(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

ډاکټر ایاز یوسفزی

[01.Oct.2016 - 09:32]

لیک: ‌ډاکتر لطیف یاد
ډاکټر ایاز یوسفزی  دطب ډاکټر دی او دزوکړې اصلي ځای یې د پښتونخوا دبر دیر دکارو درې د دوړیال کلي  دی او په خټه یوسفزی پښتون دی. ده خپلې لومړنی او ترلسم ټولګي( جومات)  پورې زده کړې په خپلې سیمې کې تر سره کړي دي او بیا  دنورو زده کړو لپاره دپيښور اسلامیه کالج ته تللی او تر دولسم ټولګي  (جوماته )پورې یې په همدغه کالج کې خپلې زده کړې بشپړې کړي دي . برسیره پردې چې دطب ډاکتردی په سیاسي علومو کې  یې هم خپله ماستر ډیګري ترلاسه کړې ده .
ښاغلی ډاکټر  ایاز یو سفزی وایی چې د ماشومتوبه یې دپښتو ادب او شعر او شاعرۍ سره مینه وه او دپښتو شاعرانو دیوانونه به یې لوستل  چې په دغو پښتو شاعرانو کې د خوشحال بابا، رحمان بابا، حمید بابا، علي خان بابا، حافظ الپوري، غني خان، امیر حمزه شینواري، خاطر اپریدی اؤ نور ګڼ شمېر شاعرانو نومونه اخیستلی شو.
ښاغلی ډاکټر ایاز یو سفزی صیب وایی چې د شعر سره سره نثر او په  ځانګړې توګه اصلاحي اؤ تنقیدي نثریې  ډیر خوښ دی. د دې تر څنګ یې  تاریخ  تر ټولو د خوښې ډګر دی او ډیره مینه ورسره لري ، په تیره بیا دپښتنو دتاریخ په اړوند کتابونه یې ډیر خوښیږي . 
ښاغلی ډاکټر ایاز یو سفزی صیب دخپل پښتون ټبر پر ناخوالو او ددوی په بدمرغیو ځوریدلی انسا ن دی او ددغو ټولوبدمرغیو په اصلی رازونو پوه دی. دی پر دې باورلري چې که څه  هم پُښتون وطن د خزانو اؤ هر نعمت نه ډک دی، هره پېرزونه پرې شوې ده ،خو د خزانو د وطن وګړي بیا هم نهر اؤ دپرديو مزدوران دي.دی دپښتون اولس دبربادۍ او بدمرغیو اصلی عامل په پښتني ټولنه کې دعلم نشتوالی بولي .
ښاغلی ډاکټر ایاز یوسفزی اوس مهال په سعودی عرب کې په یوه روغتون کې کار کوي ، خو دخپلو طبی کارونو تر څنګ په پښتو ژبه لیکنې کوي ، شعرونه وایی  اوډیر کتابونه یې پښتو ته ژباړلي دي .نوموړی په دې اند دی چې  پهٔ پُښتو ادب کې د نثر ډیر کمی دی، باید پهٔ دغه اړه خپله هڅه وکړم اؤ خپلې ژبې ته یؤ څهٔ لږ ډیر نثري لیکل ور اضافه کړم.
دده هغه کتابونه چې پښتو ته یې ژباړلي دي دادي :
۱- فتح نامه سندهـ یا چچ نامه: 
چې دسند هـ لرغونی تاریخ دی او په فیسبوک کې په څو برخوکې لوستونکو ته وړاندې شوی دی.
۲-مرييتوب او توکم پالنه (غُلامي اور نسل پرستي)
۳- ورک شوی  تاریخ ( ګمشده تاریخ) 
۴- دګوتم بد هـ ( بودا) ژوند او اندونه 
ښاغلی ډاکټر ایازیو سفزی پښتو ته دپورتنیو  ژباړل شوو کتابونو سربیره شعرونه هم لیکلي  دي چې دبیلګې په توګه دده یو غزل ستاسو آغلو اوښاغلو دوستانو سره شریکوم:
غزل
کهٔ مې هر څومره زړهٔ ستا پهٔ مینه کلک شو
خو فراق دې سم اوبهٔ کړو، سم نازک شو
چې روزي يې خیراتونه وو د کلي
نن هغه سړی د دې کلي ملک شو
خپله ژبه، خپل هڅوب يې کړو بې قدره
د پُښتون قدر خو ځکه لاړه ورک شو
چې مې څړیکې شوې اوبهٔ، بڼو له راغلې
پهٔ زړګي بار شوی پنډ مې هله سپک شو
مُغل خیل به ورته ټيټ سرونه ګرځي
خو ارمان کهٔ هر پُښتون خوشحال خټک شو
مړه هسې مې ناڅاپه چغه ویسته
مړه هسې مې دا زړهٔ میرات راډک شو
د خاوند غوښو ته ژاړي، کونډه وائي
خُدایه ستا پهٔ خُدايۍ باندې مې شک شو
هغه تا چې وو راکړی کهٔ دې یاد شي
د زړګي هغه پرهر مې یار ګزک شو

زه دښاغلی ډاکټر  ایاز یو سفزی صیب سره دتیرو دوه نیمو کلونو راپدیخوا دفیسبوک له لارې آشنا شوی یم . ما دفیسبوک له لارې له ده سره څو څو  ځلې اړیکی نیولي دي. دده سره دخبرو اترو په ترڅ کې راته ثابته شوه چې ښاغلی ډاکټر ایاز یو سفزی صیب یو دروند شخصیت ، عالم او په  پښتو او پښتونوالې  مین انسان دی. دی ډیر مودب ، حلیم او دلوړپښتني کرکټر خاوند دی . زه ښاغلي ډاکټر ایاز یوسفزی صیب ته دژوندپه ټولو چارو کې دزیاتو خوشالیو او بریاوو هیله کوم او دده پر ملګرتوب ویاړم.

-
بېرته شاته