(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د خیال اوونۍ

[10.Oct.2016 - 07:35]

د خیال اوونۍ ، د مینې اوونۍ 
ټاکل شوې ده چې د پاک _ افغان خبريالانو د سولې دټولنې له خوا دپېښور په نشترهال کې د اکتوبرله( ٢٤ ) څخه د پښتوغزل ( شهنشاه) خيال محمد پر ژوند او پښتو موسيقۍ ته يې د خدمت پر پار نوموړي ته درنښت درې ورځنۍ غونډه جوړيږي پرسر به ورته دپښتو دغزل (شهنشاه ) تاج کېښودل شي
ښاغلی میا فاروق فراق وایې، چې 
د اکتوبر د څلیریشتمې نه د پښتو غزل د شنهشاه استاذ خیال محمد اوونۍ نمانځو ، پیښور کې به د دریوؤ ورځینو دستورو په ترڅ   کې د استاد خیال محمد تاجپوشي کوؤ ، دخپل پلرني ټاټوبي افغانستان، پښتونخوا اؤ کوئټې پښتانه په یو ټغر کښینوؤ ، دخپلې خاورې، اولس، خپلو اتلانو، کلتور، ادب اؤ امن په پیاوړتیا خبرې کوو،‌سندرې اورو، مشاعرې اؤ بنډارونه کوؤ ، د تاریخي مقاماتو چکرې وهو اؤ خپل ملي اتڼونه کوؤ ، ملګرو ددغه دستورو دپاره که څوک هم دخیال محمد استاد انځورونه جوړولی شي یا ورته بله خپله د مینې ډالۍ وړاندې کول غواړي نو سترګې په لار به یو ورته ، زمونږ به کوشش وي چې تر خپله وسه هر ملګري ته دغه دستوره کې د ګډون بلنه ورکړو خو که کوم ملګري په کې د ګډون خواهش لري نو ان بکس مې درته حاظر دی
ستاسو فاروق فراق

-
بېرته شاته