(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د دعوت

[27.Jul.2016 - 17:31]

د دعوت د خپلواکو رسنیو مرکز خبرتیا
په ډیرې خوښۍ سره د افغان سباوون ویبپاڼهwww.afghansabawoon.com خپلو ټولو مینه والو ته زیری ورکوي چې د دعوت د خپلواکو رسنیو مرکز کې په دې رسنیزې کورنۍ یو بل غړی هم ورزیات شو او دا نوی ځوان ښاغلی هلمند پردیس دی. چې د دې وروسته به د افغان سباوون ویبپاڼې د مسئول ټیم د یو غړی په ټوګه د ویبپاڼې چارې مخته وړي. چې د هر څه وړاندې یې راتګ ته ښه راغلاست وایو او افغان ولس ته د نورو خدمتونو د جوګه کېدو له پاره یې په ښه فال نیسو.
د افغان سباوون درانه قلمي همکاران د افغان سباوون ویبپاڼې سره په لاندې بریښنالیک د ټیم غړو او ښاغلی هلمند پردیس سره اړیکه نیولی او خپلې لیکنې ورته رالیږلی شئ:
[email protected]
ښاغلی هلمند پردیس متعهد ځوان او د پوره انرژۍ او د دروند افغاني پښتنی احساس خاوند، په خپل ولس او هېواد مین لیکوال دی
د دعوت د خپلواکو رسنیو مرکز یې د افغان سباوون او هم په خپل شخصي ژوند کې د لابریالیتوب دعا کوي
په ډیر درنښت
محمد طارق بزګر
د دعوت د خپلواکو رسنیو مرکز مشر

-
بېرته شاته