(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د خپلواکۍ جشن

[19.Aug.2016 - 09:21]
درنو او غیرتمنو هېوادوالو! السلام علیکم و رحمت الله و برکاته.
د افغانستان د مدني ټولنې فډرېشن رهبري، غړې ادارې او شخصیتونه تاسې، درنو کورنیو او دوستانو ته د هېواد د سیاسي خپلواکې د بېرته ګټلو د ۹۷مې کلیزې له امله د زه له کومې د مبارکیو مراتب وړاندې کوي.
د فډرېشن په ابتکار او د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت، کابل ښاروالۍ، ملي ارشیف، ملي موزیم، ملي تیارتر ریاست، د ملي موسیقې ریاست او بابر بڼ په مرسته د کابل په بېلابېلو سیمو کې د درنو هېوادوالو او بهرنیو مېلمنو، کورنیو، کوچنیانو او دوستانو لپاره جلاجلا نندارې په پام کې نیول شوي، چې تاسې ټول درانه له ډلې ډلې دوستانو سره د هېواد د ویاړونو دغو ملي نندارو ته رابولو. 
وخت او نېټې: 
۱. ملي ارشیف او ملي موزیم پرانېستې نندارې، پنچشنبه او جمعه ( د زمري ۲۸-۲۹) د سهار له ۹ د مازیګر تر ۴ بجو
۲. د بابر بڼ پرانېستې نندارې، پنچشنبه او جمعه ( د زمري ۲۸-۲۹) د سهار له ۷ د ماښام تر ۷ بجو
۳. د ظفر تاق، پغمان، ملي تیاتر، ملی ترانو پرانېستې نندارې، جمعه ( د زمري ۲۹) د ماسپښین له ۲ د مازیګر تر ۵ بجو
 
سوکاله او سرلوړی دې وي افغانستان!
امن دې وي پر ټوله نړۍ!
 
ډېر درنښت، 
 
صديق منصور انصاري
د افغانستان د مدني ټولنې د فډرېشن مشر، 
ښاغلی رحیمي د افغانستان د ملي موزیم رييس، اغلې معصومه نظري د افغانستان د ملي آرشیف رييسه، ښاغلی محمد احسان عرفان د افغانستان د ملي موسیقۍ رييس، د افغانستان د ملي تیاتر رييس او ښاغلی ډګروال احمد شاه وردګ د بابر بڼ د چارو مشر
 
-
بېرته شاته