(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د قربانۍ څاروی

[10.Sep.2016 - 17:12]
لیک: حاجي عبدالحق سهاک
د قربانۍ مسايل د سپېڅلي شريعت په رڼا 
 
د قربانۍ ورځ د ذالحجې لسمه نېټه ده. په دې ورځ د مسلمان امت بنسټ اېښودونکي او اعلى مورث سيدنا حضرت ابراهيم خليل الله عليه السلام د خپلې پوهې پر اساس د الله (ج) د حکم په اشاره د خپل ځيگر ټوکړه سيدنا حضرت اسماعيل عليه السلام د هغه په خوښه او رضايت د قربانۍ لپاره د الله تعالى حضور ته وړاندې کړ. په غاړه کې يې ورته پړى واچاوه چاړه يې ورته په مرۍ کېښوده او د خپلې ريښتينې وفادارۍ، په ټوله معنى د غاړې اېښودو او رضا ثبوت وړاندې کړى و، الله تعالى د محبت او قربانۍ په دې ازمېښت کې هغوى سرلوړي او کامياب وگرځول. حضرت اسماعيل عليه السلام يې ژوندى او سلامت پاتې کړ، د هغه پر ځاى يې د يوه ژوي (څاروي) قرباني قبوله کړې وه او د حضرت ابراهيم عليه السلام پر سر يې د "انى جاعلک للناس اماماً" تاج کېښود. د دې سترې تاريخي پېښې د ياد تازه ساتلو لپاره د ټولې نړۍ مسلمانان په همدې ورځ د الله تعالى د رضا او خوښۍ لپاره څاروي قرباني کوي.
د قربانۍ حکمت:
د قربانۍ اصل روح او حقيقت دا دى چې مسلمان د الله تعالى په محبت کې خپل ټول نفساني خواهشات قربان کړي. هغه کسان چې د څاروي قرباني په ډېر شوق سره کوي خو نفساني خواهشات او گناوې نه پريږدي؛ نو داسې خلک د قربانۍ له حقيقت او روح څخه بې برخې پاتې کيږي؛ ځکه نو اړينه ده چې د قربانۍ د ظاهري صورت سره سره د هغې د اصل په حقيقت د پوهېدو او ترلاسه کولو لپاره نيت، کوښښ او دعا هم وکړي.
د قربانۍ اهميت او په هغې ټينگار:
الله تعالى خپل پېغمبر صلى الله عليه وسلم ته فرمايي: "نو ته خپل رب ته لمونځ او قرباني وکړه). حضور صلى الله عليه وسلم فرمايي: "يعنې چې څوک د قربانۍ کولو وسه ولري او قرباني ونه کړي زمونږ عيدگاه ته دې نږدې هم نه راځي". حضرت عبدالله بن عمر رضى الله عنهما فرمايي چې حضور اقدس صلى الله عليه وسلم په مدينه منوره کې لس کاله واوسېد او هر کال رسول اکرم صلى الله عليه وسلم قرباني وکړه.
د قربانۍ فضيلت او ثواب:
له حضرت عايشې رضى الله عنها څخه روايت دى چې رسول الله صلى الله عليه وسلم وفرمايل: "د الله تعالى په وړاندې د قربانۍ په ورځ د بنده گانو په گردو اعمالو کې تر ټولو غوره عمل د څاروي د وينې بهول دي او بنده به د قيامت په ورځ د خپلې قربانۍ له ښکرونو، سومانو او ويښتانو سره حاضر شي او د قربانۍ وينه پر ځمکه باندې له تويېدو څخه د مخه د قبوليت شرف حاصلوي نو تاسو ته په کار ده چې په اخلاص او ښه نيت قرباني وکړئ.
د قربانۍ په هکله لارښودنې:
قرباني په اصل کې د بنده لخوا د الله تعالى په حضور کې نذر يا منښته ده. له دې لامله ضروري ده چې د خپلې وسې تر کچې پورې ښه څاروى انتخاب کړاى شي. دا خبره سمه نه ده چې گوډ، ړوند، کوڼ، ناروغ، ښکر ماتې او غوږ غوڅى څاروى د الله تعالى حضور ته وړاندې کړاى شي. په قرآن مجيد کې د اصولو په توگه حکم شوى دى چې: "تاسو تر هغې د نيکۍ غوره مقام نشئ حاصلولاى. تر څو هغه شيان د الله په لاره کې ونه لگوئ چې تاسو ته مرغوب او محبوب وي. له حضرت براء بن عازب رضى الله عنه څخه روايت دى چې له رسول الله صلى الله عليه وسلم څخه پوښتنه وشوه چې په قربانۍ کې له کومو څارويو څخه ځان وژغورل شي (يعنې هغه کوم عيبونه او نيمگړتياوې دي چې له کبله يې څاروى د قربانۍ وړ نه گرځي). حضور صلى الله عليه وسلم په لاس سره اشاره وکړه او ويې فرمايل چې څلور (يعنې څلور عيبونه او نواقص داسې دي چې له هغې جملې څخه کوم يو عيب او نقص په څاروي کې موجود وي نو د قربانۍ وړ نه وي). يو داسې گوډ څاروى چې گوډوالى يې زيات او څرگند وي (چې د هغې په وجه ورته تلل مشکل وي). دوهم هغه چې يوه سترگه يې خرابه شوى وي او دغه خرابوالى يې بالکل څرگند وي. دريم هغه چې ډېر ناروغ وي. څلورم چې داسې کمزورى او خوار وي چې په هډوکو کې يې ماغزه هم پاتې نه وي.
همدارنگه له حضرت علي رضى الله عنه څخه روايت دى چې رسول الله صلى الله عليه وسلم مونږ د داسې څاروي له قرباني کولو څخه منع کړو چې ښکر يې مات وي او يا يې غوږ پرې شوى وي. که له اخستلو وروسته څاروى عيبي شو. د بيلگې په توگه څاروى د ذبحه کولو لپاره راوستل شو. د څملولو پر وخت يې پښه ماته شوه يا په کې بل کوم عيب پيدا شو نو د داسې څاروي قرباني صحيح ده. د ابو سعيد رضى الله عنه د روايت پر اساس.
قرباني د کومو څارويو روا او د کومو ناروا ده؟:
اوښ، اوښه، غوا، غوايي، وز، وزه (چيلى- چيلۍ) مېښه، گډ، گډه (پسه – ميږه) له دې څارويو څخه په هر يوه يې قرباني جايز او صحيح ده. که نر وي او که ښځه او که خصي وي. له دې پرته په نورو څارويو قرباني صحيح نه ده، لکه ځنگلي غوا، هوسۍ او داسې نور.
د څارويو د عمرونو تفصيل:
د اوښ عمر چې لږ تر لږه پنځه کاله وي. د غوا او مېښې دوه کاله او د وزې لپاره يو کال عمر ضروري دى. که وزه او پسه د شپږو مياشتو وي قرباني ورباندې جايز ده.
له ابوهريرة رضى الله عنه څخه روايت دى چې ما له رسول الله صلى الله عليه وسلم څخه واورېدل چې په وړۍ درلودونکي څارويو کې (پسه- مېږه) د شپږو مياشتو څاروى د قربانۍ لپاره ښه څاروى دى.
له حضرت جابر رضى الله عنه څخه روايت دى چې رسول الله صلى الله عليه وسلم وفرمايل چې: تاسو "په قربانۍ کې" يوازې مسينة څاروى ذبحه کړئ. مسينة د کوم خاص څاروي نوم نه دى، بلکې دا يوه اصطلاح ده چې د قربانۍ د څاروي د عمر په هکله کارول کيږي.
په اوښانو کې هغه اوښ ته مسينه ويل کيږي چې د پوره پنځو کالو وي. په مېښه او غوايي کې مسينه هغې ته وايي چې پوره د دوه کالو وي. په پسه، وزې او مېږه کې مسينه هغه ده چې د عمر يو کال يې تېر کړى وي او په دوهم کال کې داخله شوى وي. که چېرې مسينه پيدا نکړې نو بيا په پسه او مېږه کې جذعه ذبحه کړه (جذع د شپږو مياشتو څاروي ته ويل کيږي). په پسه او مېږه کې د جذع قرباني جايز ده، خو په وزه جايز نه ده. حضور صلى الله عليه وسلم يو ځل يوه صحابي ته په وزه کې د جذع د قربانۍ اجازه ورکړه خو دا تصريح يې ورسره هم وکړه چې : "له تا نه وروسته به د داسې څاروي قرباني د نورو لپاره جايز نه وي".
آيا دا ضروري ده چې د قربانۍ څاروى دوه غاښى  وي:
د قربانۍ د څاروي لپاره د دوه غاښي توب يادونه د پورتنيو شرطونو فقط يوه نخښه ده. د قربانۍ لپاره شرط نه ده ځکه نو که چيرې څاروى په کور کې روزل شوى وي او د هغه د عمر په پوره کېدو بار وي نو قرباني يې جايز ده. بايد په پام کې ولرو چې د څاروي د عمر له کلونو څخه مراد قمري کال دى چې له لمريز کال نه لس ورځې کم دى. که څاروى د دوه غاښونو نه وي او پلورونکى د هغې عمر پوره ښيي او د څاروي ظاهري بڼه د هغې تکذيب نه کوي او د تجربې له مخې يې عمر پوره ښکاري او يا د څاروي خرڅوونکي په خبره زړه مطمئن شي، نو د خرڅوونکي په خبره اعتماد کول او د دغه څاروي قرباني کول جايز دي.
د څارويو د پلورونکو او اخستونکو سوداگرو لپاره:
د لوى اختر په ورځو کې د څارويو د اخيستلو او خرڅولو گڼه گوڼه ډېره زياته وي. سوداگر د زياتې دنيوي گټې د لاسته راوړو لپاره د درواغو سوگندونه خوري. د څارويو قيمت زيات ښيي. عمر يې زيات ښيي. عيبونه يې پټوي. د قيامت د ورځې د جواب احساس نه کوي، چې درواغجن به چېرته وي؟ او د رښتيا ويوونکي ځاى به کوم وي؟ د دغسې کسانو لپاره د رسول الله صلى الله عليه وسلم ارشادات وړاندې کوو:
له حضرت ابوقتاده رضى الله عنه څخه روايت دى چې رسول الله صلى الله عليه وسلم وفرمايل چې: "په خپل تجارت کې له ډېرو سوگندونو څخه ځان وژغورئ؛ ځکه په تجارتي معاملو کې ډېر سوگندونه خوړل (لومړى خو) کاروبار زياتوي خو برکت يې له منځه ځي".
 
حضرت ابوذر رضى الله عنه له نبي کريم صلى الله عليه وسلم څخه نقل کوي چې حضور صلى الله عليه وسلم وفرمايل: درې کسان دي چې الله تعالى د قيامت په ورځ نه خو به له هغوى سره (په مهربانۍ او عنايت) خبرې وکړي او نه به د رحمت او عنايت په نظر) د هغوى طرف ته وگوري او نه به هغوى (له گناهونو څخه" پاک کړي او د دغو درې واړو لپاره دردوونکى عذاب دى. ابوذر رضى الله عنه وپوښتل چې: "يا رسول الله صلى الله عليه وسلم له خير او نيکۍ څخه محروم او دغه په نقصان کې اشخاص کوم دي؟ حضور صلى الله عليه وسلم وفرمايل: "يو خو هغه چې پايڅې په پښو کې راکاږي (يعنې پايڅې يې له پوندو کښته وي)، دوهم چې چا ته څه ورکړي او بيا ورباندې احسان کوي او دريم هغه چې په دروغو سوگندونو خپل تجارت ته پراختيا ورکوي.
حضرت ابو سعيد رضى الله عنه وايي چې رسول الله صلى الله عليه وسلم وفرمايل: "(په خبرو او عمل کې) سپڅلى او په ديانت دارۍ سره کاروبار کولو والا شخص به د نبيانو، صادقينو او شهيدانو سره يوځاى وي"
حضرت رفاعه انصارى رضى الله عنه له نبي کريم صلى الله عليه وسلم څخه نقل کوي چې حضور صلى الله عليه وسلم وفرمايل: "د قيامت په ورځ به د سوداگرو خلکو حشر له فاجرانو (يعنې درواغجنو او غاړه غړوونکو) سره وي. مگر (هغه تاجران له دې نه مستثنى دي) څوک چې پرهيزگاري غوره کړي (يعنې په خيانت او ټگۍ اخته نه وي) او په ښېگڼه او رښتياوټينگ ولاړ وي".
د قربانۍ تر ټولو کمه اندازه:
د قربانۍ تر ټولو کمه اندازه د کوچني څاروي (پسه- وزه) يا غټ څاروي (اوښ، مېښه، غوا) اوومه حصه ده.
له حضرت جابر رضى الله عنه څخه روايت دى چې رسول الله صلى الله عليه وسلم وفرمايل: د غوا يا غوايي قرباني د اووه کسانو لخوا او همداراز د اوښ قرباني د اووه کسانو لخوا هم کيداى شي.
د مېښې قرباني:
د عربانو په اند مېښه هم يو ډول غوا ده چې په عربو کې نشته. ځکه نو په دې حديث شريف کې د هغې جلا ذکر نه دى شوى. د مېښې قرباني هم د اووه کسانو لخوا کيداى شي.
د قربانۍ وخت:
د قربانۍ وخت د ذى الحجې د لسمې ورځې د اختر د لمانځه له ادا کولو څخه وروسته پيل کيږي او د ذې الحجې د دولسمې ورځې تر لمر لويدو پورې دى. که چېرې د ښار په يوه ځاى کې هم لمونځ نه وي ادا شوى او چا قرباني وکړه نو دا قرباني نه ده شوې. د اختر لومړۍ روځ د قربانۍ لپاره تر ټولو افضله ده. بيا د دوهمې ورځې درجه ده او ورپسې د دريمې ورځې درجه ده. له حضرت براء بن عازب رضى الله عنه څخه روايت دى چې رسول الله صلى الله عليه وسلم د اختر په ورځ خطبه وويله، په خطبه کې يې وفرمايل: "د نن ورځې له ځانگړو کارونو څخه لومړى کار دا دى چې مونږ د الله تعالى په حضور کې د اختر لمونځ ادا کړو. بيا له دغه ځايه ستانه شو او قرباني وکړو چې څوک داسې وکړي نو هغوى به زمونږ د طريقې سره سم او مطابق وکړي (او د هغه قرباني به صحيح ادا شي) او چا چې د اختر له لمانځه نه مخکې قرباني وکړه د هغه قرباني له سره ونشوه بلکې هغه د خپل کور د غړو لپاره د غوښو خوړلو په خاطر وزه ذبحه کړې ده. تر دې زيات يې هيڅ ارزښت نشته.
حضرت نافع رحمة الله عليه روايت کوي چې حضرت ابن عمر رضى الله عنه فرمايي: د عيد بقر نه وروسته د قربانۍ دوه ورځې دي.
د څاروي حلالولو طريقه او د هغې مستحبات:
وخت:
لومړى دې د لوى اختر لمونځ ادا شي. بيا دې خطبه ولوستل شي او واورېدل شي. بيا دې قرباني وشي.
په عيدگاه کې قرباني کول غوره دي:
حضرت ابن عمر رضى الله عنهما روايت کوي چې رسول الله صلى الله عليه وسلم په عيدگاه کې نحر او قرباني کوله. د همدې حديث پر بنسټ علما ليکي چې په عيدگاه کې قرباني کول افضل دي.
ذبحه او نحر:
له اوښ نه پرته نور د ټولو څارويو حلالولو ته ذبحه وايي او يوازې د اوښ حلالولو ته نحر وايي. د نحر طريقه دا ده چې اوښ ودروي او په نيزې سره په سينه کې ووهل شي چې له لامله يې هغه راپرېوځي که څه هم د اوښ ذبحه کول هم جايز دي خو نحر بهتر دى.
ذبحه پخپل لاس غوره ده:
څوک چې قرباني کوي غوره دا ده چې پخپله لاس څاروى ذبحه کړي خو چې د ذبحې په آدابو پوهېږي. او که نه نو په خپل وکالت دې يې په بل چا ذبحه کړي او پخپله دې هلته موجود وي.
د ښځو د لاس ذبحه حلاله ده:
ځينې خلک د ښځو د لاس ذبحه حلاله نه گڼي. دا هم غلط سوچ دى. د ښځې او پوه هلک د لاس ذبحه صحيح ده. که قرباني کوونکى د دې توان لري چې په خپل لاس څاروى ذبحه کړي نو دا مستحب ده اگر که ښځه وي.
د څاروي په مخ کې چاړه مه تېره کوئ:
کوم وخت چې څاروى ذبحه کوئ نو د هغه په وړاندې د چړې تېره کول مکروه عمل دى ځکه له حضرت عمر رضى الله څخه منقول ده چې هغوى يو داسې شخص چې دغه ډول عمل يې کړى و په درو وواهه.
يو څاروى د بل څاروي په وړاندې مه حلالوئ:
ځکه چې د يو څاروي په وړاندې بل څاروى ذبحه کول هم مکروه دي.
مستحب دا ده چې څاروى په تېره چاړه ذبحه شي. په پڅه چاړه حلالول مکروه دي. همداراز د څاروي له څملولو څخه وړاندې چاړه تېره کړئ. له څملولو وروسته د چړې تېره کول مکروه دي. په دې سره څاروي ته تکليف رسيږي.
د څاروي مخ قبلې ته واړوئ او دا دعا ولولئ:
اني وجهت وجهى للذى فطرالسموات والارض على ملة ابراهيم حنيفاً و ما انا من المشرکين. ان صلاتى و نسکى و محياى و مماتى لله رب العالمين. لا شريک له و بذالک امرت و انا من المسلمين.
تر دې وروسته دې بسم الله والله اکبر ووايي او چاړه دې راکاږي. والله اکبر ويل افضل دي.
بسم الله والله اکبر ويل يوازې په هغه چا واجب دي چې ذبحه کوي. په عوامو کې دا مشهوره ده چې  په ذابح سربېره به يې هغه څوک هم وايي کومو چې څاروى نيولى دى او له ذابح سره مرسته کوي. خو دا سمه نه ده بلکې يوازې ذبحه کوونکي باندې د بسم الله والله اکبر ويل واجب دي. که کوم څاروى داسې حلال شي چې د مرۍ غوټه يې لاندې پاتې شي او څاروى د مرۍ له وروستي بند او له سر سره بالکل متصل ذبحه شي نو ځينې خلک دا گڼي چې گنې دا حلاله صحيح نه ده او څاروى حرام شو. خو دا مطلق غلط فهمي ده. حقيقت دا دى د مرۍ له غوټې نه پورته په ذبحه کولو سره هغه رگونه غوڅيږي د کومو پرېکول چې ضروري دي او په دې سره په بشپړه توگه وينه بهيږي چې په دې سره پرته له شک او شبهې څاروى حلاليږي. هيڅ ډول شک دې نه کوي خو ذبحه کوونکي ته په کار ده چې دمرۍ له غوټې نه لاندې ذبحه وکړي ځکه چې احتياط په همدې کې دى او په دې سره څاروي ته هم اسانتيا وي.
د ستوني د طرف پر ځاى د څټ لخوا د ذبحه کولو حکم دا دوه صورتونه لري:
١_ که د څټ لخوا چاړه راکاږل شي او په يو ځل رگونه غوڅ شي نو هم څاروى حلاليږي خو دا عمل مکروه دى.
٢_ که يوازې څټ غوڅ شي ا و رگونه پرې نکړل شي او څاروى مړ شي يا څټ غوڅ شي او وقفه وشي تر دې چې څاروى مرگ ته نږدې شي بيا په دوهم ځل چاړه راکاږل شي او رگونه غوڅ شي نو په دې صورت کې څاروى حلال نه دى، بلکې مردار دى.
که چيرې چاړه په دومره بې احتياطۍ سره راکاږل شي چې تر مغزي يا حرام مغز پورې ورسيږي يا ورنه سر جدا شي نو ښکاره دې وي چې په دې سره څاروى حرام نه گرځي. خو البته دا کار مکروه دى او له حضرت عبدالله بن عمر رضى الله عنهما څخه دد ې کار منع منقول شوې ده.
که څاروى بې مهاره شو يعنې بې قابو شو او قابو کول يې ستونزمن شول نو د هغې اضطراري ذبحه کول جايز دي. د مثال په ډول په تېره چاړه او يا برچه او يا په بله کومه تيزه آله باندې د ذبحې په نيت بسم الله ووايي او له لرې نه يې پرې ووهي. نو دغه چاړه يا  برچه چې د څاروي په هر ځاى ولگي او مړ شي نو څاروى حلال دى. همدارنگه که څاروي په چا حمله وکړه او هغه د ذبحې په نيت بسم الله وويله او څاروى يې وواژه نو هم حلال دى.
د حلالو څارويو اووه شيان حرام دي:
 
١_ بهېدونکې وينه.           ٢_ د مذکر څاروي تناسلي آله.
 
٣_ خصيتين                                 ٤_ د مونث څاروي تناسلي ځاى.
 
٥_ غدود.                       ٦_ مثانه.                       ٧_ تريخى.
د غوښې ويش:
که په غټ څاروي کې څو تنه شريک وي او په خپل منځ کې غوښه تقسيموي نو لازمه ده په پوره احتياط او وزن سره يې وويشي. په اټکل سره ويشل جايز نه دي. اگر که پخپل منځ کې د کمي او زياتوالي بخښنه هم وکړي. دا د شريعت حق دى چې د چا په بخښنه نه بخښل کيږي. د قربانۍ غوښه درې برخې کول مستحب دي. يوه برخه د خپل اهل او عيال لپاره. دوهمه برخه د خپلوانو او دوستانو لپاره او دريمه برخه دې په فقيرانو وويشل شي.
د څاروي د پوستکي احکام:
١_ د پوټکي په خپل استعمال کې راوستل جايز دي. که څوک ورسره شريک نه وي.
٢_ که پوټکى دپيسو په بدل کې خرڅ کړي نو واجب ده چې پيسې به يې فقيرانو ته په صدقه ورکوي. د څاروي د پوستکي پيسې هغو فقيرانو او مسکينانو ته ورکوي چې په چا باندې زکات کيږي. يعنې هغه چا ته به يې ورکوي چې څوک د زکات مستحق وي. په معاوضه کې د پوستکي ورکول جايز نه دي. پوستکى به د خدمت په بدل کې هم په صدقه کې نه ورکوي.
په پوستکي سربېره د څاروي وړۍ، لړمون، غوښه، چربي يا وازده او يا د څاروي بل کوم څه به هم د خدمت او يا د مزدورۍ په بدل کې نه ورکوي. همدارنگه به يې د قصاب د مزدورۍ يا امام او مؤذن د خدمت په بدل کې هم د معاوضې په توگه نه ورکوي. که قصاب ته مزدوري ورکوي نو له دې نه پرته به يې ورکوي. پوستکى، غوښه او يا د څاروي بل کوم څيز به نه ورکوي. د څاروي رسۍ، غاړه کۍ يا بل کوم څيز به هم د خدمت په معاوضه کې نه ورکوي. د څاروي هډوکي به هم صدقه کوي.
هغه فقير چې قرباني يې نه وي کړې، بې وسه وي نو که هغه په دې ورځ ويښتان، نوکان، د تخرگونو ويښتان، تر نامه لاندې ويښتان او بريتونه واخلي نو الله تعالى به ورته د قربانۍ ثواب ورکړي
-
بېرته شاته