(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

خبره ولاړه ډنډوره شوه!

[18.Oct.2016 - 18:24]

خبره ولاړه ډنډوره شوه!
لیک: شاهین بونیری

په پاکستان کې ډېری خلک د مزدور ارشد خان ښایست هم د هند خلاف د کرکې او ټوکو مسخرو لپاره استعمالوي.
په اسلام اباد کې په یوه ؛جونګړه رېسټوران؛ کې یو اتلس کلن پښتون مزدور چای پخوي ــــ د چای پتلې نه په اوچتېدونکي لوګي کې ورته په مردان کې په خپل کور کې خپل مور پلار، خویندې، وروڼه ښکاري ـــــ د هغوی خړ پړ قسمتونه ورته ښکاري.
په دې کې دیوه پېغله راځي ــــــ پښتون مزدور له تصویر وباسي ــــ په خپل ټویټر او فېسبوک پاڼه يې خوروي ـــــــ او لږه شېبه تېره نه وي چې په زرګونو خلک د هغه تصویر خوښوي ــــ د هغه د ښایست او ځلمیتوب ستاینه کوي ـــــ د هغه د شنو سترګو ، سپین مخ او چینار چینار ځوانۍ سندرې وايي ــــــ او بیا داسې هم کېږي چې د واګه د پولې هغه خوا په هندوستان کې هم زړونه راګرموي!
په فېسبوک په یوه ورځ کې د هغه تصویر شل لکه خلکو خوښ کړو.
ما هم خوښ کړو! د مزدور ارشد خان تصویر ته مې کتل ـــــــ ما ویل زموږ هم عجیبه ملک دی ـــــــ ارشد خان له تعلیم او روزګار نه شي ورکولی خو د هغه یو تصویر په زړه او سترګو کې ځايوي... ستایلی يې شي، مینه ورسره کولی شي.

بیا خپلې سودا سوات، باجوړ، پیښور، وزیرستان او کوټې ته یوړم ــــــ او هغه د ارشدخان غوندې ټول ښایسته او مست ځوانان مې مخې له راغلل چې د هاتیانو په جګړه کې تر پښو لاندې شول، خاورې اېرې شول، هېر شول او تېر شول ــــــ نه يې چا تصویر واخیستلو او نه يې چا د ملالې ځوانۍ پوښتنه وکړه.

که دا خبره دغه ځای ختمه شوې وی نو بیا به هم ښه وه ـــــ خو خبره ولاړه ډنډوره شوه ـــــــ د ټي وي چېنلونو خبریالانو ټول کارونه پرېښودل او په اسلام اباد کې د ارشد خان په تلاش کې ووتل ـــــــــ د ټي وي سکرینونه ؛سره؛ شو ـــــ بریکنګ نیوز ــــــ بالاخر د یو ټي وي چینل خبریال ارشد خان وموند. ــــــ ارشد خان د چایو په یو چوپال کې ولاړ دی ګیر چاپېره ترې نور مزدوران ناست دي، ارشد خان وايي چې نن یو شل جینکۍ راغلې وې او له هغه سره يي تصویرونه اېستلي دي ـــ او دا چې هغه ډېر خوشاله دی ــــــ ساده باده پښتون ځلمی دی ـــــ د خبریال د پوښتنو په شا پټو معنو ته نه ګوري ــــــ خبریال بیا بیا وايي چې ارشد خان په هندوستان کې هم له جینکو زړونه وړي دي ــــــــ دلته په ټویټر یو ښاغلی لیکي چې ارشد خان د هند خلاف د پاکستان سرجیکل سټرایک دی ــــــ بل لیکي چې ارشد خان لرو نو بیا نورو وسلو ته څه حاجت دی؟

په یو ساعت کې یوه معصومه شان خبره ــــ پولیټیسایز شوه ــــــ سیاسي شوه ـــــ یعني مزدور ارشد خان ته څوک د هغه د ښایست ستایلو یو څو شېبې هم نه پرېږدي او د هغه وجود هم د هند خلاف د نفرت او ټوکو مسخرو لپاره استعمالوي.

د ارشد خان د هند سره څه کار هغه او د هغه په شان په لکهونو نور ؛ارشدخانان؛ خو په خپل کور دوه وخته ډوډوۍ غواړي!

-
بېرته شاته