(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

ياره قلندر ته

[11.Oct.2016 - 12:20]

ياره قلندر ته دعاګانې کړه

له خېبر اورګ ډاټ کام نه
دادنيا دومره په تيزۍ روانه ده چې نه څوک پشا ګورى اونه ورسره دومره وخت شته اوبله داچې که چاپشا وکتل نو يودم به دنورو دپښو لاندې وى اوبيابه ئې هډګډ مات وى. قلندر چې دپښتوادب يو زبردست نوم دے بلکې حقيقت خودادے چې په پښتو ادب کښې مونږ ريښتيا په ريښتيا مونږ چاته ً عالم اوپوهانً خو وئيلے شو نو هغه قلندر مومنددے، هغه ورځ قيصه خانه کښې روان وم چې دشهيدانو يادګار له اورسيدم نو لږ ودريدم اومخامخ مې د حضرت شاه دا رالکتابت ته کتل شروع کړل ، دروازې اوکړکۍ بند دے خوزۀ په تصوير کښې هغه وخت ته لاړم چې دا دارلکتابت به اباد وو يو طرف ته به ديوال سره خواکښې حضرت شاه باچا او غلام عباس کتاب کولو اودې بل طرف ته به مونږ په پوزى باندې غوبل لګولے ؤ زۀ قلندر سردار خان فنا ايوب صابر ،محمد خان خليل څه ښکلے وخت ؤ - نودغلته مې قلندر مومند ته فکر شو چې دپښتو ادب دومره لوئې سړے دومره لوئې نوم او دومره لوئې عالم نن داسې هير دے لکه چې چرته وو نه - قلندر پخپله يوځل وئيلى وو چې ، دجهان ښکلى به خدائې خبر چې څه کا قلندر مومند که بې وخته وفات شى خودا ورته پته نه وه چې داظالمه دچا وفات کيدو ته هم انتظار نه کوى بلکې ژوندے ئې داسې هير کړى چې دمرګ نه هم زيات وى دجهان په کومو ښکلو چې قلندر دومره نيازيدو او ورسره غم ؤ چې زما نه پس به د غريبانانو څه حال وى هغه ښکلى نن سبا خبر هم نه دى چې قلندر چرته دے ، په کشار دخپلو هم خبر نه شوم داسې غلے دے په ورکوکښې شامل کړم داقصور نه دخلقو دے اونه دقلندر د وخت دګاډى رفتار دومره تيز شو چې څوک يوخوابل خوا دکتو وخت هم نه لرى - هرسړے په خپلو خولو کښې دومره ډوب دے چې که زړۀ ئې غواړى نو دچاتپوس نه شى کولے نوقلندر هم ناست دے اوځان سره ګوڼيږى چې ، دصبر ساه مې په سکيندوشوه ته به کله راځې دراتلو واله چې وو هغه اوس دراتلونه پاتې شوه ، اوداخبره قلندر ته هم معلومه ده ځکه خوئې په اخره کښې ووئيل ،چې دقلندر دارمانى ژوند عن علاجه مرګه هغه خو اوس دنه راتلو شوه ته به کله راځے خوداټوله خبره مادې دپاره نه وه شروع کړې چې صرف قلندر نوحه او وائم بلکې دهغه يوه خبره مې نن بار بار مخې مخې ته راځى اوهغه خبره داده چې ، ياره قلندر ته دعاګانې کړه اوس کنى پښوکښې غزل چرته دے او دا بلکل حقيقت دے کوم وخت کښې چې قلندر داخبره کوله هغه وخت بياهم ښه ؤ پښتو کښې غزل ؤ - خو نن --- نن پته نشته چې دپښتو غزل چرته لاړو حالانکه که په شماروى نوغزلې داول نه زياتې ليکلى شى اوډير غزل ګوشاعران ډيرې غټې غټې دعوې هم لرى، خوکه په ريښتيا وى نو دپښتو غزل ډير پخوا سرخوړلے دے ، زۀ دچانوم نه شم اخستے ځکه چې دمچو راپارولو توان څوک لرلے شى خو داحقيقت دے چې غزل دپښتو نه اوس کړن شوے دے يوڅو شاعران ښکارى چې لږه لږه ګزاره کوى ، خو هغوى هم يو خيالونه اړوى رااړوى ، ياصرف دالفاظو ګلکارى کوى - په دې لحاظ باندې مردان لږه ګزاره کوى - خوپه دومره لږه ګزاره دپښتو کارچرته کيږى - اخر پښتو دومره خواره خونه ده لکه داڅومره چې ښکارى - ډير کوشش وکړے اوهرڅه راجمع شى نودپښتو دجولۍ يوه پيسکه هم دښه غزل نه نه ډکيږى حالانکه قلندر چې کومه زمانه کښې دغه خبره کوله هغه زمانه کښې هم دپښتو لمن کم ازکم ددې موجوده وخت نه زياته ډکه وه.

 

-
بېرته شاته