(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

ګټه

[06.Sep.2016 - 12:27]

خدايه! دا کيسه نوره زړه کړې؟ لنډه کيسه   

لیک: نصيراحمد احمدي
ماشوم په خوشالۍ وويل: 
_ابا! دا اصل توپ دی؟
پلار بالښت ته ور وښوېد، د چايو ډکه پياله يې خړو شونډو ته ور وړه، سړه ساه يې وايسته، غلی کېناست. 
توپ ورغړېد، پر څراغ ولګېد. 
پلار چيغه کړه:
_د سړي زوی نه شوې. 
ماشوم توپ ته لاس ور وغزاوه، په غېږ کې يې ونيو، غلی کېناست.
ښځه کوټې ته راغله، غاب يې پر غولې کېښود، د پيازو په اخيستل شويو ټيکيو کې د چاړې تور خري  ښکارېدل. ورو يې وويل:
_وه سړيه! په ټول ژوند کې دې هلک ته همدا يو توپ راوړی،  زړه يې مه ور ماتوه. 
هلک پزه کش کړه! 
_ادې! ګاونډيانو بيا غوښه پخه کړې ده. 
ښځې وخندل، د هلک پر خرييلې ککرۍ يې لاس تېر کړ:
_نه ګرانه! د خپلې کټوې بوی دی. 
هلک په حيرانۍ خپل پلار ته وکتل، د څراغ ژېړه رڼا يې د تندي په ګونځو کې ننوتې وه، هلک ورو وويل:
_ابا! نن دې لکه چې ډېرې پيسې ګټلې دي؟ 
سړی غلی و. 
ښځې يو دم چيغه کړه!
_اوه خدايه! لاس ته دې ګوره! وينې دی. 
په بېړه يې له خپل زاړه ټيکري تراډه وايسته. د سړي لاس يې وتاړه. 
سړي  په ستړې سا وويل:
_نن سر ګرولو ته نه وم خلاص،  پام مې نه و ، لاس ته مې اره سيخه شوه. 
هلک په بېړه وويل: 
_د مکتب مېزونه او څوکۍ دې جوړول؟
ښځه په خبرو کې ور ولوېده:
_پلار دې مه په عذابوه، ستړی دی. 
هلک غلۍ شو، چاودې پونده يې وګروله.
سړي د سدرۍ په جېب کې ګوتې ننه ايستې. ښځې ته يې وويل: 
_دا  خوندي که.
ښځې په حيرانۍ د سړي لاس ته کتل...
سړي وويل: 
_کڼه يې؟ خوندي يې که، ښه او بده پېښېږي. 
ښځې په بېړه وويل:
_دومره ډېرې پيسې دې له کومه کړې. 
سړی غلی و. 
ښځي يودم وخندل: 
_پوه شوم، پسرلی دی، اباديانې ډېرې جوړېږي، د  دروازو  او کړکيو د جوړولو پېشکي  به دې اخيستې وي. 
سړي غولي ته وچې سترګې نيولې وې.
ښځې وويل: 
_خدای دي تل په کار کې د نن په شان برکت واچوه.
سړي ورو وويل: 
_چټياټ مه وايه. 
ښځه په خبرو کې ور ولوېده: 
_وی ، چټياټ به ولې وايم، يوه ورځ دې هم دومره پيسې نه دې راوړې، هلک  ته دې نوی توپ واخيست، په کټوه کې پوره مياشت وروسته غوښه ولوېده، خدای دي هره ورځ په همداسې ګټه واړوه. 
سړي چيغه کړه: 
_نن مې ټوله ورځ تابوتونه جوړول، پوه شوې! تابوتونه! يواځې زه نه وم، د ښار  ټولو نجارانو تابوتونه جوړل. 
د ښځې له لاسه پيسې ولوېدې:
سړي په ژړغوني غږ وويل: 
_شپږ تابوتونه يواځې ما جوړ کړل، دوه غټ ، څلور واړه،  سرونه او تنې نه سره مالومېدلې، بس! له ګډو وډو سوځېدلو غوښو مو ډک کړل. 
د هلک له لاسه توپ ورغړېد، پر څراغ ولګېد، تياره شوه. 
پای

-
بېرته شاته