(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

شیخ رحمکارکاکا صاحب

[07.Nov.2016 - 23:02]

کاکا صیب

ډاکټر لطیف یاد 

د خوشال بابا پیر او مرشد حضرت شیخ رحمکار(کاکا صاحب) رحمة الله علیه

شیخ رحمکار رحمة الله علیه چې په کاکا صاحب اوزیړي کا کا سره هم مشهوردی اصلي نوم یې کستیر ګل و . نومو ړی دبهادر زوی دنادر لمسی ، دغالب ګل کړوسی او دآدم کودی دي چې دده دنسب شجره ستر پښتون کرلاڼ بابا ته رسیږي .
دافضل خان خټک د "تاریخ مرصع "په حواله او دشیخ رحمکار دخلیفه فقیر جمیل بیګ دکتاب “دل تذکرة الاولیا ء “دلیکنې پر بنسټ نوموړی کرلاڼي خټک دی او هغه کسان چې دی سید بولي دا خبره سمه نه ده ځکه دده دنسب شجره دپښتنو ستر نیکه کرلاڼ بابا ته رسیږي .
کاکا صیب دخپل وخت لوی ستانه او ولی و او داویسیه تصوفي طریقې پیروو چې په ۹۸۱ لیږدیز/هجري کال زیږیدلی او د۱۶۵۳ زیږدیز کال دجون په میاشت کې چې د۱۰۶۳ لیږدیز/هجري کال درجب المرجب دمیاشتې د۲۴ څلور ویشتمې نیټې سره سمون خوري دجمعې په ورځ دجمعې دلمانځه دخطبې په وخت کې داتیا کلونو په عمر له دې فاني نړۍ نه سترګې پټې کړې او په هماغه ورځ په مازدیګر کې خاوروته وسپارل شو(۱).دخاورو دسپارلو په وخت کې خوشال بابا او فقیرجمیل بیګ دده جسد قبر ته ورکوز کړ اوپه دې وخت کې فقیر جمیل بیګ دشیخ رحمکار په اړوند لاندینۍلنډۍ ( ټپه ) وویله : 
په بوي دې ټول عالم خوشبوی شو
اصلي چندڼه په تا پريوتل ګردونه(۲)
شیخ رحمکار دستر خوشال بابا پیر او مرشد و او خوشال بابا ده ته ډیر زیات ارادت درلود . خوشال بابا په فراقنامې کې یو نظم دمثنوي په بڼه لیکلی دی او دغه نظم یې دخپل وطن او سیمې په مینه او محبت کې لیکلی دی او دشیخ رحمکار ذکریې څو څو ځایه پکې کړی دی لکه چې ددغې مثنوي به یوې برخې کې داسې وایی: 
دوطن مینه ای ځانه 
راپیداده دایمانه 
هغه ملک دزړه ارمان دی 
چې پکې دې ښه یاران دي 
ابدالان پکې میشته دي 
واصلان پکې میشته دي 
شیخ رحمکار پکې پیدادی
زما پلار پکې پیدا دی
زما پلار دی پکې ایښی
شیخ رحمکار دی پکې ایښی
خاک پای دشیخ رحمکار شم 
دخپل پلار تر تربت ځارشم (۳)
همداراز کله چې شیخ رحمکار ددې نړۍ نه رحلت کاوه نو خوشال بابا دهغه په خدمت کې حاضرو او شیخ رحمکار ورته دخیر دعاګانې وکړې .لکه پخپله خوشال بابا چې وایی: (( دشیخ رحمکار سره زما دوروستنې لیدنې کتنې به وخت کې دهغه دمهربانۍ او لطف او کرم خوږ اثر به تل زما په زړه کې پاتې شي ))(۴)
خوشال خان بابا په فارسی ژبه کې دشیخ رحمکاربابا دمړینې دنیټې په اړوندداسې نظم ویلی دی: 
(( چو رفت ازجهان شیخ دین رحمکار 
رجب بود جمعه به سه وسه هفت 
چواحوال تاریخ جستم زعقل
چنین ګفت باما که "بافقر رفت "(۵)
د” با فقر رفت “چې دابجد په حساب تجزیه شي نو دشیخ رحمکاربابا دمړینې نیټه ۱۰۶۳ لیږدیز/هجری “ترې راوځي .
همداراز د “شیخ کاکا قطب” نه هم دده دمړینې نیټه څرګندیږي یعنې ۱۰۶۳لیږدیز/هجري .
شیخ رحمکار دوه ورونه درلودل یو یې شیخ حیات او بل یې شیخ عفان نومیدل. دپښتو ژبې نامتو لیکوال ارواښاد میا سیدرسول رسا هم دشیخ عفان په اولادې پورې اړه لري . 
دشیخ رحمکار مناقب ،شیخ میا شمس الدین کاکا خیل په مثنوی نظم کې لیکلی دي او فقیر جمیل بیګ (تذکره شیخ رحمکار) په فارسي ژبه لیکلی ده چې خطي نسخې یې دکابل په ملي ارشیف ( کابل نیشنل ارکایو) کې شته چې چاپ شوې او ښاغلي اسدالله شعور پرې په فارسي ژبه سریزه کښلې ده .
دشیخ رحمکار (کاکا صاحب )مزار د نوښارپه جنوب کې دزیارت کلي کې دی چې دنوښار نه یې واټن شپږمیله دی چې د زيارت کا کا صيب په نوم شهرت لري دا کلى دنوښار په ضلع کې دخټکو په سیمې پورې اړه لري .
------------------------------------------------------------------------------
اخځونه:
۱- خوشال خان خټک ،په اردو ژبه ، دارواښاد دوست محمد خان کامل مومند لیکنه ، پښتو ژباړه دډاکټر لطیف یاد، ۱۳۲ مخ ، دپيښور چاپ .
۲- د پښتونخوا دلیکوال ، شاعر او محقق ښاغلی میا وکیل شاه فقیر خیل صاحب نه مننه چې ماته یې دغه لنډۍ راولیږله چې فقیر جمیل بیګ دکاکاصاحب دمړي دښخولو په وخت کې ویلې وه .
۳- فراقنامه ، دخوشال بابا اثر ، ۶۳ مخ.
۴- خوشال خان ، خټک ۱۳۲ مخ.
۵- نوموړی اثر ،۱۳۳ مخ.

-
بېرته شاته