(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

زمونږ کلې او بانډې

[12.Jul.2016 - 10:35]

لمړۍ برخه  ماخذونه

محترمو لوستونکو!   پدې کتاب کې د لغمان په اړه دهيواد دمعاصرو څيړونکو او ليکوالا نو معتبره تاريخي ليکنې او کره مطالب راټول شوي دي چې ددې مطالبو يادونه پدې کتاب کې لازمه او ضروري ګنل کیږي  هيله ده چې ددې مطالبوپه راټـولولوسره مو د تاریخي لغمان په اړه درنو لوستونکو ته دپام وړمعلومات برابرګړي وي ۰

دمولانا دکتور محمد سعيد سعيد افغاني يادداشتونه٠

د ښاغلي شهسوار سنګروال صیب ليکنه د لغمان لرغونی تاریخ او جغرافیوي موقعیت٠

دښاغلي پوهنيار ظفر اهتمام ليکنه د لغمان لرغونی تاریخ او جغرافیوي موقعیت٠

د ښاغلي نجم الدين سعیدي ليکنه لغمانۍ اوګره او دهغه ډولونه٠ او همدارنکه د افغان ننګ د ښکلې پاڼې د قدروړ او بادرده

کارکونکوپه خاصه توګه د ښاغلي اجمل اکبری صيب نه دکتاب  دتظيم او برابرولو په برخه کې د زړه دکومي مننه کوم اوکور

ودانی ورته وایم ٠  پدې برخه کې د هغو لیکوالانو ليکنې چې په  کتاب کې ورته ځای ور کړل شوي دي ، د دوئ تاریخي او

څیړنیزې لیکنې او  همکارۍ د يادولو، مننې او د پام وړ وګنم   سميع الدین افغاني۰

سریزه

محترمو لوستونکو !

لکه څنګه چې هرانسـان د خپل د ژوند ، کوچنی والي او ستریدوخوږې اوترخې خاطرې په خپل ذهن کې له ځانه سره لري اوبیا هر څومره چې د انسانانو عمرمخ په زیاتیدو شي دکلي،کـور،ښوونځۍ اوټول هغه چاپیریال چې انسان پکې ستر شوی او د ژوند مختلف پړاوونه یـې پکې تیر کړي دي ، تل هغه یادونه او خاطرې ورته په سترګو کیږي او دا یادونه هغه وخت ډیر شي چې انسان د خپلو کلو او بانډو او ټاټوبي څخه لرې په پردي هیوادونوکې دمساپرۍ اومهاجرت شپې اوورځې تیروي۰

زما ددغې لیکنې اصلي موخه هم داده چې د«زموږ کلي او بانډې» کتاب ترسر لیک د هیواد د مشرقي سیمو پرګنیز کلتور ، رسمونو او رواجـونو سره د اشنا کیدو ترڅنګ عـامیانه او کلیوالي اصطلاحاتو ته خاصه پاملرنه شوې ده ترڅو له یوې خوا دغه عامیانه اصطلاحات مو ژوندي ساتلي وي اوله بـلې خوا ددې اصطلاحاتوپه کارولوسره د کتاب لیکنو ته پرګنیز رنګ اوخوند ورکړی وي

همدارنګه ددغــې لیکنې لوستل تر ټــولو د مخه هغه ځوان نسل ته سپارښتنه کوم ،کوم چې په وطـن کې دڅو لسیزوکورنیوجګړو اود بهرنیو دلاس وهنو په پایله کې دهیواد څخه بهره ته مهاجرتونو ته اړباستل شوي او هلته ستر او دخپلو کلو ، بانډو ، کلیوالي ژوند ، دودونو اورواجونو څخه لرې پاتې شوي او کمه پیژند ګلوي ورسره لري ۰ هیله ده چې دغه کوچنۍ ډالۍ د درنو لوستنکود پاملرنې وړ وګرځي۰  د دوستانو د نیکو او اصلاحي نظریاتواولارښوونوپه هیله ۰

 په ډیره مینه    سمیع الدین افغاني E – Mail: [email protected]

 

بسم الله الرحمن الرحیم

لنډه پیژندنه:

زه سمیع الدین افغاني دارواښاد علامه مولوي دکتور محمد سعید سعید افغاني ځوی دخدای بښلي مجاهدمولوي عبدالمجید لمسی په کال ۱۳۳۳ هجري شمسي کـــې دلغمان ولایت د عمرزیو د خیر اباد په کلي کې زیږیدلی یم ۰

مکتب ته د شاملیدو دوره

څرنګه چې زما پلار د لغمان د عمرزیو د سیمې څخه او مورنۍ نیکه مې د همدې ولایت د چاردهي په سیمه کې هستوګنه درلوده ، نو چې کله به پلار د کاریا وظیفوي مصریفتونو پر بنـا چیرته کې لرې مسافر شو نو مونږ به په خپل اصلي د زیږیدو ځای «عمر زیو» اویا په چهاردي کې د «ملاصفت » په کلي کې دخپل مورنی نیکه سره هستوګنه اختیارکړه، نوهمدا وجه وه چې اکثرا کلیوالي ژوند اود ځوانۍ عمر مې د لغـمان په همدې دواړو سیموکې تیر شوی دی

زما مورنی نیکه خدای بښلی ګـل احمد داروا ښاد ملا صفت ځوی دلغمان د چاردهي دصفت دکلي په شاو خوا کې لس ،دولس جریبه ځمکه لرله ، څرنګه چې د لغمان ولایت مساحت د وګړو په پرتله کوچنی دي ، نو هلته دولس جریبه ځمکه لرل د ګذاری خبره وه ۰

دبلې خوا دغه ځمکې دوه فصله اودرې فصله دي چې په همدې ځمکو کې غلې دانې د غنم ،جوار ،اوربشې ، شولو نه را نیولې بیا تر ګني ، پیاز ، کچالو ، تور بادنجان ، بادرنګ ، رومي بادنجان او نور رنګارنګ حبوبات، ترکاري په مختلفو فصلونو کې حاصل ورکوي۰

«قلعه صفت» د ملا صفت کلا

په هغه کلي کې چې مونږ اوسیدلو د استانې بابا زیارت ، اخوند کلی او باغمرزا د کلو په مرکزیت کې یې موقعت درلود چې د ملاصفت دکلي په نامه یادیده او دشلو کورنیو په شاوخوا پکې هستوګنه درلوده۰

د کلي اوسیدونکي پاک زړي او با دیانته خلک وه چې د ټولو یو مشترک جومات وه ۰

جومات ته به دکلي سپین ګیري ، ځوانان او هلکان د لمانځه لپاره راتلل دجومات ملا به دکلي خلکو ته د جمعې دلمونځونو د ادا کولوڅخه برسیره د کلی هلکانو اوماشومانو ته هرسهاردقاعده یی بغدادي الفبا ، پنج کتاب، قرانکریم ، قدري ، تفنګسایه ،تفسیر، ګــلستان ، او د نور دیني کتابونو تدریس کاوه ۰

دکلي خلکو ساده او بې الایشه ژوند درلوده ،په ورځنۍ کارونوکی رښتینولی او صداقت مهم اصل ګنل کیده او په مشکلاتو کې به یې یود بل لاس نیوی کاوه، خو کله به بیا یو نیم داسې مکاره هم پیدا شو چې دکلي ټول اوسیدونکي به ورسره په عذاب وه۰

زمونږ سره لکه د کلي د نورو اوسیدونکو په څیر د کلیوالو مروده او راشه درشه ښه وه، ټولو به زموږ مورني نیا ته ادې او نیکه ته د بابا خطاب کاوه ۰

زموږ په کلي کې یوه سپین سرې ښځه وه چې د «هوا مور» یا بي بي هواپه نامه یادیدله چې دکلي خلکو به ورته دجلیل مور هم خطاب کاوه ٠

د کلي دجلیل مورچې د ژوند سړې تودې ډیرې لیدلې وې او په کلیوالي ژوند کې د ښو تجربو خاونده وه ، سر به یی مدام په تورې پټی تړلی وه او توری جامی به یی په تن کولې ،هغه به کله کله زمونږ کور ته راتلله ۰ هغې به د هلکانو د درملنې لپاره ښې ټوتکې درلودلې۰ دبې ځـایه اومات شوو لاسونو او پښو د جوړولو په برخه کی یې پوره مهارت درلوده او په دغه برخه کی دښه شهرت او تجربو خاونده وه ۰

هغه به کله چې د کلا انګړ ته راننوتله، هلکان به دهغې سره د سلام ورکولواو روغبړ وروسته تری چارپیره کیناستل ، د جلیل موربه هم هلکان نازول هغې به دچا سر دماوه اود چا د بې ځایه شوي لاس یا د پښو ګوتوته ماساژ ورکاوه ،هغه داسې چې یوڅه مالګه به یی په ګرمواوبــوکی ښه حل کړه، بیا به یی ورو ورو بی ځایه شوی ځای به په مالګینې اوبومینځه او بیا به یې په دواړه لاسونو مساژ ور کاوه چې په همدی ډول به یی په پوره مهارت سره په ځای کوه۰ د جلیل مور په همدی کار کې په شاوخوا کلو او بانډو کې خورا ښـه شهرت پیدا کړی وه او خلک دلرې ځایونو څخه ورته دمعالجې لپاره راتلل۰

زمونږ په کور کې هم لکه د نورو کلیوالو کورنیو په څیر دمیلمه ښه درناوی او پالنه کیده ، میلمه ته به برسیره پر هغه څه چې په کور کي معمول وه اضافي خوراک او څښاک هم برابروه اود میلمه مخې ته به یې ایښودل کیده خو که میلمه به موړ وه نو دخوږو تورو او شنو چایو څښل به حتمی خبره وه، چې زمونږ په کلو او بانډو کې د چای سره د بورې او نورو خوږو تر څنګ د ګوړې او پتاسو رواج هم معمول وه ۰

د ګوړې جوړول په لغمان کې د زمینداره خلکورواج وه، دوئ به څو بسوې ځمکه دګنیو دکر لپاره اماده کړه ،چې په هغه ځمکه کې د ګنیوتر دکرلو ترڅنګ بادرنګ ، پیاز ،مرچ ، رومي بادنجان او نورو تر کاریو نیالونه هم یو ځای کرل، همداچې دبادرنګواونوروترکاریوحاصلات به واخستل شو نوګنیو به سر را جګ کړی وه او کله چې به بیا ګنـی ورسیدل اود استفادې وړ به شول بیا به دګوړې جوړولو تدابـیر نیول کیده، هغه داسې چې په لغمان کی دګوړې د جوړولو ماهرانو دګنیو ګاڼې یا د حلاجي کولو سیارماشینونه درلودل۰

دغه ماهرانو به کله چې ګنی د ګاڼی یا د حلاجي ماشین څخه وویستل ، د ګنیو شربت او یا شیره به یې مخصو صو بټۍ ګانو ته ور شیوه کوله چې ددې بټۍ ګانو لاندې به اور لګیدلی وه ، کله چې به دګنیو شربت د اور د تودوخي په وجه نیمه جامد شکل اختیار کړ پس له یومعین حرارت څخه به یې یوڅه نورې مسالې ورګډې کړې چې ورو ورو د حـلوا په شان نرمه ګوړه (کنډ) او وروسته دسړید لوڅخه کلکه اوخوند وره ګوړه ورځنی جوړوله۰

کله کله به یی د ګرمې ګوړې په سره وچې میوې لکه پسته ، بادام ، چارمغز او نوری مسالې ور اضافه کړې چې هغه به یی مساله داره ،پسته ای ، بادامی یا چار مغزی ګوړه بلله۰

په همدی ترتیب ګوړه زمونږ دکوچنیـوالی یواځینۍ دعلاقې وړ خوندوره شیرني وه چې هلکانو به د ډیر استعمال په وجه خپل غاښونه پرې چینجن کول۰

دکلي هلکانو دمشرانواحترام سـاته ، هغوئ ته به یې د کاکا، ماما او تور سرو ته به یـې دکاکا نــاوې ،مــاما ناوې یـــا خاله خطاب کاوه۰دکلي مشرانوهم د تعلـــیم تر څنګ د هلکانو تربیې ته خاصه پاملرنه درلوده ۰

د کلي دهلکانو سره تعامـل دا وه هرچا چې به څاروي پیولو ته بیول د مستو ککړه او دکوچکوځګ به په سبا ناري کې حتمي خبره وه ،نوهلکانو به کوشـش کاوه چې سبا د وخته دخوبه پاڅیږي اوڅاروي پیولو ته بـوزي ځکه چې دمستو ککړه اودکوچو ځګ په سبا ناري کې ځانله خوند او مزه درلودله۰

په کلي کې دشیر وار رواج هم وه هغه داسې چې دکلي دری یا څلورو کورنیو به چې د شیدو غواوی درلودلی په وار سره یوې کورنۍ ته د خپلې غوا شیدې ورکولې چې یوه اونۍ به د یوه کور او بله اونۍ به دبل کورچـــې په ترتیب او وارسره د تمامو هغه کورنیو چې په شیر وار کې یې ونډه درلوده وار رسیده، چې هرې کورنۍ به دخپلو شدو کټی واهه او انداز ه یې معلومولـه چې بیاپه همـــاغه اندازه دمقابل لوري څخه شیدې په خپل وارکې تر لاسه کړی۰

دکلي هغه ښځې چې په خپلو مینځو کې یې شیر وار اچولی وه نوکله چې به د سهار لمونځونه وشول بیا به دکور د بیالې تر غاړې په لویو مټۍ ګانو کې د مستو ډکې کټوې خالی کیدې او دکلي ښځو به د منداڼو په واسطه دا مستې په وار سره شاربلې تر څوځګ به یې د مستو څخه جلا اوبیا به یی دچاڼی په واسطه په بله مخصوصه مټۍ کې تر هغه پورې شار بلې تر څو د ځګ څخه به یې کوچ جلا او پاته شړمبه به یې دکلي نورو کورنیو ته په خاصه توګه هغه کورنۍ ته چې د شیدو څاروي یې نه درلودل ویشل کیدې۰

دکوچویا دغواغوړی چې په زیړو غوړو هم یادیږي ډیربا ارزشه وه چې اکثرا کورنیو به پــــه ورځینۍ خوراک کې مصرفول ، همدارنګه یوشمیر کورنیو په د خپل داړتیا زیات کوچ او غوړی خرڅول او په مقابل کې به یې دکور نور ضروری شیان پرې رانیول ۰

زموږ دعمر هلکان شپږ اوه میله لرې ښوونځۍ ته تلل، زمونږکلیوالي ښوونځۍ چې تر دریم صنف پورې یې شاګردان روزل دحیدرخانیود کلي په جومات کـې موقعیت درلود او استـاد شیر احمد د دې کلیوالي ښوونځۍ ښوونکی وه۰

نور بیا

 

-
بېرته شاته