(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

افغان سفیر ته د

[14.Nov.2016 - 13:11]

افغان سفیر ډاکتر عمر زاخېلوال ته د خبریال رحیم الله یوسفزي ځواب
لیک: رحیم الله یوسفزی

محترم سفیر صېب! زما تراوسه د ځواب نه کولو وجه دا وه چې که چري ما په خپله رڼايي کولی نو خلقو به دا وې چې تور پرې لګېدلی نو خود به هم داسې وايي، خو تر اوسه ما د دې خبرې نورو فریقېنو ته انتظار کوؤ. د نېشنل جیو ګرافک او په خپله د سټیو میکوری او بوني ميکوري د سپیناوي نه وروستو ما خپل سپيناوی مناسب وګڼو، نو ځکه مې بیا وروستو د ځینې ميډیايي شبکو د لارې په ځان لګېدلو تورونو په مرکو کې ځواب ورکړو.

په دغو راډیوي مرکو یا نورو رسنیو کښې ما چري هم نه دي وئيلي چې زه خبر نه یم، بلکه د کال ۲۰۰۲م نه وروستو د هرې خبرې نه خبر يم او پرې ګواه یم. په هغې کښې ځينې خبرې ځکه نه کوم چې د شربت ګلې د کورنۍ داخلي معاملې او عزت مې په نظر کښې دی او د هغو خبرو سپينلو دپاره هله ځواب وئیلی شم چې شربت ګله يې اجازه راکړي.

د نېشنل جیوګرافک سوسائټۍ او د شربت ګلې او د هغې د خاوند رحمت ګل ترمینځه د لسو (10) کالو دپاره پرېکړه اول په کال ۲۰۰۲م کښې وشوه، دغه پرېکړه د شربت ګلې د کورنۍ په رضا شوې وه او د کورنۍ نه يې مراد شربت ګله په خپله او د هغې خاوند رحمت ګل دی او د دغه پرېکړو په وخت د شربت ګلې یواځینې ورور کشرخان د ګواه په توګه ناست ؤ او پکښې د شربت ګلې په خوښه د هغې د پراخه کورنۍ کوم بل غړی یا خپلوان او غېر متعلقه کس شامل نه وو. او بیا په کال ۲۰۱۲م کښې د راتلونکو نورو لسو (10) کالودا پرېکړه په دویم ځل نوې شوه.

دغه پرېکړې موجودې دي، په دغه پرېکړو کښې دا خبره لیک ده چې د شربت ګلې سره به د میاشتې په سر دوه سوه (200) ډالره کومک کيږي. د دې نه پرته هم نېشنل جیوګرافک نورې هم مرستې کړي دي چې د هغې تفصیل موجود دی او که ضرورت وي نو زه به د هغې ذکر وکړم . دا پېسې په واقعا زما د لاري اول د شربت ګلې خاوند رحمت ګل او بیا د هغه د مړينې وروستو په خپله شربت ګلې ته رسېدلې ۔په نزديو کې چې سټيو ميکوري او د هغه خور بوني ميکوري کوم پينځه زره ډالره د شربت ګلې د نيولو پس راليګلې وې هغه د تکنيکي ستونزو له وجې واپس د سټيو اکاونټ ته تللي دې او د هغې وٖضاحت هم موجود دې۔ دې نه وړاندې هم سټيو ميکوري او بوني ميکوري چې کومې پېسې راليږلي دې د ټولو دستاويزي ثبوت موجود دې او هغوي په خپل بيان کې په دغې اطمنان هم څرګند کړې دې۔ .

محترم سفیر صېب! د کور اخستلو خبره ما نه کوله غرض مې د شربت ګلې پرده وه، خو چې سفیر صېب دا خبره مینځته راوسته نو کول يې ضروري شول، دا کور شربت ګلې له نیشنل جیوګرافک نه دی اخستی بلکه عکاس سټیوميکوري او بوني ميکوري په ځانګړي توګه اخستی او د دې کور د اخستلو دپاره بوني مېکوري په خپله راغلې وه او هغې په خپل لاس دا پېسې ورکړي دي ،چې په هغه وخت نيژدې پنځوس لاکه پاکستاني کالدارې پرې مصرف شوې وې ۔ دغه کوردوه چتيزه (دوه منزله) ودانی ده. مرحوم رحمت ګل هم خپل اخرنۍ ورځې دلته تېرې کړي دي او اوس پکښې شربت ګله او د هغې خپل بچي اوسيدل او شربت ګلې پکښې د خپل ډاډ دپاره لېور او د هغه کورنۍهم مېشته کړې وه .

محترم سفیر صېب ته یادؤم چې د شربت ګلې، د هغې د خاوند رحمت ګل او د لور درملنه او علاج روان ؤ او هغې کښې هم ما خپلې هلې ځلې کړي دي. سفیر صېب د دې نه بیخي ناخبره دی چې په تېرو اته ؤ میاشتو کښې شربت ګله ډېر ځله زمونږ کور ته راغلې ده، زما سره يې په دغو ورځو کښې دوامداره ټیليفوني تماس ؤ، خوداسې معلوميږي چې سفیر صېب نا خبره او معلومات يې نیمګړي دي او د غېر متعلقه خلکو نه يې معلومات ترلاسه کړي دي او د شربت ګلې نزدې، خواخوږي خلکو نه يې معلومات نه دي ترلاسه کړي په هغو کې د شربت ګلې یواځينې ورور کشرخان هم دی. د شربت ګلې د نیولو وروستو د هغې د خوشي کولو دپاره زما د هلو ځلو نه یو زه او زما الله خبر دی زه په هغې مشهورتیا نه غواړم خو دومره وايم چې شربت ګله ونیول شوه نو ما د پاکستان د داخله چارو وزیر چوهدري نثارعلي خان سره تفصیلي خبرې وکړې او د شربت ګلې په نیولو مې ورته سخت خفګان ښکاره کړو او په دغه حکومتي اقدام مې ورته سخته نیوکه وکړه او په څرګنده مې ورته ووئيل چې د شربت ګلې نیول ډېر غلط اقدام دی بیا مې ورنه غوښتنه وکړه چې اوس شربت ګله سمدستي خوشې کړه، چوهدري نثار بیا ما سره لوظ وکړو چې د شربت ګلې په ضمانت د خوشي کولو امر به زر وکړم او کوشش به وکړم چې د شربت ګلې مشکلات راکم کړم۔

چوهدي نثار دا خبره هم وکړه چې د شربت ګلې د نيولو نه بې خبره ؤ او دا کار فيډرل انويسټيګيشن ايجنسي (ايف ائي اې) په خپل سر کړي دي۔ او دغه اداره د هغې د نيولو د عکس العمل نه بې احساسه وه۔ ما د ځيني نورو حکومتي چارواکو سره هم خبرې وکړې چې دا مسله حل شي۔.

که محترم سفیر صېب خبر نه وي نو زه یې خبروم چې ما د شربت ګلې د نیولو وروستو په بېلابیلو ژبو کښې نړیوالو او ملکي مطبوعاتو سره مرکې هم وکړې ما لیکل هم کړي او زه خپل یو مضمون د مثال په توګه وړاندې کوم. که زما په زات او عزت باندې بې بنسټه او بې ځایه نیوکې کيږي نو زه د هغې د ځواب حق لرم او خپل وضاحت وکړم۔

په دې لړ کښې نېشنل جیوګرافکاو عکاس سټیو مکري وړاندې زما سپیناوی په ډېرو رڼو او واضحه ټکو کښې کړی دی زما دپاره دغه سپيناوی هم ډېر ؤ. خو محترم سفیر صېب په خپله شربت ګله د دې معاملې یو مهم فریق دی او زه غواړم چې هغه هم سپيناوی وکړي. خو سفیر صېب په خپلو پوښتنو کښې منلې چې شربت ګله يې د سپيناوي ورکولو نه منع کړې وه، پکار ده چې سفیر صېب شربت ګلې له اجازه ورکړي وې چې هغې په ازاده د دې خبرې وضاحت وکړي وې ولې چې هغه ستا د کلک واک لاندې وه او ستا وينا مطابق مونږ سره د خبرو کولو نه منع کړې شوې وه او زما د سپيناوي مخه دې په دغه ډول نيولې وه يا مه دا حق نه لرو چې ما باندې لګيدلي تورونووضاحت د شربت ګلې د خلې شوې وې ۔ او دا خبره په ډاګه نه شوه چې چا ورسره ښه او چا ورسره بد کړي دي خو په عېن حال کښې چې هغه اوس په کابل کې ازاده ده نو د کورنۍ د خواخوږي غړو په موجودګۍ کې ورته د سپيناوي موقع ورکول پکار دي.

د شربت ګلې د کورنۍ نور داسې غړي هم شته چې د شربت ګلې د پېسو اسره دار، طمع دار نه دي او ورسره یې مدام بې لوڅه کومک کړی دی د شربت ګلې د کورنۍ د داسې غړو نه هم د پوښتنې ضرورت دی۔

ښاغلی سفير تاسې کولای شئ، چې راته وواياست له تېرو اتو مياشتو مو له مظلومې شربت ګلې سره څه مرستې کړي دي، يا مو د هغې په اړه له رسنيو، يا پاکستاني چارواکو سره اړيکې نيولي دي؟

زه خو درته ويلی شم، چې له تېرو اتو مياشتو راهيسې چې له کوم وخته شربت ګله د شناختي کارډ له امله له دغو ستونزو سره مخ شوه، نو څوڅو وارې زما کور ته راغلې، ما حکومتي چارواکو سره د دې په اړه خبرې کړي، تر خپل توانه مې ورسره مرسته کړې، په رسنيو کې مې پرې خبرې کړي دي، او ما تر اوسه دا خبره نه کوله، خو ستاسې په څېر باوقاره شخصيت، چې داسې څرګندونې وکړې، که رښتيا راباندې وايې، زړه مې درد وکړ او له تاسې مې د داسې خبرو تمه نه وه۔

دې ټولو پريکړو شواهد د نيشنل جيورافک سټيو ميکورې اوما سره موجود دي۔ چې چا ته زه جوبده يم هغه مطمېن شو او مه ته يي ډير درناوې راکړو زمه د پاره دغه ډيره مهمه خبره ده۔

په اخر کې دا وئيل غواړم چې د الله په رضا مې د يو مهاجرې لور سره مرسته کړې اوراتلونکې کې به هم د خپل توان مطابق دغسې بې وسه خلکو سره کومک جاري ساتم۔
په ډېر درناوي
رحیم الله یوسفزئې

-
بېرته شاته