(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د تا ريخ پاڼه

[03.Nov.2016 - 11:00]

لیک: ډاکټر لطيف ياد 
د کابل د مغولي و اکمن ميرزا الغ بيک له خوا ديوسفزيوپښتنو د٨٠٠ تنو مشرانو شهيدانول
يوسفزي په اصل کې سړبني پښتانه دي٠ دپښتنو د دوديزو شجرو پر بنسټ سړبن نيکه درې زامن درلودل چې کند،زمند او کاسي نوميدل ٠کند دوه زامن درلودل چې يو غری نو ميد چې اولادې ته يې غوريا خيل وايي٠دکند دويم زوی خښی يا خاښي و چې دمک او مند په نامه دوه زامن يې درلودل او اولاده يې دښاخي خيلو په نامه ياديږي ٠مند نيکه د وه زامن درلودل چې يو يوسف نوميد چې اولادې ته يې يو سفزي وايې او بل يې عمر نوميدچې اولاده يې د مندړو په نا مه ياديږي٠ 
د ښاخي خيلو پښتنو چې يو سفزي يې هم اولاده ده لومړنی استو ګنځی د غوړې مرغۍ په نامه سيمه وه چې دافغانستان د کند هار دارغستان په سيمه کې دسور غر او غونډان تر مينځ پرته وه٠
په هغه وخت کې چې يو سفزي په غوړه مرغۍ کې ا وسيدل نو ددوی او تر ينو پښتنو تر مينځ د ځمکو او وبو پر سر شخړې او لانجې رامينځ ته شوي ٠ په پای کې ټول ښاخي خيل چې يو سفزي هم پکې وو دغوړې مر غۍ نه دڅوارلسمې زيږديزې پيړۍ په پيل کې دکابل پر لور راوخو ځيدل او دزابل او غزني پرلاره يې ځانونه کابل ته راورسول٠ په دغه وخت کې په کابل کې مغولي ميرزا الغ بيک واکمن و٠ په پيل کې دمير زا الغ بيک او د يو سفز يو تر مينځ اړيکې خوږې وې ٠ خو کله چې ميرز ا الغ بيک پردې خبرې پوه شو چې ديو سفزيو ځواک ورځ په ورځ پياوړی کيږي نو ددوی تر مينځ اړ يکې ترينګلې او خرابې شوې او الغ بيک هم دپښتنو يو ه بله قبيله چې ګګياڼي نو ميږي ديو سفزيو پر خلاف راپورته کړل او پخپله الغ بيک هم خپل پو ځونه دګګياڼيو مرستې ته واستول څو ديو سفزيو پر خلاف وجنګيږي٠،خويو سفزي داسې پياوړي وو چې ګګياڼيو او دالغ بيک پوځونو ته يې ماتې ورکړه٠
کله چې ميرزاالغ بيک پوه شو چې پر يو سفزيو يې زور نه رسيږي نو دچلو نو او دوکو نه يې کار واخيست ٠هغه ديو سفزيو مشران او ملکان راوغو ښتل او دهغوی ډېر درناوی يې وکړ٠ يو سفزي هم دميرزا الغ بيک په چلو نو او دوکو وغوليدل٠ يوه شپه ميرزا الغ بيک ديو سفزيو ٨٠٠ تنومشرا نو او ملکانو ته دميلمستيا بلنه ورکړه او الغ بيک دملک احمد نه پرته ديو سفزيو دغه ټول ۸٠٠ مشران او ملکان د ميلمستيا په وخت کې له تيغه تېر کړل او له دوی سره يې ستره جفا او دوکه وکړه٠ د يو سفزيو ددغو ٨٠٠ تنو مشرانو او ملکانو اديره اوس هم دکابل په سياه سنګ کې شته ٠ دا خواشينوونکې پيښه د ١٤٨٠ او ١٤٩٠ زيږديزو کلو نو په شا او خوا کې رامينځ ته شوې ده ٠تردې خو اشينوونکې پيښې وروسته يو سفزي له کابله ننګر هار او له هغه ځايه دخيبر پر تاريخي لار ې پيښور او دوابې ته لاړل ٠ ددلازاکو سره يې جګړې وکړې٠دوی اشنغر او سوات ونيول٠ کله چې يو سفزيو دسوات سيمه و نيوله نو شيخ ملي دغه سيمه ديو سفزيو پر بيلا بيلو ښاخونو او څانګو باندې وويشله٠
په اوسني وخت کې يو سفزي دپښتو نخوا په سوات، بونير، ملکنډ،مردان،هزاره،دير ،پيښور او هم دافغا نستان په ننګرهار، کندز،لوګر او کابل کې او سيږي٠ 
سربيره پردې يو شمېر يو سفزي دهندوستان په فرخ اباد،بهوپال، رامپور،روهيلکنډ،بريلي،نګينه،ډهلي،ګوا او کشمير کې هم او سيږي٠
:ماخذونه
۱-پښتانه ،لو مړی ټوک،کابل،۵۵ مخ،۱۳۴۹ کال.
۲-پیر معظم شاه ،تاریخ حافظ رحمت خانی.پیښور ،پښتواکیډیمی،۶ او ۷ مخونه.
https://www.facebook.com/photo.php?v=528451990542058

-
بېرته شاته