(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د خاطرو له لړۍ څخه

[26.Apr.2016 - 21:07]

بازمحمد عابد

ما نه اکثر خبريالان ملګري په مرکو کې دا پوښتنه کوي چې باز خیریه بنسټ کوم ډول معذورانو ته د ویلچيرو په برابرولو کې اولیت ورکوي.
اکثرو ته زما ځواب دا وي، هغوی چې د کور په څلورو ديوالونو کې راايسار وي، او خپله دا توان نه لري چې له کوره راووځي او بهر دنیا وګوري او د بل له وسه هم دا پوره نه وي چې په غيږ کې راواخلي او له کور بهر يې سيل ته راوباسي. 
همدې فکر سره تړلي ډېرې خاطرې مې هم مختنه ودرېږي خو زه پوهيږم چې زما خبريال ملګری به يې خپرولو ته وخت ونه ولري، نه يې ورته وایم.  نو نن مې د کامې د شيړګړ کلي هغه پاچا صیب په زړه سخت راورېدلی چې د باز خيريه بنسټ د بورد د يو تن غړي او د ننګرهار پوهنتون رييس استاد ببرک مياخيل په ملتيا مو د هغه ورور ته ویلچير ورکړی و او بل ورور يې چې معیوبيت يې تر هغې زیات و چې ويلچير ورته رسېدلی و، دغه پاچا صیب به اکثر وخت استاد ته ټیلفون کولو او د ویلچير غوښتنه به يې کوله. 
خو څه دوه مياشتې وروسته چې نورې ویلچيرې راغلې، نو تر هر چا د مخه مې استاد ته ټیلفون وکړ چې د جمعې په ورځ به پاچا صیب ته ستاسو په موټر کې ویلچير رسوو. 
دا د تيرو څه باندې دوه کلونو خبره ده چې د يوې جمعې په سهار استاد مياخيل ميديو تيک دفتر ته په ماپسې راغلو، ویلچير مو د هغه د موټر په ډاله کې واچاوه او د کامې شيرګړ کلي په لور مو حرکت پيل کړ.
څه باندې لس بجې وې چې موټر مو د شير ګړ بازار کې د يوه شناخته دوکاندار د دوکان مخې ته ودراوه او د بازار تر شاه شمال لور ته به مو په يوې پلنې پولې دوه سوه ميترو پورې پياده مزل کړی و چې د يوې لويې کلا غټې دروازې مخې ته ودرېدو. استاد د دروازې پيړ زنځير وټکاوه. يو ماشوم راووت، هغه ته میاخيل صیب وويل چې پاچا صیب ته ووايه چې میاصاحب راغلی دی، په دې کې د هلک په ويلچير سترګې ولګېدې  او ما سره چې هلک سترګې په سترګې شو،  نو وښکي يې وغځېدل او په لوړ غږ يې وويل:
دادا میاحب درته سایکل راوړی دی.
له دننه خوا نه يو دروند غږ راغلو
ـ میاصاحب دا دی درووتم.
موږ دواړه په انتظار و خو کابو درې څلور مېنټه تېر شول. ما داسې اټکل وکړ چې پاچا صیب به اوه اته میترو په واټن کې وي، باید چې اوس خو تر دروازې راورسېږي، استاد ته وویل، د پاچا صیب غږ خو له نيږدې واورېدل شو، وخت ډېر ووت، خو دی لا اوس هم نه دی رارسېدلی. استاد ما ته راوکتل، څه يې ويل خو په دې وخت کې له دننه نه د پاچا صیب غږ راغلو 
ـ دا دی درووتم.
 دا غږ نو بیخي له لنډې فاصلې راغلو، داسې مې وانګېرله چې یره دوه میتره فاصله به وه. خو بیا هم دوه درې مینټه تېر شول خو پاچا صیب راښکاره نه شو. لږه شیبه نور هم انتظار ونیو، چې په دې کې د لويې دروازې پله کش شوه. ومو کتل چې پاچا صیب، په انګړ کې د خاورو داسې ټينګ سرک جوړ کړی و لکه ماشومان چې يو بل په خاورو کې له پښو کشوي او سرک جوړوي. پاچا صیب مې په خپلو سترګو وکوت چې د پوندو او په موټي کړيو لاسونو په مخه نه، بلکې په شا مزل کولی شو او هغه هم د چا خبره د ميږي په مزل. خدای ګواه دی چې خوا مې ورته بده شوه. ويلچير مې پرانیست، له يوې اوږې او یوې پښې استاد او له بلې اوږې او پښې ما پاچا صیب ونيو او په ډنډولۍ مو ويلچير کې کيناوه. پاچا صیب چې څنګه په ويلچير کې تکيه ولګوله، په ډکو سترګو يې استاد ته وکتل او ورته يې وويل:
میاصاحب الله خو دې په دين او دنیا خوشاله لره. ما ته د پاچا صیب د دعا انداز خوند راکړ او په امين مې بدرګه کړ. 
په دې وخت کې يې کابو لس کلن زوی ته وويل:
ـ ورشه بچيه مور ته دې ووايه چې چای جوړې کړي. ميا صاحب تاسو ورشئ هغه دېره کې کينئ، هلک چای راوړي. 
په دې وخت کې يوه بل ماشوم د پټيو په منځ کې په پوله ګامونه را اخيستل چې د پاچا صیب پرې پام شو او له مخې سره يې پرې ورغږ کړ. 
ـ دې خوا راشه سرکوزیه، بازار ته مې بوځه چې سترګې مې ورپسې وتلي دي.
او د پاچا صیب دا خبره چې ما ته هر ځل رایاده شوې، نو سترګو کې مې له خوشالۍ نه اوښکې ډنډ شوي دي. 
د اپريل ۲۷ نېټه
شل کم يوه بجه
ماما روغتيايي پلازه
مخابراتو چوګ
جلال اباد

-
بېرته شاته