(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

ملیوني پروژه، یتیم ننګرهار

[26.Oct.2016 - 21:01]

ملیوني پروژه، یتیم ننګرهار او نوی والي 
لیک : فضل ربي شیرزاد
د کابل- جلال اباد د دویمې لارې د رغولو په اړه یې لیکم. هغه پروژه چې د مافیايي کړیو په منګولو کې غورځیدلی. دغه ستره او حیاتي پروژه د اسیايي پرمختیايي بانک لخوا تمویلیږي. د سړک ټولټال اوږدوالی ۱۵۰ کیلومټره دی چې د ننګرهار او کابل له بیلابیلو ولسوالیو تیریږي. ددغه سړک سل کیلو مټره (د ننګرهار له بګرامیو تر څپرۍ) په ننګرهار کې تیریږي او د یوې چینايي کمپنۍ ( XBRB) لخوا رغول کیږي. پاتی پنځوس کیلومټره چې د کابل ولایت اړونده ولسوالیو څخه تیریږي د یو افغاني ساختماني شرکت لخوا رغول کیږي.
د کابل – جلال اباد دغه تاریخي لار د ماهیپر د خطرناکې او غرنۍ لارې تر ټولو غوره بدیل او له څو اړخونو د خورا زیات اهمیت درلودونکی ده. تر ټولو زیات اهمیت یې په دې کې دی چې ددغې لارې په رغولو سره د ماهیپر پر لار د وسایطو دګڼې ګوڼې په کمیدو سره  دترافیکي پیښو شمیر راټیټیدږي او د ګڼ شمیر انسانانو دمرګ ژوبلې مخه نیول کیږي. له بلې خوا، دغه لار د ننګرهار بزګرانو ته ددې زمینه برابروي چې خپل کرنیز محصولات په خورا کم لګښت سره د کابل تر بازارونو راورسوي. پردې برسیره، ددغې لارې رغول د ننګرهار او کابل په ځینو ولسوالیو کې د امنیت په ټینګښت کې خورا زیاته مرسته کوي. دولت کولی شي، په ډیرې اسانۍ سره د حصارک، شیرزادو، خوږیاڼیو او سره رود ولسوالیو ته ځان ورسوي او هلته عامه خدمتونه خلکو ته وړاندی کړي.


دغه لار، له تاریخي پلوه هم د خورا زیات اهمیت درلودونکي ده. دبیلګې په توګه، د ماهیپر د لارې تر رغولو وړاندی د کابل او جلال اباد تر مینځ د تګ راتګ اساسي لار وه. د مملې ( نملې) تاریخي باغ د همدې لارې پرسر پروت دی. د ګندمک سیمه همدلته ده او د بابر جسد له همدې لارې لیږدول شوی.
ددغه سړک د ننګرهار د برخې کار ۱۰۹ ملیونه امریکايي ډالر بودجه لري چې د ( XBRB) چینايي کمپنۍ لخوا رغول کیږي. حا جي کاتب، چې د مارشال فهیم او د کورنیو چارو د اوسني وزیر (ښاغلي جاهد) له کورنۍ څخه دی، په دغه پروژه کې ۵۱٪ ونډه لري. د یاد سړک کار د ۲۰۱۴ کال په وروستیو کې پیل او د قرارداد له مخې باید د ۲۰۱۷ کال د اپریل په میاشت کې بشپړ شي.
د قرار داد له مخې، د ۲۰۱۶ کال د اکتوبر تر میاشتې باید ۵۰ ٪ کار بشپړ شوی وی. دا چې همدا اوس د اکتوبر میاشت په ختمیدو ده، خو یوازی څه دپاسه ۱۰٪ کار بشپړ شوی چې د اندیښنې وړ دی. حاجي کاتب او چینایان نا امني د کار د ځنډ لامل بولي خو د سیمي خلک او مشران بیا نورې خبرې کوي.
د سیمې خلک او ځینې چارواکي ( د نوم نه ښودلو په شرط) په دې باور دي چې ناامني یوازی پلمه ده. حاجي کاتب او چینایان د پروژې د بشپړولو اراده نه لري. شپږ ملیونه امریکايي ډالر یوازې او یوازې د پروژې د امنیت لپاره ځانګړي شوي. په لومړیو کې، د عامه ساتنې ( محافظت عامه) ځواکونو سره د پروژې د امنیت قرارداد شوی وو چې بیا ځلې د ناروښانه دلایلو له امله تمدید نشو. سره له دې چې محافظت عامه یوازنی بنسټ دی چې د پیسو په بدل کې ددغه ډول پروژو لپاره امنیتي خدمتونه برابروي، خو د یو غیر عادي اقدام له مخې اوسمهال د ننګرهار له امنیه قوماندانۍ سره د پروژې د امنیت قرارداد شوی. امنیه قوماندانۍ ته د پروژې د کار د خوندیتابه په بدل کې پیسې ورکول کیږي. ننګرهار امنیه قوماندانۍ د سړک د امنیت لپاره شاوخوا ۲۷۰ تنه ساتونکي ګمارلي چې تنخواګانې یې د پروژې له بودجې څخه ورکول کیږي.
ویل کیږي چې حاجي کتاب له خپل نفوذ څخه په ګټې اخیستنې، له یوې خوا د پروژې له ګڼ شمیر ساتونکو څخه د خپلو شخصي باډیګارډانو په توګه کار اخلي او له بلې خوا ګڼ شمیر یې خیالي ساتونکي دي چې په سیمه کې شتون نلري. سره له دې چې په دغه سیمه کې د بیکارۍ کچه ډیره لوړه ده او  زیاتره هغه مسلکي ځوانان چې په ملي اردو او ملي پولیسو کې  د دندې تر بشپړولو وروسته خپلو کورونو ته راګرځیدلي، په کورو ناست دي خو د حیرانتیا خبره دا ده چې زیاتره ساتونکي د حاجي کاتب له خپلوانو او اشنایانو څخه استخدام شوي.
ښاغلي منګل په ننګرهار کې د والي په توګه په خپله لومړۍ وینا کې له خلکو سره خورا ګرمې ژمنې وکړی. له خلکو یې وغوښتل چې په رسمي وخت کې دې د مبارکیو لپاره نه ورځي، د غازي امان الله خان او خان عبدالغفار خان په مزارونو یې د ګلو ګیډۍ کیښودې، د پوهنې، ټولنیزو چارو او ځینو نورو ولایتي ادارو څخه یې لیدنې وکړی. له ښاغلي والي څخه د ولسونو غوښتنه دا ده چې که واقعا ننګرهاریانو ته د خدمت تکل لري، دغه پروژه دې د مافیا له منګولو وژغوري. د سیمې د خلکو غوښتنو ته دې درناوی وکړي او پروژې دې له ناکامۍ وژغوري. ولس له خبرو او تشریفاتو تنګ شوی، عملي کار غواړي.
 (فضل ربي شیرزاد)

 

-
بېرته شاته