(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

زړګیه داغ به درله درکړم

[14.Aug.2016 - 22:42]

زړګیه داغ به درله درکړم
که د بې ننګه یار دې بیا مختاجه کړمه

لیک:شاهین بونیری
دولسم اګست نورلس سوه اته څلویښتم ــــــ د چارسدې بابړه ـــ په زرګونو خداي خدمتګار ـــــــ او د خپلو بیګناه ملګرو د نیولو پر ضد احتجاج ـــــــ نه ټوپک ، نه توره ــــــ د ازادۍ لټون ـــــــ او د ظالم په مخکې د حق د اواز وچتول ــــــ خو حق څوک مني ؟
د هغه وخت وزیراعلا قیوم خان کشمیرې فکر کوي چې د خپل بادار سره د وفادارۍ ښودلو ددې نه ښه موقعه بله څه کیدې شي ــ امنیتي ځواکونو ته حکم ورکوي ــــــــ د اور باران راښکې کیږي ـــــ یو پریوځي ، بل پریوځي ـــــــــ پینځه څلویښت منټه تیریږي او د بابړې په خاوره د وینو څادر خوریږي ــــــ څوک وايي دوه سوه مړه شو ــــــــ څوک وايي څلور سوه مړه شو ــــــ څوک وايي شپږ سوه مړه شو ـــــــــــ خو د هشنغر هره کوڅه ژاړي ، هر یو کاڼې بوټې اوښکې تویوي ـــــــ هر کور د غم کور دی ـــــــ هر میدان يي د کربلا میدان دی.
د بابړې په میدان کې چې د زورور ټوپک وچت شوې دی بیا راښکته شوې نه دی ــــــــ د پښتنو په خاوره هره ورځ د بابړې یادونه تازه کوي ــــــ افغان جهاد په ملینونو ځوانان اوخوړل ــــــ وزیرستان ، سوات ، باجوړ ، خیبر ، پیښور و کویټه او مردان د بابړې د پیښې نوي نوي شکلونه دي ـــــــ نوي منظرونه دي ــــــ خو دښمن هم هغه پخوانې دی ــــــ ټوپک هم هغه پخوانې دی ـــــ کله په څرګند مخ راشي ـــــ کله په پټ مخ راشي ــــــ کله یو رنګ واخلي او کله بل رنګ ـــــ خو په ګولو غلبیل سینه هم هغه ده ـــ وینه هم هغه ده ــــ سره او مقدسه وینه!
خو په دې اته شپیته کاله کې نه چا د بابړې ذکر وکړو ــــ نه يي د هغه شهیدانو په قبرونو څراغونه بل کړل ــــــــ نه يي د هغوي د کورنیو تپوس پوښتنه وکړه ــــــــ نه يي ځوان کهول ته د هغوي د وینې تقدس اوښودلو ــــــــ نه په کتاب شته ـــــ نه په نصاب کې شته ـــــــ نه يي یادګار شته ــــــــ
آیا دا خلک نه وو ـــــ انسانان نه وو ــــــ ارمانونه يي نه لرل ــــــ خوبونه يي نه لرل؟
د خزان وهلو اونو پاڼې وې ـــــــ طوفان پرې راغلو ـــــــ تیرې شوې او هیرې شوې؟
ما دا فکرونه لیونې کړي ــــــ د لویې پښتونخوا په لارو کوڅو ، غرونو او ورشوګانو اوګرزم ــــــــ په هشنغر کې د بابړې او ټکر د شهیدانو په قبرونو راتیر شم ــــــ د ورانو شوو ګودرونو او ړنګو شوو کورونو کنډرونو ته اوګورم ـــــــ هر لورته تیاره ده ، بیوسي ده او د بارودو لوګي دي ــــ څو اوښکې توې کړم او بیا خپل زړګي ته سر ورښکته کړم ـــــ
یو غلام نور څه کولې شي؟
زړګیه داغ به درله درکړم
که د بې ننګه یار دې بیا مختاجه کړمه

-
بېرته شاته