچستان کې څه تیریږي  دا هغه څه دي چې موږ یې په اړه فکر هم نه وکړی خو ظالم مکار دښمن دومره ستراتيژک چې دی چې نه لر په ارامه ژوند ته پریږدی او نه بر لکه زموږ د نسل وژنې پروګرام چې همدوی ته په ټیکه ورکړل شوی وي.

پوښتنه: ولې جګړه یوازې پښتنو سیمو کې روانه ده؟

ځواب: دغه خو غم دی که موږ خپل لوی کور ته وګورو هلته او که دلته هم وګورو ښوونځي د پښتون د بچی سوزي وژلی کیږي پښتون کله په یونوم او کله په بل نوم بس یوه خبره ده، چې موږ خپله هم ډیر ګرم یو موږ د جنت وږي موږ ته چې چاهم جنت په یوشي کې وښود موږ هغه ته نه ګورو چې دا موږ ته جنت په څه کې ښايي بس د جنت په نشه خپل بچی وژنو خپل کور ورانو چې جنت ته لاړ شو او بل د ښمن هم کوښښ کوي چې پښتنې سیمې ناامنه وساتي جګړه په کې جاری وساتی چې ښوونځي په کې جوړ نشي خلک یې تعلیم حاصل نه کړي ځکه چې دښمن تل کوښښ کوي چې موږ په تیاره کې وساتي زموږ فکرونه زموږ سوچونه په تیاره کې وساتي که زموږه فکرونه د علم په رڼا منور شول بیا خو موږد تور او سپین توپير کولی شو نو پرهمدې اساس د ښمن نه غواړي چې موږدې علم ترلاسه کړو بل د پښتنو خو یو غم نه دی بې اتفاقي ددیو په خټه کې اغیږل شو ده لومی دښمن یې د خپل د تره زوی دی په خور تعلیم کفرګڼي خو ښځه بیا ښځینه ډاکترې ته بوتلل غواړي.

پوښتنه: که د تعلیم په حواله راته ووایې په دې وختونوکې داسې ویل کیږي چې د عمران خان حکومت له نصاب څخه پښتو هم لرې کړه؟

ځواب: زما بدبخته قوم په رنګارنګ بدبختیو کې راګیر دی افغان که د لر دی او که دبر د مورنۍ ژبې له زده کړو څخه محروم دی زه به د پښتونخوا کې د تعلیم په هکله دومره ووایم چې د عمران خان له راتګ سره داسې فکر موجود و، چې ګوندې هرڅه کې به مثبت بدلونونه راځي خو له بده مرغه عمران خان هغه څه وکړل چې دولس ورڅخه تمه نه وه عمران خان له موږ نه ژبه واخسته عمران خان له موږ سره دومخی چلند وکړ بس چې تندر رالویږي او د پښتون په سر لویږي مشران مو په دې نه پوهیږي او یا یې ځانونه د اقتدارله وجې غلي کړي دي چې مورنۍ ژبه یعنې څه؟

که اوس د پښتونخوا په طرقۍ باندې خبره کوم نو هغه برخه کې هم د پاکستان د حکومت لخوا ورسره دومخی سیاست روان دی ګوارد یې ښه بېلګه ده، په پښتونخوا کې چې پښتون خپل حق وغواړي بیا غدار وبللی شي موږ خپل حق له چاڅخه نه شو غوښتی

دګوادر سړک په اړه احتجاجونه وشول فوج مداخله وکړه ویې ویل چې که چا د ګوادر د پریکړې پرخلاف غږ وچت کړ غدار به وبللی شي نو تاسو په خپله سوچ وکړئ چې د پنجاب ګټه په کې وي نو خیر دی که پښتون ته ګټه رسیږي ددې پنجابیانو زړونه چوي ورباندې دلته هرڅه سرچپه روان دي بس که موږ دا ټول حالات متعله کړو نو وخت دې ته را رسیدلی دی چې  نور باید سره یو موټی شو نور باید لراوبر افغان د خپل دښمن په وړاندې یو موټی شي ترڅو اینده نسل ته د ژوند ماحول جوړ کړو او که نن هم موږ نه سره یو کیږو او د خپل دښمن سره سیاست او یا کومه معمله کو نو بیا به مو نوم او نښان وي او خپله به نه یو بیا به موڅوک نه وي چې لعنت راباندې ووایی بس پردي قومونه به پرموږ لعنت وايي چې دلته یو قوم د پښتون افغان په نوم اوسیده نړۍ ته یې ماته ورکړې وه خو بالااخره په خپلو کې سره کېوتل او یو بل یې سره ووژل اوبس.

پوښتنه: څه اومید شته ترکله به موږ داسې یو اوبل د پاکستان د حکومت دومخي توب او ټولې اوستونزې چې سره راټولې کړو دا حالات موږ نه څه غواړي او موږ ته څه پيغام لري؟

ځواب: ګوره حالات موږ یو والي ته رابولي حالات نور موږ ته چغې وهي چې نور باید سره یو موټی شو یو قوت شو که چرته موږ نه سره یوځای کیږو او داسې فکر کو چې خیر نن خو پرموږ نه ده نن که نه ده سبا راتلونکی دی دا حالات به سبا پرموږ راځی زموږ پربچو به راځي ولې د ژوغورلو لار یوه ده هغه دی یوالی.

پوښتنه: ورستی پيغام؟

ځواب: بس زما درې غوښتنې دي له لراوبر افغان څخه چې د خپل د ښمن په وړاندې غلي مه کینئ هرافغان دې خپل دښمن په مقابل کې په کلک هوډ سره مبارزه وکړي په خپلو لوڼو دې تعلیم وکړي او له خپل حکومت سره دې ملګري شي کله چې حکومت او ولس سره یو موټی شي نو د د نیا هیڅ قوت هغه هېواد ته زیان نه شي اړولی نن موږ بې اتفاقه یو ځکه مو په کورونو کې اور بل دی او په اخره کې دا خبره کوم چې پاک رب دی له امو تر مارګلې دې خدای ټول لراوبر افغان سره یوموټی کړي او بیرته دې الله موږ تاسې د لوی هیواد لوی افغانستان خاوندان کړي

لوی افغانستان اوونیزه

-
بېرته شاته