(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

افغانستان سولې جوړولوته اړتیا

[23.Apr.2016 - 11:00]

ګران افغانستان "د سولې د جوړولو" (peace making) ته اړتیا لری!

 

افغان تحریک
له دی کبله چه افغانان بینالافغانی صلح غواړی، نو باید هیڅ دول کوښښ په دی لاره کی له لاسه نه ځی!
د سولې د جوړولو او یا (peace making) هغه پروسه ته ویل کیږی چه د مخالف طرفونو تر مینځ، د خبرو اترو د حل لارې، پکې  پیدا کیږی.

د سولې د جوړولو او یا د (peace making) هدف، د ملل متحد چارتا د شپږم فصل (Kapitel VI der Charta) پر اساس، د مخالف طرفونو تر مینځ، د خبرو اترو او د دوی د اتحاد ضمینه برابرول دی!

د سولې د جوړولو او یا د (peace making) ماموریت نه یوازې د دولتونو له خوا فعالیږی، بلکه خو هم د مدني ټولنې د اکتوران او یا د فعالینو له خوا مینځ راغلی شی. د مخالفو ډلو او یا هم د دښمنو ډلو تر منځ د غير رسمي منځګړیتوب، منځګړیتوب لپاره د انساني او مادي منابعو د برابرولو، هغه اقداماتو ته ویل کیږی چه هم د سولې د جوړولو او یا د (peace making) پروسه سره سر او کار لری.

کله کله د نړی په مختلفو نقاطو کی، سیاسي منځګړیتوب څخه مرسته اخیستل، او یا سیاسي میانجیو څخه مثمر استفاده کول هم د مخالف طرفونو تر مینځ، د خبرو اترو د حل لارې همواروی. 
د صلح، ثبات، ټولنیز عدالت، قانونیت، ترقی او رفاه په هیله

-
بېرته شاته