(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د لومړۍ او دوهمې سقاوۍ

[17.Sep.2016 - 21:10]

د لومړۍ او دوهمې سقاوۍ ورته والی
      ‌لیک:عبدالکریم رحیمزی   ، ‌ډینمارک
 د لومړۍ سقاوۍ په دوره کې ملا فیض محمد کاتب هزاره خپلې ورځنۍ لیدنې په تذکرالانقلاب کتاب کې لیکلې دي. سړی چې دا کتاب لولي، نو سمدلاسه یې دوهمه سقاوي ذهن ته ورشي. هغه نارواوې چې په لومړۍ سقاوۍ کې شوي، کټ مټ همغسي نارواوې په دوهمه سقاوۍ کې تکرار شوي دي. د دغو پیښو څو بیلگې ستاسي سره شریکوم.

لومړۍ سقاوي (د تذکرالانقلاب په کتاب کې، د ملا فیض محمد کاتب هزاره د سترگو لیدلی حال)
سره له دې چې دوی د مسلمانۍ او دیندارۍ دعوې کوي، کابل ته له راتگ سره سم یې بې ناموسۍ، چور او غلا ته مخه کړې او دومره بدې کړنې کوي چې اسلام یې بدنام کړ. حتی د دغه ناورین لیکونکی چې اهل اسلام دی د دوی په دیندارۍ او مسلمانۍ په زرهاوو لعنت وایي، د خدای پاک نه دوی ټولو ته د اسفل‌السافلین غوښتونکی دی او غواړي یي.
په غله او قاتل د مجاهد او غازي نوم ایښودل کېږي.  څه باید وویل شي: دوی دومره وژنې وکړې او د اسلامی ټولنې ځواک یې دومره ضعیف کړ چې سل کاله به بیرته خپل لومړي حالت ته رانشي او د دولت ذخیرې او شتمنۍ چې د هیواد او ناموس د ساتنې او د دښمن نه د ملت د دفاع په خاطر ساتل شوې وې، ټولې یې چور او غلا کړې.

دوهمه سقاوي:
د ډاکتر نجیب د حکومت د سقوط نه پس کابل ته د مسعودخیلو د ننوتلو سره سم چور پیل شو. د ارگ چې څه فرش او ظرف وه ټول تري تام شول. د وزارتونو نه نیولې تر مدیریتونو پوري ټول دفترونه د غنیمت په نوم چور شول. نه کوم دولتي موټر پاتې شو، نه میز او نه چوکۍ. د دولت د خوراک، پوشاک او وسلې  دیپوگانې د هر څه نه خالي شول.
دوی ځانونه مجاهدین بلل او که به چا د دوی د چور او نارواوو په وړاندی کوچنی غږ پورته کړ، نو بیا به وهل او ډبول وو او سمدلاسه به د کمونست ټاپه پرې ووهل شوه. خلکو په وهم او ډار کې شپی سبا کولی ځکه چه حالت ورځ تر بلی د خرابیدو په لور روان وو. داسی وخت راغی چه د کابلیانو نه ناموس، نه ژوند او نه مال خوندی وو او ورو ورو خلک دی ته اړ شول چه زرترزره زره د کابل نه نورو ولایاتو او هیوادو ته کډه وکړي.

لومړۍ سقاوي  
پس له دې چې د سقاو زوی او سید حسین د جنگ وزیر او پردل سپهسالار و داسی نور غله چې خپل ځانته یې د منصب بیلابیل لقبونه ورکړي وو، په چور او مفاسقت پیل وکړ او په دې بهانه چې د دغه او هغه کور نه د ټوپک غږ راغی، کورونو ته به په زور ډله ډله ننوتل او د ښځو، پیغلو او هلکانو په بې ناموسۍ او بې عزتۍ به اخته شول او په پای کې به یې د کور مال هم ځان سره وړل.

حبیب الله کلکاني په دې بسنه نه کوله او کومه نجلۍ به یې چې ډیره خوښه شوه ځانته به یې په زور نکاح کوله. ده د محمد علی خان لور وغوښته، خو کورنۍ یې منفی ځواب ورکړ. د سقاو زوی بالاخره زور ته مخه کړه خو نجلۍ د ده سره د نکاح نه د خلاصون لپاره زهر وڅښل.

دوهمه سقاوي
کله چې په دولتي ځایونو کې داسی څه پاتی نشول چې چور او یا غلا شي، مجاهدینو!  د عامو خلکو د مال په چور او غلا پیل وکړ. کورنو ته په زور ننوتل او څه به یې چې خوښ شول، له ځان سره به یی وړل.
وحشت دومره زیات شو چې هیچا خپل ناموس، سر او مال خوندي نه احساساوه. دوی نه په کور کې خوندي وو او نه د باندی.

دوی به خلک ودرول، او مال لکه قیمتي ساعت، جمپر او یا خولۍ به یې په زور اخیستل او یا به یې بیرته په دوی خرڅول. ټکسي به یې ودراو، د ډیرور نه به یې پوښتنه وکړه چې دا تکسی ورڅخه په څو اخلي. ډیرو به په حیرانتیا او عاجزۍ ورته وویل چې دا مې خپل موټر دی؟ دوی به ورته وویل چې اوس ستا نه دی که یې اخلې ارزانه یې درکوو او کنه د موټر نه ښکته شه.

جاوید موهستانی چې پښتانه یې بې تمدنه بللي او لا هم په ځینو رسنیو کې د یوه بې پرې شنونکي په توګه معرفي کېږي
جاوید کوهستانی چې پښتانه یې بې کلتوره او بې تمدنه بللي او لا هم په ځینو رسنیو کې د یوه بې پرې شنونکي په توګه معرفي کېږي

د خلکو په ناموس باندی د تیري پیښې ډیرې زیاتې وې. د لومړي سقاو نه د خلاصون په خاطر د نجلۍ زهر څښل، ناهید را په یاد کړه چې په دوهمه سقاوۍ کې یې ځان د سقاویانو له تیري نه د ژغورلو په خاطر، د مکروریان د بلاک د دریم منزل نه ښکته واچوه او مړه شوه.

لومړۍ سقاوي (۱۶۹ پاڼه)
او په دغه ورځ د خوشی کلی چې اوسیدونکي یی شیعه مذهب وو د سقاوي لښکر تر یرغل لاندی راغی او د کلي په چور او د اوسیدونکو په وژلو یې پیل وکړ، حتی تيخوري ماشوم چې د مور په غیږ کې د تي رودلو په حالت کې وو له مور سره یی یو ځای په په مرمۍ وویشت.

دوهمه سقاوي
د دوهمې سقاوۍ لښکرو د کابل پر افشار یرغل وکړ او د خلکو په عامه وژنه یې پیل وکړ. ماشومان، ښځې سپین ږیري هر څوک به یې چې تر سترگو شول د گولیو باران به یی پرې پیل کړ.  په ښځو باندی یې جنسي تیری وکړ او کورنه یې چور او وران کړل.

لومړۍ سقاوي (۷۱ پاڼه)
د جلال آباد او کندهار لخوا د حملې د ویرې نه، سقاویانو د عین المال خزانې او ډیر بیت‌المال په شپو او ورځو کوهدامن ته انتقال کړل.

دوهمه سقاوي
کله چې سقاویان پوه شول چې طالبانو ته نشي ټینگدای، د کابل د پریښودو نه مخکې او ورسره سم دوی اکثر دولتی منقولې شتمنۍ پنجشیر ته انتقال کړې.
په پای کې د لومړۍ او دوهمی سقاوۍ یوه بل ورته والي ته اشاره کوم چې جاوید کوهستاني ته خپل تمدن ورپه یاد شي.

لومړۍ سقاوي (۷۱ پاڼه)
هغه سپین چینی ظرف چې د امان‌الله خان د هستوگنځی په  تشناب کې د بولو لپاره ایښودل شوی و، سقاویانو په هغې د ښوروا خورۍ کاسي او په تشناب باندې د خوړنځی گومان وکړ. ښورا یې د بولو په ظرف کې واچوله، ډوډۍ یې په کې وړه کړه او په مزه یې وخوړله.

دوهمه سقاوي
سقاویانو د ارگ په چور او غلا کې ځینی یادگاري عکسونه هم اخیستی. په لاندینی عکس چې ویل کېږي اوسنی د کورنیو چارو وزیر دی د تشناب په ټپ کې ډډه اچولې. خدای خبر چې دغه سقاو په تشناب د خوب کوټه او په ڼپ د کټ ګومان کړی.
په درناوي

-
بېرته شاته