(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

نړيدلې جونګړې

[04.Jul.2016 - 10:28]

د «نړیدلې جونګړې» تر سرلیک  زمونږ د هیواد تکړه شاعر اولیکوال ښاغلي سمیع الدین افغاني څلورمه شعري ټولګه  د چاپه راووتله۰
په دغه شعري ټولګه کې شاعر د «خپلې خبرې» تر سرلیک یوه ښکلې سریزه راښکلې ده چې د هیواد د حالاتو اود خپلې نوې شعري ټولګې په اړه یې  لوستونکو  سره د زړه خواله او د حالاتو ریښتینی انځور شریک کړی دی۰
همدارنګه په دغه شعري ټولګه کې د هیواد ښه شاعر ښاغلي مصطفی ارین هم د افغاني صیب د شعر او شاعرۍ په اړه خپل لیدلوری او نظر څرګند کړی دی ۰
دغه شعري ټولګه چې ۲۸۸ مخونه لري په ښکلي ثقافت او ډیزان په کابل کې د دانش کتاب جوړولو موسسې په مټ او زیار د چاپه راووتله ۰
ښاغلي سمیع الدین افغاني ته د «نړیدلې جونګړې» تر سرلیک د څلورمې شعري ټولګې د چاپ مبارکي وایو او هغه ته د شعر او ادب په برخه کې د نورو لاسته راوړنو تر څنګ روغتیا، سوکاله ژوند او د لا بریاوو هیله کوو۰
و من الله التوفیق
(  دحق دلارې  فرهنګي ټولنه )
د ۲۰۱۶ م ۰ کال
د جون میاشت
 
یادونه : مینه وال کولی شي دغه نوې شعري ټولګه په کابل کې د دانش کتاب پلورنځۍ څخه په لاندې پته ترلاسه کړي۰
چاپنځی : اسد دانش مطبعه - کابل / ۰۷۰۰۴۴۹۲۹۸

[email protected] 

-
بېرته شاته