(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

زه په ګناه او ثواب

[20.Aug.2016 - 08:55]

زه په ګناه او ثواب څه پوهیږم؟

شاهین بونیری

ما ویل شکر دی خلک د مذهب سره مینه لري ــــ په هره لار کوڅه کې مدرسې جوړې شوي دي ــــــ د ښځو جدا، د سړو جدا ــــــــ چندې راټولیږي ــــــ سبقونه ویل کیږي ــــــــ

ښه خبره ده!
ملنګ وړومبې خپل چیلم کش کړو ــــــ د تماکو لوګو يي په مخ او ږیره کې لارې جوړې کړې ـــــــ بیا مسکې شو ویل يي بونیریه خبره د مذهب نه ده ــــــ د خدای د رضا کولو نه ده ـــــــــ خبره د روحانیت نه ده ــــــ خبره د سیاست ده ــــــــ خبره د جنګي اقتصاد ده ـــــــ خبره د انسان نه د انسان د نفرت ده.

؛ملنګه دا زه څه ویم او دا ته څه وايي؟ ؛ ما ورنه په حیرانتیا پوښتنه وکړه.

د ملنګ د مخ په کرښو کې د تاریخ د ټولو دورونو قیصو غزونې وکړې.

ویل يي ګوره زه خو د پیړیو راهیسې مسلمان یم او داسې مسلمان یم چې د خپلې مذهبي عقیدې لپاره مې تل قربانۍ ورکړي دي ــــــ کور کلې مې وران شوې دی ــــــ په دغه دربار کې خو ما تل د خپلو وینو څراغونه بل کړي دي ـــــــ زما مسله خو دا ده چې په خپله خاوره د سرو او سپینو په خزانو ناست یم خو د ټوک ډوډۍ لپاره مرم ـــــــ بچي له سکول نه لرم ـــــــ د روغتیا مرکز نه لرم ـــــــــ هیله نه لرم ـــــــ خوب نه لرم ــــــ مودې وشوې کډه په سر یم!
ما ویل ملنګه منم دې خو خبره دې ډیره اوږده کړه.

ویل يي لنډه دا ده چې په نړۍ کې نور قامونه په عزت، خپلواکۍ او خوشالۍ خپل ژوند تیرولې شي نو زه يي ولې نه شم تیرولې؟

ملنګ چیلم ته نور تماکو واچول ــــــ سکروټه له يي پوکې ورکړو ــــــ او یو وږد کش يي واخستو ــــــ خاموشي خوره شوه ـــــــــ

ما ویل دا خو ډیر سیاسي سوال دی.
او هغه بس همدومره وویل چې
هم دغه اصلي سوال دی!

ما له خله پرانسته چې ملنګ راولاړ شو ــــــ ما ویل ملنګه زما خبره نیمګړې ده ــــــ ویل يي خبرې لا کله پوره شوي دي ــــــ د خپلې کوډلې په لور روان شو

او په روانه روانه کې يي وویل
زه یو پښتون خانه بدوش د وطن
کډه په سر او در په در ګر ځمه
زه په ګناه او ثواب څه پوهیږم
په جنتي خاوره نهر  ګرځمه

-
بېرته شاته