(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

دپښتو یاګانو

[11.Oct.2016 - 11:58]

ډاکټر لطیف یاد 
دپښتو په نثر او نظم کې دپښتو یاګانو سم استعمال او کارونه ډیره ضروري خبره ده، که چیرې څوک په خپلوپښتو لیکنو کې دغه یاګانې په سمه توګه ونه کاروي او مراعات یې نکړي نو په لوستلوکې ګډوډي رامینځ ته کیږي او کله کله د پښتو یاګانو ناسمه کارونه دیوې جملې او متن مانا بدلوي .
ماته ډیر دوستان خپلې لیکنې رالیږي چې زه یې ورته سمې او تصحیح کړم .که څه هم دوی دپښتو ژبې ښه لیکوالان دي ،خو بیا هم دغه یاګانې نه مراعاتوي ، حال داچې ددغو یاګانولیکنه او دکارولو طریقه ډیره آسانه ده .دلته زه دآغلو اوښاغلو دوستانو دپوهاوي لپاره په لنډه توګه ددغو یاګانو یو څو بیلګې راوړم چې دوی ته به بې ګټې نه وي .
په پښتوکې موږ پنځه ډوله یاګانې لرواوهغه دادي :
۱- بې ټکو یا چې دنرمې یا په نامه یادیږی اوهغه داده ( ی)
په مفردو نارینه نومونو کې یې مثالونه دادي : زمری ، پسرلی، منی ، اوړی، منګی، لرګی 
په ځینو کړونو ( فعلونو) کې هم راځي لکه :ویشلی ، ژړلی ، خوړلی ، لیدلی ،کتلی
۲- هغه یا چې څنګ پر څنګ ټکي لري او معروفه یا یې هم بولي او هغه یا داسې ده (ي)
بیلګې یې : هغه مفردنارینه نومونه چې په ی سره پای ته رسیدلي وي لکه سړی چې جمع یې سړي دي منګی چې جمع یې منګي دي.زمری چې جمع یې زمري دي.
په ځينو مفردو نومونو کې هم کارول کیږی لکه نندارچي ، توپچي ، موچي او نور 
ځینې نورې بیلګې یې دادي :، سیاسي ، اقتصاد ي ، فرهنګي ، نشراتي او داسې نور
۳-اوږده یا هغه یا چې لاندې باندې دوه ټکي لري او هغه داده ( ې)
بیلګې یې : هغه مفرد ښځینه نومونه چې په زور پای ته رسیږی او جمع کیږی :
د بیلګې په توګه : ښځه = ښځې ، وړانګه = وړانګې ،ډیوه = ډیوې
۴- زورکۍ والا یا لکۍ داره یا اوهغه داده (ۍ)
بیلګې یې وړۍ ، شړۍ ، سپوږمۍ ، ملالۍ ، نرۍ ، نتکۍ
۵- همزه لرونکی یا چې داده ( ئ) 
دا په ځانګړي ډول د امر او نهی په فعلونو کې راځي لکه : راشئ ، وخورئ ، کښینئ ، 
پاڅئ ، مه راځئ ، مه کوئ اونور .

 

-
بېرته شاته