(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د ژوندون ټلوېزيون

[07.Sep.2016 - 20:18]

07.09.2016 ; سبا پنجشنبه (08.09.2016) چې د سنبلې (۱۸)مه نېټه ده، د اسلامي جمعيت د قومندان (احمدشاه مسعود) له پنځه لسم تلين سره مناسبه ده. د نوموړي يو شمېر پلويان د هر کال په شان يو ځل بيا غواړي په کابل  کې د راجستر شويو او ناثبت شويو وسلو په وسيله خلکو ته خپل زور څرګند کړي او په کابل ښار کې يو ځل بيا د خلکو د ازار او اذيت سبب شي.

دا وسلوال کېدی شي د ژوندون ټلوېزيون او د کابل ښار د هوتخېلو په سيمه او نورو پښتون مېشتو سیمو کې هم خپل زور په ډاګه او ان د خلکو د وژنې او نور وحشت سبب شي.
ژوندون ټلوېزيون او د هغه شاوخوا مېشتو ولسونو که څه هم له امنيتي ځواکونو څخه د امنيت د تامين او تضمين غوښتنه کړې، خو څرنګه چې ددې ډول اشخاصو سياسي نفوذ په امنيتي ځواکونو کې هم محسوس دی، نو ځکه خو هغوی هم خپل ملي مسوليت او رسالت ته په اسانۍ سره پرې نه ږدي. نو موږ په لومړي ګام کې له ټولو دولتي او امنيتي چارواکو څخه هيله کوو چې د ژوندون ټلوېزيون او د ورڅېرمه پرتو ولسونو په ګډون د کابل د ټولو ښاريانو امنيت تامين کړي او که چېرې دوی دا مسوليت نه شي ترسره کولای نو بيا خو غيرتي افغان ولس مجبور دی چې د خپل امنيت او حيثيت د ساتلو لپاره په خپله لاس په کار شي. په داسې يو حالت کې که هره ناوړه پېښه رامنځته شوه، مسوليت به يې د جمعيت، نظار شورا او په هغو پورې د اړوندو وسلوالو او حکومتي چارواکو پر غاړه وي.
موږ پر حکومت او خپل غيرتي ولس يوځل بيا غږ کوو چې د سنبلې د (۱۸)مې نېټې د احتمالي پېښو ټولو خطرونو ته په دقت سره متوجه شي او د داړه مارانو د زور کارونې د مخنيوي لپاره له خپلو ټولو امکاناتو کار واخلي.
په هېواد کې د تلپاتې
ثبات د ټينګښت په هيله
د ژوندون ټلوېزيون اداره

-
بېرته شاته