(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

المان/مونشن: دلاریون

[27.Jun.2016 - 09:50]

له مخکینۍ خبرتیا سره سم د جمعې مبارکې په ورځ چې دجون له څلورویشتمې ۲۴نېټې سره برابره وه د مازدیګرله شپږنیمو تر اتنیمو بجو پورې د مونشن ښار په مارین پلاتڅ، زندلینګ تور اودمونشن ښار په زړه کې زموږګڼ شمېر افغانانو یو تاریخي، په زړه پورې او سوله اېزل لاریون ترسره کړ. دا  لاریون د قران پاک د څومبارکو ایتونو په وېیلو سره پیل او ورپسې دګران افغانستان ملي سرود واورول شو.
له هغه څخه وروسته ښاغلي شکیب پوپل د  ریون ګډونوالو، په مارین پ تڅ کې سلګونوجرمنیانو اوبهرنیوسیلانیانو ته په جرمني ژبه له هرکلي وروسته د لاریون په اړوند رڼا واچوله.
ورپسې ښاغلي محمدامین بسمل درنو ګډونوالوته په پښتو ژبه هرکلی او ستړې مه شه ووېله اوبیا یې د پلرنۍ خاورې په تاریخي ارزښت، ملي حاکمیت اوتمامیت همدا راز د ملي یووالي د نویوهیلو د راټوکېدو په هکلـه خوشبیني وښوده.

ښاغلي بسمل ټول وروڼه قومونه یو موټی اومساوي الحقوق خو دهیواد ډېرکی پښتون قام یې دم  تیر وباله او زیاته یې کړه، چې «دتاریخ په مختلفو پړاونو کې هر یرغلګر هڅه کړې څو دهیواد دم  دا قوي تیر(پښتانه)مات او ورپسې لږه کي وروڼه قومونه، چې د پښتیوپه مثال دي پخپله دانه دانه شي خو له نېکه مرغه دڅه کم څلورو لسیزو خونړیو جګړو، سکارټ راکټونو، هوراګانو، ټانکونو، توپونو، بموریو اوحتی ژنوساید(عام وژنو) هم دا زړور اوسرلوړی قام مات اوتسلیم نه کړ». د ښاغلي بسمل ټولې خبرې محترمو ګډونوالو ته په زړه پورې اوپه تودو ولولو سره یې دچکچکو په پړکا کې بدرګه کولې په تېره بیاکله یې چې له امریکاسره دامنیتي تړون په ناکامي اوبې انصافي خبرې وکړې وېل«آیا داامنیتي تړون یوازې په ارګ کې د ګلخانې اوسپېدار ماڼۍ د دیوالونو په ساتنه محدودیږي اوکه د افغانستان په ټول ملي حاکمیت او ځمکني تمامیت، چې له یوې خواپاکستان په بې رحمانه ډول سره کونړپه راکټونوسوړې سوړې کړاو له بلې خوایې د ډیورند له لعنتي کرښې څخه دې خوا ته له شلو تر پنځویشتو کیلومترو پورې په مختلیفو ځایونو کې پوستې رامخ ته کړې دي نو بیا دا امنیتي تړون دڅه اوچا لپاره په افغان اولس وتپل شو»؟
هغه د ایس. و.پ په نوم هغه تړون هم محکوم کړ، چې د کابل حکومت بې د افغان اولس له خبرتیا اوس  له پاکستان سره  سلیک کړی اوپاکستان ته یې نامشروع امتیازات پکې منلي دي. ښاغلي بسمل په ټینګار سره وویل، چې «دکابل ادارې هیڅ یو تړون حقوقي مشروعیت نه لري ځکه چې دا تپل شوې اداره پخپله د افغانستان د اساسي قانون په خلاف رامینځ ته شوې او افغــان اولس یې د تړونونو دتطبق زیمه نه شي اخیستلی. له پورتنیو خبروڅخه وروسته دمازدیګر په لس باندې اوو ۷ بجو ګډونوالو دپولیسو په پلي او ترانسپورټي ملتیا یون پیل اود زندلینګ تور په خوا ور روان شول.
ګډونوالو له ځانو سره ملي بیرغونه، تر ګوادر پورې د لوی افغانستان نقشې او ځانکړي انځورونه لېږدول. ښاغلي شکیب پوپل د روژې په دې مبارکه میاشت اوسخته ګرمه هوا کې په نه ستړي کېدونکې توګه اوپه پر له پسې ډول د  لاودسپیکر په مرسته د پاکستان تجاوز اوسپین سترګي محکوموله، د پاکستان دولتي ترور اوپه عین وخت کې یې د ترهګرو روزل هم محکمول او ګډونوالو به دښاغلي پوپل شعارونه ورسره غبرګول.

دمونشن په زړه کې له مارین پلاتڅه ترزیندلینګ توره او د زندلینګ تورله نوروکوڅوڅخه ترمارین پلاتڅه څه باندې یوه ګړۍ وخت ونیول شو.

د لاریون مسؤلینو د لاوډسپیکرونو په مرسته دخپل دروند کولتور، درنې افغاني اوانساني تربیې له مخې په زړه پورې ملي او سوله اېز شعارونه ورکول همدا ډول د لارې په اوږدوکې ښاعلي بسمل دخپل شعر یوڅوبیتونه په  ندې ډول درنو  ریونوالو ته واورول:

ظالمان مې له جانانه بېلوي
لکه ګل چې له بوستانه بېلوي

زره رحم یې په زړه کې مونده نشي
دا بې رحمه مې له ګرانه بېلوي

چې سپاه اوباچا دواړه غلامان وي
خود به خاوره له افغانه بېلوي

دمیرویس دبچو پښو ته به سر ټیټ کړي
چې جیلم څوک له واخانه بېلوي

یوځل ستا په خولګۍ موړوای  دزړه سره
خیرکه بیامې سرله ځانه بېلوي

تړمواوښکومې تڼۍ دګرېوان دروړې
اوس مې تار تارله ګرېوانه بېلوي

رقیبان که ګران ته هرڅووګواښیږي
کله ما له زنخدانه بېلوي

دجانان په مخ کې سل بهاره وینم
اغیارما له ګلستانه بېلوي

لاس یې مات په سترګوړوندپه پښویې شل کړې
که به ماله دل وجانه بېلوي

دیار مخ مې ده هنداره ځان کې ګورم
ستوری څوک له شنه اسمانه بېلوي

کرۍ شپه مې نرم اوګرم غېږ کې پروت وي
 دسهارچرګ یې له مانه بېلوي

له لمانځه وروسته یې خامخا زه لولم
پاک کتاب مې له شیطانه بېلوي

له بسمل سره په قران ماسوګندکړی
ما به څوک له امین جانه بېلوي

ظالمان مې له جانانه بېلوي
لکه ګل چې له بوستانه بېلوي
په پورتني ډول سره د وروري او هیوادنۍ مینې په فضأ کې زموږ لاریون دوام وموند او څه باندې اتو بجو ته د نورو کوڅو له  لارې دمونشن ښارد نوموتو پولیسوپه پلي اوترانسپورټي ملتیامارین پلا تڅ ته له زندلینګ تورڅخه په داسې حال کې راورسېدو، چې د مازدیګر ژېړي لمر هم د بریالیتوب اومخه ښه  لاسونه راته ښورول.
د ریون دپرېکړه لیک له لوستلواوختم څخه مخکې ښاغلي ایمل جان توخي له ښاغلي بسمل څخه هیله وکړه څودرنو ګډونوالو ته په دري ژبه دا بریالی  ریون، چې په خورا سولیزه او دوستانه فضأ کې ترسره شو وارزوي. 
ښاغلي بسمل ددې تاریخي  لاریون ارزښت په  لاندې ډول په دري ژبه بیان کړ. درنو هیواد والو! که زموږ غږ اوشعارونه په حق نه وای نو دمونشن ښارد زړه په کوڅو او په دې ګڼه ګوڼه کې ممکین خلګو په ډبرو ویشتلي وای خو له نېکه مرغه، چې زموږ رفتار، کردار او ګفتار سولیز او انسـاني و نوله همدې کبله د مونشن ښار هټۍ والو زموږفریاد د زړه په غوږونوواورېد اوهیڅچازموږپه خلاف دیو وېښته په اندازه هم کوم منفي غبرګون ونه ښود. دا په داسې حال کې، چې د المان خاوره پنا غوښتونکو په سر اخیستې خو درنومونشنوالو په تېره بیا دبایرن درنو او په هیوادمیینوپولیسو زموږ ډېردرناوی وکړ کوریې ودان او له موږ افغانانوسره یې تاریخي دوستي   نوره هم ټینګه.
دملي یووالي په اړینتوب ښاغلي بسمل یو ځل بیا ټینګار وکړ او د پاکستان مغرضانه کړنې یې په شدت سره په داسې حال کې وغندلې، چې کوم چا غږ پرې وکړ، وېل دا بل ګاونډی هم مغرضانه چارې په مخ بیایي ښـاغلي بسمل له واره ورته وویل، هو! «پوه شوم ستاسوهدف ایران دی او ایران باید احمدشاه ابدالي هېرنه کړي، چې تر اصفهانه یې وځغلول احمدشاه بابا له پادشاهي تر امپراتوري خورا عاد لانه اوتاریخي چارې سر ته رسولې خو له بده مرغه، چې نن هغه بزدله پنجابیان زموږ په پاکه خاوره تېری کوي دکومو اناګانوبه چې خپل ماشوماون دپټان په نوم وېرول، چې هله ویده شئ هغه دی پټان راغی». ښاغلي بسمل په یوشمېر هغو ابن الوقته افغانانوهم نیوکې وکړې کوم، چې د امتیازاخیستلوپه وخت مث  دسیاسي پناه غوښتنې په وخت کې دافغان له کلیمې ګټه اخلي او وایي، چې«من افغان هستم ازافغانستان پناه اوردم»خوچې کار یې خ ص شي بیا نو د افغان په نوم شرمېږي آن په تذکره کې یې   نه غواړي. د ښاغلي بسمل دا خبره په ګرمو چکچکو استقبال او وار ښاغلي طاهرخان ته ورسېد. ښاغلي طاهرخان په افغانستان کې د ناټو په پنځلس کلن شتون اوبې کیفایتي څو اړینې خبرې وکړې او زیاته یې کړه، چې په پنځلسوکلونوکې یې افغانستان له لوړ څخه په ځوړ وربرابر اوله برج څخه یې داسې کادانه جوړه کړه، چې هم یې د خپلې دیموکراسۍ مخ ور تورکړ اوهم یې د بشریت سپېڅلی څادر ورکرغېړن کړ. آیا داعجیبه نه ده، چې ناټو اوانډیوالا ن یې د لیبیا ، عراق او یانورو دلخوا حریفانوکډه په یوه شپه وربارولی شي خو کرغېړن اودترهګروځالې(پاکستان)ته نه یوازې شورنه ورکوي بلکې   کڅوړه یې له ترهګري سره د مقابلې په پلمه ورډکوي، خوزموږ په بې ګناه اولس له هیڅ ستم او جفا صرفه نه کوي که واده وویني دوی بمونه پرې غورځوي که جنازه وویني له مړي سره یې په وینو لت پت کوي او آن داچې په روغتونونوهم صرفه نه کوي بېلګې یې د کندوزپه روغتون، په کندوز کې د تېلوپه ټانکرونو بموري، د شینوارو په هسکه مېنه په واده بموري په فراه، پکتیکا، هلمند کندهار لنډه دا، چې په ټولو پښتون مېشتو سیمو یې   زړونه نه سړیږي خو پاکستان ته مخ   نه وراړوي.
دښاغلي طاهرخان له خبرو وروسته د لاریون پرېکړه لیک په  لاندې ډول سره واورول شو: ۱ــ موږ افغانان یو، افغانستان زموږ پلرنی هیواد او له لوېشت لوېشت خاورې څخه یې د سر په بیه دفاع ته تیار یو. ۲ــ ملي یووالی زموږ ارمان دی ددې لوی ارمان لپاره د خپلو وروڼو قومونو سهوې او نا اغېړۍ بخښو. ۳ــ موږبه هیڅکله دډیورنډکرښه درسمي پولې په حیث ونه منوځکه، چې دایوه داسې تحملي، زماني اوموقتي مسئله وه، چې   پاکستان د نړۍ په مخ خاپوړې نه وې کړې.۴ــ پاکستان تقریبأ ۶۹ کلن خو دډیورنډ لعنتي کرښه تر ۱۲۳کلونو ورسېده، ځکه خو پاکستان زموږ په خاور ه کې د تاسیساتویا دځان بللو حق نه لري، په دې اړوندیې دکابل له ادارې سره هرپټ اوښکاره تړون هیڅ حقوقي مشروعیت نه لري او نه یې افغان اولس منلی شي. ۵ــ پاکستانۍ سرحدي ملېشې دي له سپین بولدکه تر کونړه پخواني موقعیت(د ډیورنډ کرښې)ته په شا شي اوکه نه نو د ټولو ناوړه پایلو ځواب به ور له غاړې وي.
یادونه:
سبا د دوشنبې ورځ چې رسمیات له خیره سره شروع شي د پورتني پرېکړه لیک جرمني ژباړه به په جرمني کې د پاکستان او انګلستان سفارتونو او ټولو کونسلګریو ته د ایمیل له  رې ورولېږل شي د ارګ ملنګانوته به هم خپله برخه ور ورسیږي.
سرلوړی، خپلواک او سوکاله دي وي ګران افغانستان یو موټی او سرلوړي دې وي زموږ ټول وروڼه قومونه
محمد امین بسمل
یادونه:
دلاندني لینک په ټکوهلو سره کولی شئ دا رپوټ له انځورونوسره ووینئ.

http://nakhtar.bloguna.tolafghan.com/posts/21364  

-
بېرته شاته