(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د خاطر افريدې

[02.Jun.2016 - 15:03]

خاطر اپريدی د خېبر د اپريدو د قبيلې د اکبر خان په کورنۍ کې دې نړۍ ته سترگې وغړولې. دی د اکبر خان زوى، د خان دوست لمسۍ او د شير مست کړوسى دى.
دى ډير کوچنى وو چې د غم او د يتيمۍ دردناکه او سپېره څپيړه يې پر مخ وخوړه او د پلار د سيوري نه محروم پاتې شو. د ده پالنه خپل کاکا حضرت خان او د خپل نيکه دوست خان په غاړه ولويده او دوى هم د خپل بچي په شان لوى کړ او خپله کرونده يي کوله وروسته د هغې ځيني د خيبر د لواړگي په راشغل کمپ کې ملازم مقرر شو او وروسته يي سودا گري شروع کړه د کابل نه به يي مال او متال راوړ او خرڅول به يي او خپل اقتصاد به يي پر مخ بيولو . خاطر تعليم نه دى کړى نو ځکه يي ريښه نه لگي چې د ده شاعري څه وخت پيل شوې او خپل دردونه يې څه وخت په راپيلي او ټولنې ته يي وړاندي کړي دي . خو داسېويل کيږي چې په (١٩٥٩) م کال کې به يي پيل کړي وي . مخکې مو اشاره وکړه چې ده کرونده کوله او هر کله به په دې فکر کې وو چې شعر جوړ کړي ان کله کله به يي چې تخمونه هم کرل په باغ دغه صحنه به يي هم د شعر پر شربه ويله لکه چې وايي :
زه چې تخمونه د گلانو کرم
څه معشوقې له بلبلانو کرم
د خاطر وظيفه خو په وروسته وخت کې تجارت وو لکه اشاره چې وشوه او خپله زنده گي يې د دغسې لارې څخه پر مخ بيوله په ازل کې يي دا هم نه وو ليکل شوي چې د خپل عمر نور وخت دې دغه وظيفه او دغه کسب وکړي نو هماغه وو چې نري رنځ دى پرې نه ښود او تر خاطره چاپير شو خو د دغې ناروغۍ سره سره به يي بيا هم او د خپل احساس له کبله به يي تجارت کاوو او د تجارت سره به يي له خپلو ولولو نه به يي مرغلرې جوړولې او د شعر په نازک خورا رنگين او ښه تارکى پيلې او خپل دردونه به يي د شعر په ژبه هيواد والو ته اورول . ده ته به خلکو د ډاکتر مشورې ورکولې خو دى به ډاکتر ته نه تلو او خپل ځاى کې به اخته وو او دا خبره به يي تل کوله چې زه ډاکتر ته نه ځم بلکې زه د زړه په ډاکټر باندې جوړيږم . تاسې وگورى دغه صحنه څومره ښه انځوروي :
په دارو د طبيبانو نه جوړيږم
پرې جوړيږم چې د مينې بيمار وينم
خاطر افريدي د خپل يار په غم کې غرق او تل به يي د هغې جورتونه وهل او دا فکر به ورسره وو چې څنگه به زه د هغې سره وصال حاصلوم . کله کله به يي داسې فکر کاوو چې وصال خو نه كيږي بلکې که يو ځلي يار زما خواته وگوري هم وصال دى لکه چې وايي :
هغه چې تا يو راکتلي دي
کله مې د زړه ځيني وتلي دي
خاطر د نري رنځ نه جوړ نه شو ، په ( ١٩٦٨) م کال د اتمې مياشتې په څلورويشتم نېټه له فاني نړۍ څخه سترگې پټې کړې او د ابدي ژوند غيږې ته وسپارل شو .
ته د خپلي سترګي وګوره چي څه كا !
د خاطر زړګي به څه رنګه قرار شې

-
بېرته شاته