(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

پوهاند محمد اسماعیل

[23.Apr.2016 - 15:52]

محمد نعمان دوست

ښاغلي استاد محمد اسماعیل یون، تر ټولو لوړه علمي رتبه ترلاسه کړه. مبارک دې وي.  ترلاسه مې ځکه وویل چې علمي رتبې ورکول کیږي نه، بلکې ترلاسه کیږي. د علم په زور او د پرلپسې کړاوونو ګاللو او بې خوبیو په مرسته. خو ځینو ته چې د ګوندي او سلیقوي چلند له کبله ورکړل شوي، حساب پرې نشي کیدای.

استاد په داسې عمر کې دغه لوړه درجه ترلاسه کړه چې ډیر لږ مثالونه یې لیدلی شو. شاید، ډیرو هغو استادانو تر اوسه هم  د پوهاندۍ رتبه نه وي ترلاسه کړي چې دی ورته د محصل په صفت ټولګي کې ناست و. 
استاد، یو ډیر ښه مدیر دی او مدیریت د هر چا د وس خبره نه ده. کله چې د ده بوختیاوو  ته ځیر شو، نو حیران به شو چې څنګه له دومره بوختیاوو سره سره، مطالعې او لیکلو ته وخت پیدا کوي؟ خو استاد خپل وخت ښه مدیریت کړی او له همدې برکته له ګڼو مشغولاوو سره سره یې ( ۴۵) اثار چاپ شوي دي.  
یون صیب، یوازې د ستیج سړی نه دی، د عمل سړی دی، فکري او عملي مبارز دی او ښه جرئت ناک مبارز دی. تاسو به یې ټلویزیوني بحثونه لیدلي وي، د زړه خبره کوي په جرئت یې کوي او احتمالي خطرونه هیڅ په پام کې نه  نیسي. 
په یون صیب یوه نیوکه هم شته، نیوکه دا ده چې ګوندې دا سړی  پښتو ژبه پالي او په افراطي ډول یې پالي. خو دغه نقادان د تاریخي نقد له اصولو خبر نه دي. په تاریخي نقد کې نقد کوونکی د هغې زمانې او وخت پیښې په نظر کې نیسي چې لیکوال پکې ژوند کړی. 
مثال: که د رحمان بابا پر دغه بیت:( په سبب د ظالمانو حاکمانو – کور او ګور او پیښور درې واړه یو دي) نقد کیږي نو باید د هغه وخت حالت په نظر کې ونیسو چې مغولو په دغه سیمه کې کوم ظلم او ستم برپا کړی و. د دې تاریخي واقعیت په پام کې نیولو سره  بابا دغه بیت کې په حقه دی. خو که څوک دغه شرایط په پام کې ونه نیسي او یا ترې خبر نه وي، نو شاید ووايي چې بابا، ښایسته پیښور ولې له ګور سره تشبیه کړی؟ دا ادعا منطقي دلیل نلري!
یون صیب، په داسې مهال کې کابل کې اوسیده او پوهنتون کې استاد و چې حالت د مغولو له دوره هم خطرناک و. هغه لیدل چې څنګه د وخت مغول د افغانستان تاریخي میراثونه لولپه کوي او هغه لیدل چې دغه ظالمان څنګه له پښتو ژبې سره خپله دښمني په ډيره بې شرمۍ پالي. دا داسې وخت و چې که چا به د (قروت) په ځای (کورت) وویل نو د خپل مرګ حکم یې په خپله لاسلیک کاوه.  هغه لیدل چې له پوهنتونه د پښتو کتابونه را ټولیدل او بیا سوزول کیدل .هغه له پښتو ژبې سره د روان ظلم او د دغې تاریخي ژبې انتهايي مظلومیت ننداره  د ډېرې بیوسۍ په حال کې کړې ده. د پښتو ژبې  د اثارو د لمبه کیدو لوګیو یې ان د زړه سترګې دردولي دي او...
راځئ، د هغه دور د ټولو وحشتونو او د ده د بیوسۍ  ننداره په دې یوه بیت کې وکړو: (( زما تړلي لاس او ستا درنې درنې څپیړې --
یو وخت خو به اشنا دا په حساب کې را ولم))
دغو دردونکیو مشاهدو، د استاد په ذهن کې داسې تصویرونه حک کړي چې تر ژونده به یې له یاده ونه وځي. ښه چې خبره داسې ده، نو د هغه وخت او د دغې مظلومې ژبې په اړه د استاد څرګندونې ولې افراط ګڼل کیږي؟
په هر صورت، خبره نوره نه  اوږدوم. په فرهنګي او علمي چارو کې استاد محمد اسماعیل ته ګړندی (یون) غواړم.
درناوی 
ن.دوست

-
بېرته شاته