(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

دافغانانو/پښتنو ځوانانو

[27.Jul.2016 - 10:02]

ګرانوافغانانو/ پښتنو ځوانانو!

زمونږ هیواد او ملت د زمانې په دې حساس وخت کې د یو عجیب او غریب بدلون او کږلیچونو سره لاس او ګریوان بریښي. د هرې ټولنې وګړي او په ځانګړي ډول ځوانان دخپلې ټولنې مټې او توانمنده ځواک ګڼل کیږي، خو زمونږ یو ګڼ شمیر همدغه توانمنده ځواک د زمانې په دې نازک وخت کې بې پروا په نظر راځي.

څرنګه چې هر وګړی د خپل ملت او قوم په مقابل کې ځواب ویونکی او زمه وار دی، نو پکار ده چې د افغان / پښتون ملت ځوانانو دنده او زمه واري په دغه اړېن او نازک وخت کې جوته او عملي قدم اخستلو ته یې لاره هواره شي، چې د خپل ځوریدلي ولس او ملت دزخمونو پټۍ شي.

له هم دې کبله اړینه ده ، چې د ټولو افغانانو/پښتنو ځوانانو یوه ګډه غونډه راوبلل شي.

په دغه غونډه کې به د ځوانانو یو تشکیل او جوړښت رامینځ ته شي،چې په دغه جوړښت کې به هر ځوان خپله ونډه او زمه واري په ګوته او د اوږد وخت له پاره به د خپل ولس او ملت دچوپړ (خدمت) جوګه شي.

نو له همدې امله تاسې ته بلنه درکول کیږي، چې د روان 2016 ع کال د اګست د میاشتې په 20 شلمه نېټه دماځیګر په څلورنېمو بجودځوانانوپه ګډه غونډه کې له مونږ سره ګډون وکړئ

په درناوي

محمد شیرین ګردیوال

د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند مرستیال

دغونډې ځای:

Gleulersrt. 371

50935Koeln-Lindental

له Neue Markt  څخه په

146 Bus  نمبر بس کې

Deckstein اخري تم ځای

دکولن پوهنتون سره نزدې

 

-
بېرته شاته