(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

جرمني: جمعه خان همدرد سره

[21.Aug.2016 - 19:26]

د روان 2016 کال د اګست د میاشتې په ۱۴ نیټه د آلمان د هیورت په ښار کې د افغانستان د روانوحالاتو او د سولې د بهیر تر سرلیک لاندې یوه درنه غوڼډه جوړه شوه، چې د آلمان سر بیره پکې د ګڼ شمیر اروپائي هیوادونوڅخه سیاسي ، کلتوري او مخه ورو افغانانو ګډون کړی ؤ.

د غوڼډې د ویندوئي چارې ښاغلي شیر ولي شیر او عزیز سرشار پر مخ بیولې.

غوڼډه د قرآن مجید د سپيڅلو آیاتونو په تلاوت سره د ښاغلي سید هاشم پاچا  له خوا پیل شوه .

ورپسې ښاغلي استاد سید حسن سعید د هرکلي تر څنګ په خپله  وینا پرانيسته.

تکړه ژورنالیست ښاغلي عبدالله احسان ددروند مشر الحاج جمعه خان همدرد لڼډه پيژندګلوي ولوسته دغه راز ښاغلي امین الدین  سعیدي د هیواد د  حالاتو په باب په زړه پورې لڼډه وینا واوروله،ورپسې ښاغلي سید عمر پاچا صیب پخپله وینا کې د غوڼډې په ارزښت خبرې وکړې.

په دغه لړ کې ښاغلي عزیز سرشار د ټولنو په استازیتوب د غوڼډې او ښاغلي همدرد ، د ملي دریځ  ملاتړ پیغام ولوست .
غوڼډې ته محترم جمعه خان همدردارزښتناکه او هر اړخیزه وینا وکړه ،ښاغلي همدرد د روانو حالاتو څخه د راوتلو لار په ملي یوالي کې ګوري،او پر افغانانو ئې غږ وکړ چې خپلمنځي اختلافات شاته وغورځوي ، یو بل وزغمي ،خپله تاریخي ورورګلوي یو ځل بیا ثابته کړي او په هیواد کې د سولې لپاره یو موټې شي.

ښاغلي همدرد په هیواد کې وروستیو تازه پیښو ته په کتو، وویل : «زه د ملي یوالي ددې ډول حکومت ملاتړې نه یم ،که خبره د افغانستان ملي ګټو د تاوان تر بریده ورسیږي او بعضې ډلې د سرو او شنو نمایشي کرښو خبرې کوي نو مونږ په ټول قوت دهغوې پر وړاندې دریږو او هیڅ چاته به اجازه ورنه کړو چې د هیواد او اولس په سر نوشت لوبې وکړي.
د ښاغلي همدرد تر وینا وروسته د غوڼډې دوهمه برخه د ګډون والو پوښتنو او وړاندیزونو ته ځانګړې شوې وه،ټولو په افغانستان کې د میشت قومونو په یوالي او ورورولۍ ټینګار وکړاو د سیاسي ډلو څخه ئې په کلکه غوښتنه وکړه چې د هیواد، اولس او ملي ګټو لپاره دې سره نزدې څنګ تر څنګ دګډ کار لپاره  ملا وتړي.ورپسې ښاغلي همدرد د ګډونوالو پوښتنو ته ځوابونه وويل او ژمنه ېې وکړه چې ددې غوڼډې د ګډونوالو دملي او افغاني نظرونو  او وړاندیزونو لپاره به د خپل وس تر بریده عملي هلې ځلې وکړي .

په پائ کې ښاغلي استاد سید حسن په اروپآ کې د افغاني کلتوري ټولنو په استازیتوب ښاغلي همدرد ته
څو ټوکې  کتابونه ډالۍ کړل.

عزیز سرشار

 
-
بېرته شاته